د وطن د ترقۍ ملي ګوند د کنګرې مصوبه
د ۱۳۹۲ کال د قوس ۲۸ نېټه
د وطن دترقۍ ملي ګوند کنګره په د اسی شرايطو کې جوړيږي، چې زموږ هېواد د هرې ورځې په تېريدو سره د ۱۳۹۳ کال د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته نېږ…دې کيږي او په تېرو ټاکنو کې بې ساري درغلۍ ددې سبب شوې چې زموږ خلک پرټاکنو باندې خپل باور دلاسه ورکړي. هغوي ويره لري دغه پروسه تکرار نه شي او د هېواد پر برخليک باندې تپل شوي مافيايي ډلې د ګاونډيو هېوادو سره په تړاو کې يو ځل بيا په ټاکنو کې د درغلۍ له لارې زموږ د خلکو او هېواد په برخليک باندې تحميل نه شي.
د موجودي سياسي لوبې د ګاونډيو هېوادونو سره په تړاو کې له يوې خوا، او د هرې ورځې په تېريدو سره د امنيتی، سياسي او اقتصادي بحران پراخوالی له بلې خوا، زموږ خلک او هېواد له ستر ستونزمن حالت سره مخامخ کړی دی.
په داسي شرايطو کې د کنګرې جوړول اسان کار نه و. د ولايتي کنفرانسونو له خوا ټاکل شوي استازو د ټولو کړاوونو او ستونزو په منلو سره وکولای شول چې په کنګره کې ګډون وکړي. او د ګوند د مرکزي شورا، د تفتيش او څارنې د مرکزي کمسيون ګزارشونه و اوري. په دې کې شک نه شته چې ګوند په نېږدې يو کال کې زياتې لاسته راوړنې لرلي، خو په عين وخت کې د ګوند د مرکزي شورا او د ولايتی شوراګانو په کار کې جدي ستونزې هم موجود ي دې. د کنګرې ګډون کوونکي هغوی ته په پام سره لاندې پريکړې کوي: Continue reading
