د سرو وینو اختر

ننګرهار بیا په وینو سور شو. . . ایا موږ د دې وړتیا لرو چې اختر ولمانځو؟؟؟

خپل اختر په نوي جامو ، ډول ډول خوړو او ساز و اواز بدرګه کړو؟؟؟

                              د سرو وینو اختر

د تورو شپو د تور ماښام اختره ستړی مه شي

د ماتو هېلو  مات نظام اختره ستړی مه شي

ما وې چې ستا په راتلو ښاد او هم اباد به شمه

اوس یم ټپي په بد انجام اختره ستړی مه شي

تورې تروږمۍ  پسې سحر وي د اختر په مانا

سحر شوو سور د انتقام  اختره ستړی مه شي

زموږ  دا کور را باندې ګور شو د رڼا  په تمه

 د سره سحر خوني حمام اختره ستړی مه شي

تېر اخترونه د امان او د فیضان شیبې وې

 په ځانمرګوشولې بدنام اختره ستړی مه شي

نور خپل بچي په ښو خوړو نوو جامو نازوي

زما د بچودکړولو د دوام اختره ستړی مه شي

ها خوشالۍ  شولې د نور و نور دې نه لمانځم

ته یې پردی د بېل مرام اختره ستړی مه شي

اسماعیل غرنۍ

کونټري ـ برتانیا

اګست  ۲۰۱۳ م

هغوي چې تللي!!!

هغوي چې تللي!!!
دا نړۍ د ازمایښت ځاي دی. هغوي چې یو ځل راغلي او بیا بیرته تللي ، دلته یي له ځانه یو څه پریښې دي. چا میړانه کړي ، بیا نورو تیروتنې کړي. هر څه چې شوي ، د دې خاوریني کوري پر سر د هر ژوي په تیره بیا د انسان د کړو وړو څخه حکا یت کوي. ولي هر وګړی یو ځل راځې او د ازمایښت د ټاکلي دوري وروسته بیا بیرته ځې او د هغه په کالبوت کې ژوند بیرته نه تکراریږي. دا ځکه چې د هر ژوي ، په ځانګړي توګه د هر وګړي ژوند د نړۍ د ازمایښت یوه برخه ده. د دې ازمایښت یوه مهمه مشخصه داده چې  هر وګړي د هغه د ځانګړتیا پر بنسټ یوازي یو واري پرتله کیږي چې کومې چاري څه ډول سمبالوي. یانې په ټوله کې د انسانانو په وړاندي ټاکل شوي موخې څه ډول تر لاسه کیږي او د دې ګیرودار په منځ کې ځینې وګړي بیا څنګه له ځانه بیشانه وړتیا ښیې او د موخو په ټاکلو او پلي کولو کې ریکارډ جوړوي او نورو ته بیلګه کیږي. د نړۍ په اوسنې کلي کې زما هیواد د یوي اوجري حیثیت لري چې په خورا مهربانۍ او میلمه پالنې د هر افغان او د دې سیمې هر انسان ته د زړه مینه ورکوي. Continue reading

وطنوال ته!

نه دی مړ لوی پهلوان ددې جهان دی                                                                                         هغه څوک چې مځکې تل نه رابهر شي
ډېر ژوندي دې شي هغه مړي نه ځار
چې په مرګ يې شي ډېرخلک ناقرار
مړهغه دی چې ژوندی په مړه حساب وي
نه مري هغه چې ژوندی يې وي يادګار
ډېرژوندي مړه دي اوډېرمړي ژوندي دي
مړه وي هېرژوندي په يادوي دروزګار
هرافغان ته الفت دومره پوهه غواړي
چې دمرګ و ژوند تشخيص ته ده په کار
شهيد وطنوال يو وار بيا دمځکې له تله ژوندې او مړنی، سر راپورته کړ. دلويې بريتانيې دګوندي سازمان په استازيتوب،تل ښاد اوتل ياد شهيد وطنوال او دخپل وياړلي ګوند نورو پاکو شهيدانواو د هغو درنو کورنيوته د درناوي او تسليت په موخه،خپل لاندې ژباړل شوي شعر ډالۍ کوم:
            اصل
در مسلخ عشق جزنيکو را نکشن
روبا صفتان بد خو را نکشن
ګرعاشق صادق يي زکشتن مه حراس
مردار بود آنکه اؤ را نکشن
          ژباړ
 د جنګ ميدان کې جنګريزان دسرسړی وژني
لاشی ـ لغړدا نور پړېږدي فقط زمری وژني
که ته زمری يې ميداني شه مرګ نه مه بېرېږه
په ژوند مردار دی چې پرېږدي يې مېړنی وژني
پاک روح موتل ښاد و ياد اوسه
  اسمعيل (غرنی)

د وطن شهید

د وطن شهید

ښاد روان وطنوال د وطن شهید دی. هغه په خپلو وینو د هېواد د سولي او ترقۍ ګلانو ته اوبه ورکړي. هغه د خپل وطن او خلکو سره هوډ کړی ؤ چې د وینوتروروستې څاڅکې به د افغان اولس له پاره د سولي او پرمختګ کاروان تر منزله رسوي. هغه تر وروستۍ سلګۍ پوري همداسي وکړل. په جرګو ، مرکو کې د ناستې پاستې پر مهال او د ولسي جرګې د تریبیون له لاري هغه د وطن او خلکو د زړه اواز په پوره امانت دارۍ نړۍ ته ورساوه. غلیم هغه په غوره شوي سپیڅلي لار پل په پل تعقیب کړ او د هغه د ژوند د اخستو په لاره کې یي ناځوانمردانه او په ډیره پستئ عمل وکړ.

شهېد وطنوال د تنکۍ ځوانۍ په جامه کې د افغانانو خدمت ته را ودانګل. هغه ته په هغو شرایطو کې چې هېوادنې غورځنګ نوي غوټې کړي وي ، پته ولګیده چې بیله اګاهانه او علمې هڅې او هاند ناممکنه ده چې افغان زیارایستونکی د بې عدالتۍ څخه خلاص شي او هېواد د فیوډالي او ماقبل فیوډالي شرایطو څخه د ډموکراسۍ او پرمختګ په لوري خوځښت ومومې. له دې کبله هغه د افغانستان د سیاسي غورځنګ د پیاوړتیا او ودي په وطني کار کې مهمه او فعاله برخه واخستله. Continue reading

د شهیدانو اونۍ

د شهیدانو اونۍ

                       

شهيد محمد هاشم وطنوال

د وطن د ترقۍ ملي ګوند غړي ، مینه وال ، خواخوږي او نور هیوادوال خبر دي چې د افغانستان په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو د پخوانې استازي او د وطن د ترقۍ ملي ګوند د مشرتابه د یو مهم غړي اروا ښاد محمد هاشم وطنوال د شهادت ( ۱۷ جولاي ۲۰۱۱ ) او د یو لړ نورو وطنپالو ګوندیانو د شهادت له امله د جولاي د میاشتي دریمه اونۍ د دغه ګوند د شهيدانو د اونۍ په ویاړ لمانځل کیږي. سږ کال د دې اونۍ څخه په داسي شرایطو کې یادونه کیږي چې له یوي خوا افغانان ورو ورو د خپل هیواد افغانستان د بیلا بیلو چارو د خپلواکه سمبالولو له پاره تیاري کوي او له بلي خوا افغان وژونکي جګړي په ټول هیواد کې زوراخستی. همدارنګه د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټولټاکنوته مړژواندي تیارۍ نیول کیږي. د وطن د ترقۍ ملي ګوند مشرتوب د موجودو چلنخونو په وړاندي د پیاوړي مقابلي په موخه د یوي کارنده ستراتیژۍ د کاږلو تر څنګ د ملي ـ ډموکرات پیاوړو سیاسي بنسټونو په اتحادونو او وحدتونو لګیا دی. ګوند غواړي د وطن او ګوند د شهيدانو د پاکو ارواګانو د خوشالوني په ارزو هغوي ته د ملي فکټور په توګه د پیاوړي سر تر سري حزب د رامنځته کیدو ډالۍ وړاندي کړي.

 د وطن د ترقۍ ملي ګوند ډیرئ غړي په تیره نیمه پیړۍ کې د هيواد د سیاسي ډګر وتلي او څرګند فعالان وه چې په تاریخې مهمو تحولاتو کې یي برخه لرله. اوس هم د دې نوي ګوند په څیره کې هغوي په افغانستان کې د سولي د تامین ، بیا جوړوني او د ډموکراسۍ د رواجولو په سپیڅلي کار کې هیوادنۍ هلي ځلي کوي. هغوي په تیرکې هم شهيدان ورکړي او د اروا ښاد محمد هاشم وطنوال په څیر شهیدان دمدرحاله د هغه په پاکه لمنه کې روزل کیږي.

د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا په درناوي د افغانستان په د ننه او اروپا کې په خپلو شهید پروره غړو ، مینه والو ، خواخوږو او نورو هیوادوالو غږ کوي چې د مقالو ، شعرونو او نورو تحلیلي مطالبو د لیکنو او خپرونو په ترځ کې د ګوند د شهيدانو د اونۍ په لمانځلو کې برخه واخلي.

ویاړ دې وي د وطن او ګوند په شهيدانو!

د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا