القاعده بلا و مصیبت است
شهید محمد هاشم وطنوال
زمونږ حجره به زیات وخت د ميلمنو نه ډکه وه، دا چې کله به پکې په ارامه اواز مرکه کيده او کله به پکې په جګ اواز . د جګ او ارام اواز به فرق دومره وو چې ماته به له ورايه دا مالومات کېده چې په حجره کې څوک ميلمانه دي. دا چې په قه قه خنداګانې به راتلې او په حجره کې به د شور او خندا ډک مجلس وو ، نو زه به پوهیدم چې دا بل څوک نه دې بيا همغه د خندا او مينې نه ډک تره مې دی. نود زړه به مې وغوښتل چې تر هر څه د مخه ورشم اوخپل ګران کاکا ته سلام ورواچوم. کله به چې خونې ته راننوتم نودده څخه به مې يواځې او یواځې د مينې، محبت او هڅونکي الفاذ اوريدل، زویه، شاباس، د مور شېدې دی شه، افرين او همدا شان نور. ددغه لفظونو په اوريدو به ما خورا انرژي اخسته او نور به هم لا ښه کارونو ته هڅیدم.
شهید محمد هاشم وطنوال
ای زما ګرانه کاکا جانه ای زما مهربانه کاکا جانه !!! زه په تا پسی ډیر خپه یم او ډیر می یادیږی . ته څومره مهربانه وی ته څومره زړه سوانده وی ته څومره مینه ناک وی . اوس پدی ښه پوهه سوم چی تا زما او د ټولو د پاره د هندوکش د غرونو حیثت درلودی. ستا په نه موجودیت کی د هیڅ شی په خوند او مزه نه پوهیږم دا هر څه خو په تا خوندور وه او په تا باندی ښایسته وه . ستا په تلو سره د ټولو شیانو خوند هم تللی دی . هری خواته ته چی ګورم ستا دا ښایسته ، مینه ناک او مهربانه اواز می تر غوږو کیږی او هری خواته چی ګورم ستا دا سپیڅلی ، ښایسته او نورانی مخ می سترګو ته کیږی . کوم وخت چی ستا تصویرونو ته ګورم دا احساس کوم چی ته به اوس ږغ راباندی وکړی او هغه کیسی به راته شروع کړی کومی چی به تا همیشه راته کولی او ستا د هغو کیسو د اوریدولو احساس کوم چی تا به راته ویل چی زموږ په کور کی تر ډیره وخته ماشوم نه وو او له ډیر وخت وروسته ستا( شهید وطنوال ) په پیدایښت سره زموږ په کور کی یو نوی ژوند راوغوړیدی او زموږ پر کور د لمر وړانګی ولګیدی او زموږ کورنی د میراثیت څخه وساتل سول او بیا زما پلار زموږ په کور کی پیدای سو ….. او د هغو کیسو انګیزی می تر غوږو کیږو چی ته به د خپل کاکا سره ښکار ته تللی وو او تا به دی د هغه وخت کیسی ماته کولی ……… خو زه تر اوسه دا فکر کوم چی ته زموږ سره یی او ستا د شهادت اوازونه چی اورم فکر کوم چی زه یو ډیر خطر ناک خوب وینم او هیڅ می زړه ته نه لویږی چی ته دی زموږ سره نه وی . تا موږته داسی کارنامی پرایښی دی چی د هغه په یادولو سره زه او ستا هر دوست ،ملګری او هر افغان افتخار کوی . ته زموږ په زړه کی وی او تر هغه وخت پوری به وی ټر څو چی موږ هم ستا همجواره سوو. ګرانه او مهربانه کاکا جانه ! تاته دی الله پروردګار جنتونه در کړی او روح دی د همیش د پاره شاد وی . زه هم وعده کوم چی ستا د لاری پیرو ۍ به اوسم او ستا لاره به غوره کوم او ستا د ارمانونو د پوره کولو د پاره به همیش په تلاش کی اوسم . (غفار وطنوال ) بې له تا دغه وطــــــــن څومره نیمګړئ دا مالمو دغه سویډن څومره نيمګړئ وطنوال خو د غریبو خـــــدمتګار وو بې مالیاره وي ګلشن څومره نیمګړئ ( هلمند شېرزاد)
دشهيد وطنوال دژوند او کارنامو
دشهيد وطنوال دژوند او کارنامو په هکله يوه لنډه يادونه !
دمازديګر ۵ بجی وی اود سويدن دمالمو په ښارکې دجلا وطنې او غربت په جونګړه کې دخپلې کورنې سره ارام اود حالاتو څخه ناخبره ناستوو چې ناڅاپه تليفونونه يوپه بل پسې دافغانستان، سويډن اونورو اروپايي هېوادونو راپيل اوزموږ دارامې فضا يي ګډه وډه او پر موږيي دغم او ماتم وريځی راخپری کړی .
ددی ساعت تليفونونو د پخوا څخه توپير درلوده .پخوا به کله چې دوستانو تليفونونه راتلل نو په اوريدو سره به خوشحاله او پر شونډو به مو موسکاوی راغلی . ولی دا ځل ددغه تليفونو اوازونه بل شانته وو ، دا اسماني تندر دتوپونو اوچاودنو دوحشي ږغونو په شان وه ، داسی دخواشنی انګازې يي زموږ پر فضا راخوری کړی چې غوږونه مو ډپ ، سترګې مو توره تياره، عقل او فکر ونه بی هوسه ،زړونه په تپيدو ، اوښکې بيله اختياره پر مخ راپريوتی .
داناوړه او زړه خوځونکي خبرپه بيا بيا د تيلفون د څپو له لاری دوام پيداکړ .
