ویـــــر

 

ویـــــر
په وطن کې یې جوړ کړی لوی غوبل دی
واک زموږ له واک وتلی، واک د بل دی!
د خزان سیلۍ بې رحمه ژوبلول کا
ريژوی یې هر ګلاب او که سنبل دی
څه تنکۍ، تنکۍ ځوانۍ شوې خاورو لاندې
جوړ دوزخ دی کندهار او که کابل دی
د افغان د پګړۍ ولونه ړنګ و بنګ دی
غورځیدلئ ګل د پیغلو له وربل دی
څوک ددې، څوک د هغو لومو کې ګیر یو
څه تقدیر، څنګه حالت مو مبتذل دی؟
دا ساقی د زهرو ډکې پیالې ویشي
د رقیب په دې خوږو، خوږو کې چل دی
د فلک د ناکردو نه به څه نالو؟
نه ئې پای ښکاری او نه یې دا اول دی!
که نجات غواړې همت در لره بویه
ټنبلۍ او مأیوسۍ کې د زلل دی
یو تر بله په ګیلو کې ګټه نشته
ضرورت د ستر پاڅون، ملی تکل دی
انتقام کې د وطن بربادی وینم
څوک چې نورو ته ګذشت کوی اتل دی
(غفوري) سبا به ټــــــول سره یـوکیږو
خیر که نن مې د ملګرو خیال بدل دی

نورمحمد غفوری

دافغانستان دخپلواکې93      کاليز

 

دافغانستان دخپلواکې93      کاليز  ه ۲۸ دزمري ۱۳۹۱ش کال سره سمون لري
کله چې افغانستان په ۱۹۱۹ م کال د شاه غازی امان الله خان په لارښوونه خپل سیاسی استقلال له انګریزیښکيلاګر څخه وګاټه ، اما ني مشروطه ر‌ژیم د انګریزي استعمار له ناروا توطیؤ او دسیسو سره مخ شــو . انګریزي جاسوسانو د افغاني روحانیونو په جامو کښی په ناوړو تبلیغاتو لاس پوری کړه او د افغان ولس د سپیڅلو اسلامی معتقداتو او سیاسي بی سوادی څخه یی ګټه پورته کړه ، او افغان ولس يي د اماني مشروطه رژیم پر خلاف پخپلو درواغجنو تبلیغاتو پاڅون او انارشی ته وهڅاوه او پر سیاسی استقلال ویاړلي رژیم يي له دننه څخه ړنګ کړ . انګریزانو د یو پټ ارتباط او تفاهم په اساس لمړی حبیب الله مشهور د سقاو په ځوی حاکمیت ته ورساوه (د حاکمیت دوره ۱۹۱۹ د جنوری ۱۶ــ ۱۹۱۹ د اکتوبر ۱۵) چی د سیاسی استقلال ، اقتصادی او اجتماعی پرمختګ ، ملت او د شلمی پیړی د معاصر علمی – تخنیکی مدنیت له مفهوم سره بلکل نـا آشنا وو ، هغه ته یواځی د خپل ځان حاکم کیدل ارزښتمند ښکاریده . انګریزانو د حبیب الله په واسطه د شاه غازی امان الله خان ټول مترقی اصلاحات لغو کړل  . او د افغان ولس د بچیانو پر مخ یی د معارف دروازی وتړلې د ده په دربار کښې یواځی د ده د نژدی انډیوالانو او پایلوچانو بازار ګرم وو . پدی توګه انګریزان و توانیدل چی په لنډه نهه میاشتنی موده کښې حبیب الله خپل افغان ولس ته د ترقی او استقلال دښمن ور معرفی کړي. انګریزانو د امیر حبیب الله له تجرید څخه وروسته د یوې بلې پټې معاهدی په ترڅ کښې خپل وفادار او با سواده سیاسی اجنټ نادر خان واک ته ورساوه چی ددی کورنی تر واکداری لاندی ئی افغانستان پوره نیمه پیړی د نیمه مستعمره هیواد په توګه یو ځل بیا تر خپلې ولکې لاندی راوستله . د حاکمیت پدی دوره کښې ، هم امیر حبیب الله ( مشهور د سقاو په ځوی ) او هم د امانی دوری وفادار استقلال طلبان او آزاد خیاله مشروطه خواهان د پټو او ښکاره توطئو له لاری له منځه یوړل شول .

د مبارکۍ پيغام

کابل د ۱۳۹۱ کال د زمری د مياشتې ۲۶ مه نېټه

د افغانستان ملی ګوند رهبرۍ

د مبارکۍ پيغام

د افغانستان د ملی ګوند رهبری د ګونډ غړو، د افغانستان ديندار ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې د اختر ورځې د خپلو درنو کورنيوله غړو سره په سوله او خوشحالۍ کې تيرې کړئ.

په ګران هيواد افغانستان کې د نيکمرغه کوچنی اختر د خوښيو د راتلو سره سم د سختو او زړه لړزوونکو پيښو شاهدان يو چې ډيرو افغانانو ته د مرګ او ژوبلې لامل شوې. موږ د لوی خدای له درباره د شهيدانو کورنيو ته د زړونو تسلی  او زخميانو ته  د درملنې، روغتيا او اوږده خوشحاله ژوندانه غوښتنه کوو. د ګوند له غړو، ټولو وطنوالو، اسلامی امت او بشريت څخه غواړو چې  په افغانستان کې د سولې، امنيت  او سوله ايز ژوندانه د شرايطو د چمتو کولو په لار کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.

خدای د وکړی چې راتلونکی اخترونه د ورورولۍ، سولې او امنيت په فضاکې تجليل کړو.

عبدالحی مالک

د افغانستان ملی ګوند رئيس

فلک ته

فلک ته

نن د بیا شوندې زما په وینو سرې کړې

اې فلکه ته په ما دا څه کانې کړې؟

که زما د تودې وینې سرخي نه وي

رنګینه به د په څه شی اننګې کړې؟

دا خپل زور د په ما ازمویه او ګوره!

آخر ما به آزموده د زمانې کړی!

بیا به هم د سمندر غوندې ژوندون کړم

که له پاسه مې پر سر بلې لمبې کړی

د خپل نوی خیا ل نیشه مې را سره ده

پروا نکړی که د ورانې میخانې کړی

نر تندی به کله چاته ښکته نه شی

بې هـمـتو بــــه بتانــو ته سجدې کړی

دا زما د ارمانو سپرلی به راشی

ته که هر څومره د ژمی شپې اوږدې کړی

نورمحمد  غفوری

مسابقات المپیک لندن و سازماندهی سود محور آن

 

مسابقات المپیک لندن و سازماندهی سود محور آن

مسابقات المپیک یکی از مهمترین رویدادهای ورزشی در عرصه بین المللی است که همواره از اعتبار و اهمیت بی همتایی در میان سایر رویدادهای جهانی برخوردار بوده است. در طول ٢٧٨٨  سالی (٧٧٦ قبل از میلاد) که ازآغاز بازیهای المپیک المپیک میگذرد عوامل عدیده ای چه در سطح ملی و چه درعرصه رابطه کشورها و یا بلوک بندیهای جهانی، بر کیفیت و میزان جهان شمول بودن آن تاثیر گذارده است. مطالعه و بررسی آن عوامل و دامنه و عمق تاثیرات مورد نظر هرگز به گستردگی و ژرفای آنچه سرمایه داری معاصر بر روزگار المپیک آورده نبوده است. مطلب حاضر تلاشی در جهت مطالعه جنبه هایی از چگونگی سازماندهی و تاثیرات برگذاری سرمایه دارانه بازیهای المپیک لندن میباشد

هم اکنون بازیهای المپیک در شهرهای مختلف بریتانیا و بویژه لندن در جریان است. اخبار و گزارشات مسابقات بطور مستقیم و با سرعتی حیرت آور در سراسر جهان پخش میشود. شاید بجرات بتوان ادعا کرد هیچ بخشی از جامع انسانی، چه آنها که از شرکت و یا اعزام نمایندگان خود محرومند و چه جوامعی که بهر حال کم یا بیش در مسابقات حضور دارند، از تبعات ‘بیزینس’ محور اطلاعات، تبلیغات، تفسیرها و پیامهای تصویری و سمعی مخابره شده مصون نمانده اند.

Continue reading