نوزادی

خواهر بسیار محترم شیما جان غفوری !

شعر زیبای شما را خواندم و از خواندن ان لذت بردم . خواستم لحظه چند از جهنم سیاست موقتا فاصله ګرفته و به طرف بهشت شعر و هنر نظر افګنم . با نطرداشت ان اینک بنده نیز اخیرین غزل خود را برګ سبز تحفه درویش نموده ، برایتان ارسال میکنم . به اندازه شعر شما لذیذ نخواهد بود ولی از صمیم قلب تقدیم است . خدا کند یک دقیقه از وقت ګرانبهای تان را برای خواندن ان اختصاص دهید .

با عرض سلام .

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

جنت

زه د حورو په مذهب یم ، هر هر څه کی جنت وینم

هم په سترګو جنت وینم ، هم په زړه کی جنت وینم

چی د یار پر کوڅه ورشم ، که په هوښ یم که بیهوښه

د خمار پر وزر ناڅم ، په نشه کی جنت وینم

Continue reading

شيما غفوری

از پوهندوی شیما غفوری

یارب دلم ترا به کجا جستجو کند

درخیمه یا به قصرکسان گفتگو کند

از آتش زمان وجهان چشمه در گرفت

با زهرآب حادثه هر یک وضو کند

امروز آنچه شیخ زمان عرضه میکند

کَی منکر خدای به خلقش چو او کند

Continue reading

د خواخوږئ پيغام

د وطن د ترقئ ملی ګوندد اروپايی شورا
د خواخوږئ پيغام

په ډېره خواشينۍ سره مو د هېواد د بې ساری سياسی او انقلابی شخصيت ، د ويښ ځلميانو د غورځنګ د سرغندوی ،د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند او د افغانستان د موکراتيک جمهوريت د مؤسس او رهبر ، وتلی ژورناليست او په هېواد کې د ادبی رياليسم د بنسټ ايښودونکی ارواښاد نورمحمد ( تره کی ) د کشر ورور جان محمد ( تره کی ) د مړينې خبر تر لاسه کړ . انالله و انا اليه راجعون .
د وطن د ترقئ ملی ګوند اروپايی شورا په دې وسيله د ارواښاد جان محمد ( تره کی ) درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو ته ددې ضايعې له امله خپل د زړه له کومې تسليت مراتب وړاندې کوي او د مرحوم روح ته دعا کوي .
د وطن د ترقئ ملی ګوند اروپايی شورا

محمد آصف خواتی

محمدآصف خواتی
ښکلې ، عالمانه اوپه زړه پورې مشوره
دروان کال دوري په نولسمه نیټه دخدمتګارپه ویبپاڼه کې د «ولې وژل کیږو؟ »تر سرلیک لاندې سرمقاله خپره شوې چې هغه افغان کوم چې دخپل ولس ننی غم لړلي حال یې ځوروي اود هیواد د راتلونکې په اړه اندیښنې لري هرومرو دهغې په وړاندې غبرګون ښیي۰ سرمقاله داسې پیلیږي: « دې پوښتنې ته ساده ځواب دادۍ ځکه وژل کیږوچې نوروژنو ۰ همدغه ځواب کفایت کوي چې دراتلونکې په اړه تصمیم ونیسو یعني که نورونه وژنو موږهم نه وژل کیږو»۰خدمتګار چې ځان دافغان ولس درښتینوافکاروڅرګندویه ګڼي دناټويي لښکرو له لوري دکونړي معصومو ماشومانواو میرمنو جنایتکارانه Continue reading

شفاهی وينا په ليکنه کې

حکيم روان
د هېواد دملی او دموکراتيکو ځواکونو د پوهاوی
اتحاد او يووالی د کميسيون له خوا په جوړه شوی
غونډه کې د وطن د ترقی ملی ګوند دهيأت د نظر ټکی
دروان ۲۰۱۳کال د مارچ ۳۰
هالند
(شفاهی خبرې په ليکنه کې)
درنو حاضرينو ، قدرمنو وطنوالو ، اجازه راکړی ستاسوسره له انفرادی ستړی مه شی وروسته يو ځل بياټولو ته د زړه له کومی ستړی مه شی ووايم او له موکې نه په استفاده سره د هېواد دملی او دموکراتيکو ځواکونو د پوهاوی ، اتحاد او يووالی د کميسيون د مشرتابه درنو دوستانوته له دې امله د خپلې مننې مراتب وړاندې کړم چې ددې موکه يې برابره کړه چې ستاسو په شان دوستانو سره له نږدې آشنا اود زړه خواله وکړم .
ګرانو دوستانو ! ما بيانيه نه ده ليکلی او نيت مې نه درلود چې بيانيه ورکړم . خو د غونډې محترم رئيسه هيأت له ما وغوښتل ، تر څو د وطن د ترقی ملی ګوند په استازيتوب څه ووايم .

ما نه غوښتل چې تر ځانه د هوښيارو خلکو او درنو شخصيتونو مخ ته ودريږم او بيانيه ورکړم . خو د دوستانو په هيله به يو څو بربنډې او ترخې خبرې وکړم ، هيله ده چې څوک خفه نه شی ، ځکه دا هغه څه دی چې په مونږ ټولو پورې اړه لري . Continue reading