د وطن دترقی ملی ګوند اعلاميه

په پيښور کې پر بشير احمد بلور د تروريستی بريدپه اړه

 دوطن د ترقۍ ملی ګوند اعلامیه

کابل – افغانستان
25/ 12 /2012

 د وطن د ترقۍ ملی ګوند په پیښور کې  د نشنل عوامی پارټۍ پر ضد هغه تروریستی بريد په کلکه غندی چې د ارواښاد بشیراحمد بلور او د هغه د سنګر د ملګرو د شهادت او ټپی کیدو لامل شو .
 د وطن د ترقی ملی ګوند دارالانشأ د نشنل عوامی ګوند مشر، ښاغلی اسفند یار ولی خان او د دې ګوند مشرتابه ډلې ته او همداراز د ارواښاد  بشیر احمد بلور د درنې او ويرژلی کورنۍ ټولو غړو په ځانګړی ډ ول د شهيد بلور ورور ښاغلی غلام احمد خان بلور ته د خپلې غمشریکۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوی.
موږ ددې خونړۍ پیښې ټولو شهیدانو ته د لوی خدای له درباره مغفرت، ټپیانو ته روغتيا او د هغوی د کورنیو پاته غړو ته جمیل صبرغواړو.

 د وطن د ترقۍ ملی ګوند دارالانشأ

ښوونځی د کفر اوالحاد ځای دی

ښوونځی د کفر اوالحاد ځای دی
که د تاريخ پاڼې راواړوو او ورکې ددې خبرې ريښې اواغيز ولټوو ، په څرګند ډول وينو چې داخبره اوشعار تاريخي ژورې ريښې لري . د معمول سره سم، ښکیلاکګر مخکې تردې چې دنړۍ کومه سيمه تر يرغل لاندې راولي، دهغه سيمې دولسونو خصوصيات اوځانګړي احساسات تر ژورو ارزونو اوڅیړنو لاندې نيسي .دبرياوو او نيمګړتياوو،ځانګرتياوې په ګوته کوي. دهمدې څیړنو له مخې دنورو ګاونډيانو په پرتله دافغان ولس پر وړاندې،ځانګړی چلند ځکه  ترکار لاندې ونيول شو، چې دسيمې په کچه ددوی دپراختياغوښتنې، پروړاندې يوازينی خنډ اوګواښ و. يولورته دپراختيا غوښتنې ليوالتيااوجنون بل لور ته دفولادي مقاومت ترڅنګ د ورته يرغل وېرې، دګډو هڅواوڅيړنواړتيا وزېږوله .پايله داشوه، چې دزور له لارې پرمخ تګ او اشغال اصلآ ممکنه نه  ده. دا ولس بايد له خپل منځه په ګونډو او وځپل شي. غوره، لنډه، اسانه اوارزانه فورموله داده، چې په وچه ګيډه – خالي ذهن له پوهې، مدنيت اومعاشرت څخه، ګوښه او په خپلوکې اخته وساتل شي.تاکتيک بدلون وموند.نظامي خوځښتونو خپل ځای اوپراتيفي خوځښتونوته پرېښود. د احتمالي سرخوږيو،مالي اوځاني زيانونودمخ نيوي په موخه دلوبوډګرديني ماحول، جامې او قيافې غوره شوې. ترڅو له يوې خوا پرې هدف تر لاسه کړي  اوله بلې خوا دين هم بدنامه کړي . په نامه ديني عالمانو لومړۍ  نښانه  دښوونځيو په لور ونيوه  او ښوونځي يې دکفر او الحاد د ځايونوپه نامه ونومول .

د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ د امنيتی تړون په هکله

حکيم روان

 

 

 د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ

 د امنيتی تړون په هکله

په دې ورځو کې د افغانستان او امريکا د متحده ايالتونو تر منځ د امنيتی تړون ، د نړيوالو ځواکونو د تدريجی وتلو او افغان ځواکونو ته د امنيتی مسؤليتونو د تدريجی سپارلو ، د افغان امنيتی ځواکونو د وړتياؤ ، همدارنګه د سؤلې د مذاکراتو په اړه تاوده بحثونه روان دی .

په داسې حال کې چې زمونږ هيواد د شرارت مرکزونو را چاپير کړی دی ، نړيوال  غواړی چې خپل ځواکونه پر شا کړی او امنيتی مسؤليتونه افغان ځواکونو ته انتقال کړی . د بهرنيو ځواکونو د تدريجی په شا کيدو او افغان ځواکونو ته د مسؤليتونو د انتقال د پروسې سره موازی د شرارت ، بنسټ پالنې او ترهګرۍ مرکزونه هم فعال شوی او د افغانستان د بيا ايل کيدو او لس کاله وړاندې دوران ته دبيرته ګرځيدو شوم پلانونه جوړوی .

د نړيوالو ځواکونو بېرته ګرځيدل له ډېرو اړخونو ښه کار دی ، خو په ډېره خواشينۍ سره چې د امريکا متحده ايالاتو او د هغو متحدينو د ژمنو سره سم د بنيادګرايي او تروريسم په اصلی مرکزونو پرېکنده  بريدونه ونه کړل . د جنګ ابعاد او شکلونه د پخوا په څېر د پراخيدو په حال کې دی . د امريکا د متحده ايالتونو مشرانو او سياستوالو په وارو وارو څرګنده کړي وه چې دوی به بنيادګر او تروريستان ، هر چېرې چې وي ، تعقيب کړي او پرې به نږدی چې هغوی په ډاډه زړه پر افغانی او نړيوالو موخو بريدونه وکړي او په امن کې خپلو پټنځايونو ته ستانه شی . اوس د رنګارنګه  سياسی او نظامی ملحوظاتو سره سره د امريکا د متحده ايالاتو جګ پوړی چارواکی ، په ځانګړي توګه د پنتاګون او سناء غوره څېرې په دې باور دی چې د تروريستانو د مرکزونو په هکله د افغانانو ټولې چېغې او نارې په حقه وې .  دوی وليدل چې د پاکستانی واکمنانو د اوتو بوتو پر خلاف د القاعدې اصلی مشران په ډاډ سره د پاکستان د نظامی مرکزونو په  ګاونډتوب او دهغه په سيوره کې ژوند کوي . دوی وليدل چې پاکستانی واکمنانو داکتر شکيل اپريدی د اسامه بن لادن د افشاءکولو په تور ځنځير او زولانه کړ او تر ننه د نامالوم برخليک سره مخامخ دی . د افغانی طالبانو په منځ کې د سؤلې پر خوا متمايل کسان په پاکستانی زندانونو کې وژل کيږی . ددې او سلګونو نورو انکارنه منونکو واقعيتونو سره سره بيا هم پاکستان  ځان په سيمه کې د امريکا د متحده ايالتونو او لويديځ يواځينۍ او تعويض نه منونکی دوست او متحد بولي ، خو نور د پاکستان دوه  ګوني لوبه او دوه مختوب ، د بنسټ پالنې او ترهګرۍ  سره د سيمې او نړيوالې سؤلې پر ضد د هغه اړيکی کوم پټ   Continue reading

ټولټاکني

    ټولټاکني که دولس دتير وتلو له پاره دريمه
                            امريکايي لوبه
انجير سيد عبالقادر
نيژدي د دوو مياشتو راهيسي بهرنيو يرغلګرو د ګوډاګي رژيم سره په مشوره دافغان ولس د تيروتلو اود پاته  ملي شتمنيو دپوره چورولو له پاره دټولټاکنو ددريمي لوبي کمپاين په داسي حال کي پيل کړي او آماده ګي نيسي ، چی دا يرغمل ولس دوطن په هره سيمه کي ددوي دبشري او  اقتصادي  جنايتونوسره لاس او ګريوان دي ، يوه ورځ تربلي ډير زوريږي ، او هره شپه پاک خداي (ج) ته په دي  هيله او اميد دي ،چی ژر بهرني اشغال مات ، دولس ريښتيني حاکميت رامنځ ته ،  بشري او اقتصادي جنايت کاران محکمه او دافغان دين ، مذهب ، وطن اوناموس خوندي وساتل سي ۰  په داسي حال کي چی اوس دا ټوله دبهرنيو او کورنيو حنايتکارانو تر مختليفو تهديدونو لاندي دي ۰ډير دتعجب ځاي دادي ، چی دبهرنيو او کورنيو جنايتکارانو د توطيوو دپولي کولو له پاره يو شمير سياسي او اجتماعي سازمانونه او وڅنګ ته يي يو شمير ليکوالان او روشنفکران دجمعي رسنيو له لاري  داسي ليکني او مرکي کوي ، چی سړي فکر کوي چی افغان وطن مو آزاد او په وطن کي مو دولس واک چليږي ۰ زه نه پوهيږم چی آيا ددوي دسترګو ليده هم دونه دي ، چی دد ي ۴۳ هيوادونو استعماري اشغال نه ويني ؟ او په وطن کي دورځني بشري او اقتصادي جنايتونو څخه نه خبريږي ؟ او که دسياسي درک دنشتوالي له کبله داسي ليکني او مرکي کوي ، داخوهم دمنلو خبره نده ۰ دا ځکه چی دا  شميرد ( سیاسي ګوندونو او اجتماعي سازمانونورهبران ،ليکوالان ، روشنفکران ) خو نه يوازي  ځانونو ته لوي لوي ډبري ايږدي ، بلکه ځانونه دعيني او ذهني  تحليل خاوندان هم بولي ۰ نو دلته بيا افغان  ولس ته ددوي په هکله داسي د بي اعتمادي ږغ رامنځ ته کيږي ، چی يعني دا ډلو ځانونه په ډالرو باندي خرڅ کړي دي ۰ چی ددې ادعا دښه ثبوت له پاره دټولټاکنو د لوبي په اړوند ددوي مرکي ، ليکني او شفاهي تبليغات دچل او چم څخه ډکي نيوه کي او Continue reading

خاورې دې په سر شی

حکيم روان

خاورې دې په سر شی

 

زمونږ هر هېوادوال که ليکل او لوستل يې زده وي او کنه ، دښار اوسيدونکی ، د کلو بزګران د دښتو غرونو او سرونو شپانه ، ټول په دې پوهيږي چې يوې سترې او وژونکی بدمرغۍ ددې هېواد او د هغه د اوسيدونکو لمن نيولی ده . داسې بدمرغۍ زمونږ هېواد او خلک تر ستونی نيولی چې د هېواد هيڅ برخه او د خلکو هېڅ توکم ، ډله او طبقه يې له شره خلاصه نه ده . څوک په دې نه پوهيږي چې د دېرشو کالو نه په زياته موده کې دلته د بې ګناه انسانانو وينې په بې سارې بې رحمۍ سره توييږي ؟

که پردي د افغانانو وينې تويوي نو سړی فکر کولای شی چې البته په دې کې به د هغوی ګټې وي . خو ددې پردو په منځ کې تر ټولو زيات زمونږ وينو ته زمونږ ګاونډيان تږي دي . هغوی چې د افغانانو سره د مشترک دين ، کلتور او نژاد خبرې کوي . ټوله دنيا وايی چې نور د استعمار دور تېر شوی دی . خو مونږ يې د سر په سترګو وينو چې د انګليسی استعمار نا خلفه ځوی پاکستان تر ننه د خپل پلار په څېر په افغانستان کې له شيطانيو او ورانکاريو لاس نه آخلی او په دې ډول زمونږ ويني تويوي . ايران هم همداسې درواخله . د پاکستان اسلامی حکومت ، د ايران اسلامی حکومت ، مونږ خو يې چې ګورو دوی هر څه دی خو اسلامي نه دی . په افغانستان کې هم غلو او ورانکارو په خپل حکومت د اسلامی حکومت نوم ايښی دی . مانا دا چې که حکومتونه غله ، ورانکار ،  وينی تويوونکی مداخله ګر او شرير وي نو اسلامی دی او کنه برعکس  . نو د داسې مفسدو، ورانکارو ، تش په نامه اسلامی حکومتونو دې خاورې په سر شي !

Continue reading