د امريکا کانګرس پريکړه ونه کړه
له هالنډی مطبوعاتو څخه :
ژباړه : حکيم روان
د امريکا کانګرس د سوريې په هکله پرېکړه ونکړه
د امريکا د کانګرس ډيری غړی نه پوهيږی چې په سوريه کې نظامی مداخلې ته هو ووايي او که نه ؟ دا خبره د امريکايي ورځپاڼو ( امريکا نن او واشنګټن پوست ) له څېړنو جوته شوی ده .
ددې ورځپاڼو ارقام که څه هم يو له بل سره يو څه توپير لري ، خو يو خط بربنډ دی ، هغه دا چې : اوباما به د کانګرس د ډېرو نورو غړو د جلبولو او ور اړولو هڅه وکړی ، خو په دې به کار ونه شی .
د امريکا نن ورځپاڼې له قوله د امريکا له سلو سناتورانو څخه ۲۲ او له ۴۳۵ نمايندګانو له جملې څخه هم ۲۲ نمايندګان د اوباما د بريد پلان ته رايه ورکوی.
ددې په وړاندې ۱۹ سناتوران او ۱۳۰ د پارلمان نمايندګان په بريد او مداخله کې هيڅ ګټه نه ويني .
واشنګټن پوست دا ارقام داسې ښيي چې ۲۳ تنه سناتوران او ۲۵ تنه نمايندګان د بريد پلوی دی ، چې په مقابل کې يې ۱۷ سناتوران او ۱۱۱ تنه نمايندګان د بريد مخالفين دی .
ډېره په زړه پورې خو داده چې د بريد په مخالفينو کې ډېرۍ د اوباما د خپل ګوند کسان دی . په دې ډول ۲۸ دموکراتان د بريد پلوی او ۲۸ نور يې د بريد کلک مخالف دی . ډېرو جمهوريت غوښتونکو هم د اوباما د بريدګرو پلانونو مخالفت وکړ ، که څه هم د جمهوريت غوښتونکی ګوند د ننه د جان ماکين په شان بريدکونکی بازان هم شته ، چې په ټينګار سره پر سوريه د بريد غوښتنه کوی .
اوباما به د نن ورځې نهم د سپتمبر ۲۰۱۳ په پای کې د سوريې د کړکېچ په هکله شپږ مصاحبې وکړی ، په دې اميد چې متردد کسان خپل لور ته ورواړوی . د سه شنبې په ورځ به اوباما خلکو ته تلويزيونی وينا وکړی .
د جبل السراج ايتلاف د بيا را ژوندی کيدو هڅه
انتخاباتی ایتلاف که دجبل سراج ایتلاف بیا راﮋوندی کیدل :”لیکونکی: نصیراحمد “څپاند
انتخاباتی ایتلاف که دجبل سراج ایتلاف بیا راﮋوندی کیدل
زمونږ دګران هیواد افغانستان جغرافیی موقعیت او په سیمه کی یی ستراتیژیکی اوجیوپولیتیک ارزښت او دسرشاروطعبی منابعو په درلودلوسره همیشه دسیموهیوادونو او په سرکی د ستروقدرتونواوامپراطوریو تربرید سیاسی مداخلواوتیریو لاندی راغلی دی او هرځل یرغلګرو تاریخی ماتی خوړلی اوخپلو شومو اهدافو کی شرمیدلی اوناکامه شوی دی. مګر څپلو نا پاکواهدافوته درسیدلو په خاطریی همیشه خپلو مداخلاتوته ادامه ورکړی او خپل تالی څټیی يی فعال ساتلی دی. هماغه دانگریز پخوانی فارموله یی په کار اچولی ده یعنی تفرقه واچوه او حکومت کوه.چی دهمدغو مداخلو به نتیجه کی زمونږ هیواد ویجاړ اوتباهی سره مخ شو او مونږ دخپلی خاوری لويې برخی له لاسه ور کړی. دتاریخ په اوږدوکی د دغوتوطیوپه نتیجه کی زمونږ ملی یوالی او وحدت ته ډیری نه جیبران کیدونکی صدمی رسیدلی دی. دشاهی نظام- جمهوری نظام- دیموکراتیک نظام‘ جهادی اوطالبی نظامونو په سقوط کی یی ډیر رول درلود. دجبل سراج ملی ضد او د پردو او ګاونډیانوله خوا جوړ ې شوی توطيې هیواد د تباهی ،قومی ، مذهبی ، ژپنيو او سمتی تعصباتو په لور بوت،
د غمشريکی او ډاډګيرنې پيغام
د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا
د غمشريکی او ډاډګيرنې پيغام
۲۱اګست ۲۰۱۳
په ژوره خواشينۍ سره مو د هېواد د نامتو او پياوړی سياسی او ټولنيز شخصيت محترم عبدالرحيم هاتف د مړينې زړه بګنوونکی خبر تر لاسه کړ . انا لله و انا اليه راجعون .
په داسې حال کې چې زمونږ هېواد او اولس د خونړی او تباه کوونکی جګړې په اور کې سوځی، ګاونډيان ورباندې تيل پاشی، ترڅو د يوې مخې ټول پاتې مادی او معنوی ارزښتونه پوپناه کړی . زمونږ د جکړې ځپلی هيواد په برخليک غله ، انسان وژونکی ، د مرګ او وينو استازی واکمن دی، باندينی او ورسره داخلی دښمنان د هيواد د خلکو او قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهی، روښانفکری ډلې ټپلې د بې باوری په بحران لاهو، په روښانفکرانه رنځونو او د ځان غوښتنې په لړزانو تبو اخته دی. د ستر وطن پالونکی ، مدبر او غښتلی سياسی ، ټولنيز او فرهنګی شخصيت محترم هاتف مړينې د افغانانو په ويرژلو زړونو د وير او ماتم نوی څپه خوره کړه . ګران هيواد او ربړيدلی افغان ولس يو مصلح او نوميالی ځوی د لاسه ورکړ، چا سره چې د هېواد د خلاصون حکمت ورسره وو او لکه د زرګونونورو شهيدو آرمانونو په څېر يې د ځان سره خاورو ته يووړ.
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايی شورا په داسې حال کې چې ددې سترې او جبران نه منونکی ضايعې له امله د محترم هاتف د درنې کورنۍ ټولو غړو او هېوادوالو ته د خپلې خواشينۍ او ډاډګيرنې تاوده مراتب وړاندې کوی، د هېواد د نوميالی بچي تلپاتې روح ته دعاکوی او د پاک خدای له درباره ورته د فردوس جنت غوښتنه کوی .
له موکې څخه په استفادې سره د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا ددې ګوند د مرکزی شورا د سياسی اجنداء دمرکزی مسألې له مخې د تل په څېر يو ځل بيا د هيواد د خلاصون ، دخونړی جګړې د پای ته رسيدو ، د سولې، امن او ټيکاؤ د ټينګښت ، قانون د واکمنۍ، د لوړو ملی مصالحو څخه د دفاع او ټولنيز عدالت د تأمين له پاره په ټولوسياسی ګوندونو، سازمانونو، کړيو، سياسی او ټولنيزو مؤثرو شخصيتونو دملی يووالی اوپيوستون او پراخ عملی اتحاد له پاره غږ کوی .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا
د مبارکۍ پیغام
د وطن د ترقۍ ملی ګوند
د مبارکۍ پیغام
کابل- افغانستان
د ۱۳۹۲ کال د اسد د میاشتې ۲۷ مه نېټه
د وطن د ترقۍ ملي ګوند رهبري د هیواد د خپلواکۍ د ۹۴ یمې کالیزې په مناسبت دافغان ولس لوڼو او زامنو، په تیره بیا د وطن د ترقۍ ملي ګوند مبارزو غړو ته د زړه له کومي مبارکي وایي او د هغو په ساتنه کې ورته د ټینګ عزم، وحدت، شهامت او توانمندۍ هیله کوي.
په ۱۹۱۹ میلادی کال کې، کله چې امیر امان الله خان د انګریزي استعمار پر ضد د جګړې او جهاد غږ پورته کړ، دافغانستان د ټولو قومونو، طبقو او اقشارو لخوا یې د زړه له کومی ملاتړ وشو. یو له بله د مختلفو او ان متضادو ګټو لرونکو ټولنیزو ګروپونو پخپل منځ کې له داخلی کشمکشونو ډډه وکړه اود وطن د آزادۍ ترلاسه کول یې تر خپلو شخصي او ګروپي ګټو پورته وګڼل. همدا ملي یووالي د هیواد د استقلال په لاسته راوړلو کې ستر رول ولوباوه. Continue reading
