آزادی

از پوهندوی شیما غفوری

آزادی

چلچراغ او نگردد رهنمایی زندگی

تا به قلبم شمع آزادی نگردد مشتعل

گر مرا قمچین کند چون طفل نادان د یو نفس

کی توانم لاف آزادی زنــــم با اهـــل دل

کسب آزادیست مشکل، حفظ آن مشکل تر است

تا به کــــی بی فــکـــر و علم،از پی گـفتــــــار دل

گر وطن در جهل باشد، ملتش آزاد نیست

ملت جاهـــل شود در طول تاریخ مضمحل

گردل من صیقل از بغض و جفا کاری نشد

کی توان از دیگران طمع وفای محتمل

گر زمن ها  ما نگردد هیزم خود گشته ایم

من زنم آتش بتو، تو جان منرا متصل

فخر افغان زیستن در کلبۀ آزادی است

سازبهر کلبه اش از اشک والفت، آب و گل

 

 

د مبارکۍ پیغام

                                                                             د مبارکۍ پیغام

 

هېوادوال خبر دي  ، د اګست ۱۹ مه  چې د زمرې د میاشتې د ۲۸ نیټي سره سمون خوري  د ګران افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخستلو بختوره ورځ ده . له دې کبله په اروپا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند شورا ګوندي مشرتابه ، میړنیو او وطنپالونکو ګوندي غړو او د افغانستان ازادۍ خوښوونکو خلکو ته  دهېواد د خپلواکۍ دبیا ګټلو د ۹۴ مې کلیزي په ویاړ د زړه د تل څخه تودي مبارکۍ وړاندي کوي .

افغانانو د لمړې اسیایي هېواد د اوسېدونکو په توګه نږدي یوه پیړۍ وړاندي د خپل ځوان پاچا غازي امان الله خان او یو لړ نورو ازادۍ دوستو مشرانو په لارښوونه د نړۍ ستر ښکیلاک ګر ځواک یانې برتانیا ته وروستۍ داسې ماته ورکړه ، چې د هغې په برکت په نړۍ کې ډیر نوي خپلواک هېوادونه وزیږیدل  او د برتانیا دلوي امپراطورۍ د نړیدو حساسې شیبې پیل شوي .

که څه هم چې افغانانو د خپلواکۍ ګټلو څخه وروسته په خپل وطن کې د ثبات د راوستلو په لمړۍ لسیزه او بیا د تیرو څه کم څلورو لسیزو اوږدې کورنۍ جګړي د پایښت له امله  څرنګه چې اړینه وه د ازادۍ مزه ونه کتله او نږدې د هر افغان د انګړ دروازي په وینو سري شوي . په پايکې هرو مرو هر هېوادوال سولي ، ټیکاو او پرمختګ ته بیساري اړتیا لري . بنا پر دې ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا خپلو ګوندي امن پسندو غړو ، ملي  ـ  ډیموکراتو ځواکونو او وطنپالونکو هېوادوالو ته وړاندیز کوی چې ، په خپلو کې یو موټی شي ، ملي یوالی ورغوي ، بهرنۍ لاسوهنې ته د پاي ټکی کیږدي ، اقتصادي ـ سیاسي ـ فرهنګي او ټولنیزه هوساینه تامین کړي ، امنیتې لیږد او ټاکنوکې فعاله ونډه واخلي ، دنړیوالوسره د ځان په ګټه اړیکې جوړي کړي او په دې توګه سوله راولي او خپلواکي ټینګه او پیاوړي کړي .

                                                             ژوندی دې وي افغانستان . 

                                                                   تل دې وي خپلواکي .

                                                                د ا ، م ، ګ د اروپا شورا

پاکستان به په ۶ میاشتو کې نوي ترهګریز لوي ډګر شي

پاکستان به په ۶ میاشتو کې نوي ترهګریز لوي ډګر شي

لیکونکی : ویلیم   انګډل

سرچینه : رشېین ټوډی نیوز  انګلش چاینل

ژباړه : نوروهاب   څپاند

د پاکستان او چین تر منځ اړیکې داسې وده کوي چې د هغې له امله د سیمې اقتصادي نقشه یو مخیزه بدلېدلی شي. اوس دا اړیکې د بیلتون پالنې تر ګواښ لاندي راغلي او ښایي دا بیلتون پالنه په ناڅاپې توګه په یو بل ترهګریز ډګر واوړي .

واشنګټن لګیا دی د طالب جنګیالیو د تعقیبولو په نیت د پاکستان د پولو د ننه د پرمختیایي مرستو د کولو په نامه د ډرون بمباریو ته ادامه ورکوي او په دې توګه غیر ملکیان په نښه کوي . د پاکستان صدراعظم نواز شریف چې کله د مۍ په میاشت کې انتخابات وګټل لمړۍ سفر یي بیجینګ ته وکړ او هلته یي د چین له صدراعظم لې کېقیانګ سره وکتل . د پاکستان فدرالي کابینې د بیجینګ او اسلام اباد د خبرو اترو پیل کېدل او د تفاهم د هغه یادښت لاسلیکول تصویب کړل چې د هغې له مخې به  « دچین ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز »  اوږد مهالی پلان او د دواړو هېوادونو د پرمختیایي چارو د وزارتونو د عمل پلانونه په کې وده مومې . Continue reading

پیام تبریکی

پیام تبریکی

حزب ملی ترقی وطن
به مناسبت حلول عید سعید فطر

تاریخ : 17/5/1392

رهبری حزب ملی ترقی وطن حلول عید سعید فطر را به همه مسلمانان جهان، افغانان وطندوست و متدین واعضای رزمنده حزب از صمیم قلب تبریک و تهنیت عرض میدارد؛ از ایزد متعال تمنا مینماید تا طاعات و عبادات همه را قبول نموده و صلح و صفا را در کشور عزیز ما افغانستان و همه جهان برقرار نماید.

رهبری حزب ملی ترقی وطن امید وار است که روزهای عید سعیدفطر به تکانۀ نیرومند برای صلح و آشتی  بین الافغانی ، وحدت و نیرومندی نیروهای ملی و دموکراتیک کشور و تفاهم و همزیستی بین المللی مبدل گردد.

کمیسیون تبلیغ و فرهنگِ حزب ملی ترقی وطن

د مبارکۍ پیغام

                                                                        د مبارکۍ پیغام

                                                                  د اګست ۷مه ۲۰۱۳ م

د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا د نیکمرغه کوچنې اختر د را رسېدو له امله د ګران  افغانستان مسلمانو خلکو ، ګوندي مشرتابه  ، ګوندي سرسپارلو غړو ، د نړۍ مسلمانانو او   د خیر ښیګڼې ټولو نهادونو او د هغو غړو ته چې د دغو بزرګو شپو او ورځو په درناوي  اړو هېوادوالو ته راز راز مرستې رسوي  ، د زړه له کومې تودې مبارکۍ وړاندي کوي .

زموږ خلک او ګوندیان دا اختر په داسې حالاتو کې پیلوي چې له یوي خوا د افغانانو وینه بهول ادامه لري او له بلي خوا د بربنډي لاسوهنې په توګه ګاونډیانو او یو لړ نورو هېوادونو خپلو تیریو ته په بیلا بیلو برخو کې پایښت ورکړی . هغوي نه غواړي افغانان سوله ولري ، د ښوونې او روزنې څخه برخمن شي  او په هر اړخیزه توګه یي بډاینه نصیب شي .

موږ  باور لرو چې دا تیاره به پاي ومومې او دوښمن به تورمخی پاتې شي . له دې کبله موږ د روان ناورین د ژر تر ژره پایته رسېدو له پاره  د هېواد خلکو او خپلو ګوندیانو ته  د یو موټې پاتې کیدو او زیات هوښیاریدو وړاندیز کوو .

په پاي کې تاسو ته یو ځلې بیا د اختر مبارکۍ وایو او هېله څرګندؤ  چې خداي ( ج ) دې زموږ اخترونه د خوښیو په اخترونو واړوي .

                                                                     اختر مو مبارک شه

                                               د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا