د خواخوږۍ پيغام

 

د وطن د ترقی ملی ګوندد اروپايی شورا د

 خواخوږۍ پيغام 

په ډېره خواشينۍ سره خبر شو چې محترم حاجی صالح محمد د ( ۹۰ ) کالونو په عمر په لرغونی او تاريخی کندهار کې د خپلې کورنۍ له تاوده چاپېريال  او ژوند سره د تل لپاره وداع وکړه .د ارواښاد جنازه  د کندهار په ارغنداب کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه . انا لله و انا اليه راجعون .

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا د ارواښاد درنې کورنۍ او په ځانګړی توګه د ارواښادمهرابان ورور ، قدرمن او وياړلی ملګری سردار محمد « ولی » ته ددې ويرجنې پيښې له امله خپل د زړه له کومې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی او د مرحوم روح ته د دعا لاسونه لپه کوی .

 

 

 

د خواخوږۍ پيغام

د وطن د ترقی ملی ګوندد اروپايی شورا د

  خواخوږۍ پيغام

 په ډېره خواشينۍ سره مو د هېواد د وطنپالونکی شخصيت ، د حربی پوهنتون د پياوړي او نامتو استاد ، د اردو مجلې د تکړه ليکوال ډګروال حبيب الرحمان « سباؤن » د بې وخته مړينې خبر تر لاسه کړ . ارواښاد سباؤن د هېواد د بچيانو د يوه نسل په روزنه کې نه هېريدونکی هلې ځلې کړی  او همدارنګه يې د اردو مجلې له لارې د هيواد د ملی اردو د افسرانو او سربازانو د علمی او تخنيکی پوهې او مهارتونو د سطحې د لوړتيا او په ملی روحيه د اردو دمنسوبينو د روزنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړيدي . استاد سباؤن ولاړ، خو تلپاتې ياد او لارښوونې به  يې تر ډېره  د زرګونو وطنپالونکو زړونو ته ، د وطن او افغان ولس سره د پاکې مينې تودوخه  رسوي . د استاد سباؤن ياد نه هيريدونکی دی .

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا په داسې حال کې چې د ارواښاد استاد سباؤن مړينه د هېواد د روښانفکری نهضت او په ځانګړی توګه د هېواد د ښوونې او روزنې د ډګر له پاره نه جبران کيدونکی ضايعه او ورکه بولی ، د ارواښاد درنې کورنۍ ، دوستانو او ملګرو ته ددې ويرجنې پيښې له امله ، خپل د خواخوږۍ صميمانه مراتب وړاندې کوي او د ارواښاد استاد روح ته دعا کوي .انا لله و انا اليه راجعون .

اعلاميه نخستين کنفرانس حزب ملی ترقی وطن

بسم الله الرحمن الرحیم
اعلامیه نخستین کنفرانس حزب ملی ترقی وطن
مورخ 14/7 / 1391شهر کابل

در اوضاع و احوال کنونی که جهان درگیر ناامنی ها از اثر فعالیتهای گستردۀ تروریزم بین المللی و دهشت افگنی و سیاستهای نا متوازن و برخوردهای جانب دارانۀ عدۀ از کشورهای قدرت مند جهان گردیده است که در اثر همین سیاست های نامعقول، دامنۀ جنگ و خشونت در کشورهای خاورمیانه و افریقا نیز کشانیده شده و مردم این سرزمینها قربانیان اصلی این خشونتها میباشند.
در کشور عزیز ما افغانستان، با وجود حضورقوای ائتلاف بین المللی در طی یازده سال گذشته نه تنها جنگ قطع نگردیده است، بلکه ابعاد وسیع تری نیز کسب نموده، همچنان غیرنظامیان اصلی ‌ترین قربانیانِ افزایش ناامنی ها و خشونت ها در افغانستان هستند.
با وجود بعضی پیشرفتها در عرصه های معارف، تحصیلات عالی، مواصلات و مخابرات، امور قانون گذاری، ساختار نهادهای امنیتی و دفاعی، انکشاف دهات، ازادی بیان و سهیم ساختن زنان در فعالیتهای سیاسی، اقتصادی و اجتماعی در یازده سال گذشته، عدم توجه به وضیعت اقتصادی مردم و بازسازی و نو سازی پروژه های بزرگ زیر بنایی با وجود سرازیر شدن ملیاردها دالر کمک های جامعۀ جهانی در کشور، منجر به افزایش فقر و بیکاری هزاران هموطن ما گردیده است.
در نتیجۀ ستراتیژی نا درست ائتلاف جهانی و ناتو در مبارزه علیه تروریزم بین المللی وطالبان در افغانستان نه تنها جنگ در افغانستان ختم نگردیده است، بلکه این سیاست به بن بست مواجه گردیده و منجر به گسترش ناامنی و آدم ربایی، كشته شدن هزاران غیرنظامی، افزایش کشت، تولید و ترافیک مواد ‌مخدر، افزایش فساد اداری، در کشور گردیده و حمایت حکومت و جامعۀ جهانی از مهره های اصلی مافیایی و ناقضین حقوق بشر و مجارات نکردن آنها یکی از اشتباهات بزرگ ائتلاف جهانی به رهبری ایالات متحدۀ امریکا درافغانستان بوده است.
استفادۀ نادرست از مفهوم اقتصاد بازار و عدم وضع قوانین مربوط به ان، خصوصی سازی سکتور دولتی، ضعف دولت در رقابت سالم بخاطر استقرار قیم در بازار، فقر و بیکاری را در جامعه، به خصوص در میان جوانان تحصیل کرده Continue reading

د زړه مینه

د زړه مینه
نورمُحـمَدغـفوري
څوک به د نوم هسې په خوله یادوي
زما د هر سلول په زړه یادوي
د خیالي څڼو به د څه ووایم
خیال مې یې هر ويښته ويښته یادوي
چاته د مېنې مينه ټوکې ښکاري
ځینې یې لوړه تر هر څه یادوي
مینان یو بل ته ګواښیږی سره
د غمازانو فتنې نه یادوي
قاضیان د ښکلو پر مخ خولې لګوي
زموږ ګناه بیا، تش کاته یادوي
چې د وفا نښانې نه وی پکې
داسې معشوقې به څوک څه يادوي؟
آشنا راځه د عقل لاره نيسه
رقیب د بد او که د ښه یادوي
د ګډ ارمان سختو شېبو ملګرو!
(غفوری) تاسې پل په پله یادوي

د وطن د ترقی ملی ګوند اساسنامه

 

 

 د وطن دترقی ملي گوند

 اساسنامه

کابل :  د ۱۳۹۱ کال د تلې  ۱۴ نیټه

بسم الله الرحمن الرحیم

د وطن د ترقی ملي گوند اساسنامه

    د وطن د ترقی ملي گوند د هیواد يو سرتاسري، خپلواک سياسي جوړښت دى، چې د افغان ملت د  آگاه، همفکرو، وطنپالو او خير خواه وگړو  د خپلې خوښې اتحاد په نتيجه کې منځ ته راغلى دى.

  د وطن د ترقی ملي گوند د هیواد د خپلواکۍ، د خاورې د تماميت او ملي حاکميت ساتنه له خپلو ځنډ نه منونکو دندو څخه گڼي.

  د وطن د ترقی ملي گوند قومی ، ژبنی، جنسی او فقهی مذهبی بنسټ نلری او د اسلام د مقدس دين د اساساتو، د هیواد د اساسي قانون ، د احزابو د قانون او نورو نافذو قوانينو د مندرجاتو د رعايت پر بنا کار او فعاليت کوي.

Continue reading