د شهیدانو سالار

د شهیدانو سالار ارواح ښاد محمدهاشم وطنوال دپرتمین شهادت دلومړي تلین په ویاړ!

په دعاګانواودرودونو … دافغانستان ملي ګوند درانه مشرتابه، په کوردننه اوله کوره بهرخورو ورو ویاړلو ملګرواو په ځانګړي توګه دارواح ښاد قدرمنې کورنۍ ته دزړه له کومي تسلیت وړاندې کوم اود پاک خدای (ج) څخه ورته په فردوس جنت کې  دسترمقام هیله اوغوښتنه لرم.

ارواح ښاد وطنوال صاحب په رښتیاه هم دومره سپېڅلی، داراموعصابوڅښتن په ټوله مانا مو‌دبه، د عالي کلتوراوفرهنګ لرونکی شخصیت و. هغه متواضع اوپه بشپړدرنښت یې   دنوروخبرو، وړاندیزونو او نیوکو ته په سړه سینه غوږ نیوه، چې هره ناسته یې خپلو دوستانواوملګروته د پوهي او لازمي مرستي د ورکولو مانا درلوده. که دخبرو او مباحثو په لړکې به مقابل لوری دخپل حد اوچوکاټه بهر احساساتي هم شو، ده به په خاص مهارت ، نرمه، علمي اومنطقي ژبه هغه بیرته خپل حد ته راوست، چې د مینې او متقابل درنښت ولولې به سرترپایه خورې وې

Continue reading

شهید محمد هاشم وطنوال

شهید محمد هاشم وطنوال

شهید وطنوال ته سلام ورلیږم جنت پیردوس ته پیغام ورلیږم

چه می ستا د ښکلی مخ نــــــنداره وکړه
رانه پاتی نور د ښکلو نــــــــنداری شوی
چه په بله خوا دې مخ راځيــــــــنی واړاو
په ژړه ژړه می دواړه سترګي سری شوی
چــــه د خوا نه می روان په بله خوا شوي
نو په زړه می د ماتم خــــــښی اری شوي
چــــــــه ته تللی ما په سترګو کی ساتـــلی
ګرمي وني می رګونو کــــی سړی شوي
۰۰۰۰
شولو غم دی په ما بار په څټو څټو
اوړم راوړم ستا له غمه په سکروټو
ړوند په سترګو دې شم تا چه ليدی نشم
څنګه ويــــنم دښمنان په غـــټو غــټـــو
ستانه ځار شم ليوني دې شوم له غــمه
اوس می ولی ماشومان په کاڼو ګټـــــو
۰۰۰
ټوله ورځ می سترګی ستړی په ليدو شی
اخــــــــوا دخـــوا لـــــټـــــوم ته په نــــظر
شپی می هم لکه د ورځی همدا حال وی
لپی اوښکی تـــــــــويومه تـــــر ســــــحر
هيڅ په ځمکه او په کټ نــــه ارامـــيــږم
لکه پروت وي څوک د غنو په بســـــــتر
توفاني خيال می تنها يوازی خـــــــــــــال
وړي راوړي لکه څپــــــې د سمـــنـــــــدر
بــــی له تا می ژوند بی حده ډير تريخ شوی
خدايه ژر می کړی د خال په خوا وربــــــر
که می خال په غيږ کی راشی نو به جوړ شم
که نـــــــــــــه دې دنـــــــيانه ځم پسی بـــــ

Aftab Jaan

د شهيد محمد هاشم وطنوال د شهادت يو کال پوره شو

د شهيد محمد هاشم وطنوال د شهادت يو کال پوره شو

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ګرانو ملګرو  د سنګر يارانو

د 2012کال د جولای ۱۷ نټیه  د يوه زړه ور وطنپالونکی شهيد هاشم وطنوال د شهادت کاليزه ده . پوره يو کال د مخه په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی او د افغانستان ملی ګوند د رييس  مرستيال ، د ګران هيواد د آبادۍ او خلکو د نېکمرغۍ د لارې  زړه ور او نه ستړی کيدونکی  مبارز هاشم وطنوال د هيواد او افغان ولس د دښمنانو د نا ځوانمردانه تروريستی بريد په پايله کې په تراژيکه توګه په شهادت ورسيد . د سرلوړی او زړه ور وطنوال د سنګر يارانو د يوې لويې تشې د احساس سره سره د خپلو سورمخو شهيدانو او د هغوی له منځه د اتل شهيد وطنوال د سپيڅلو آرمانو په لاره کې د لا غوڅې او ټاکونکی مبارزې تکل کړی دی . مونږ د ټولو وطنپالونکو شهيدانو په پاکو وينو لوړه کړی ، چې  د هيواد د آزادۍ او آبادۍ او خلکو د نېکمرغۍ او د انسان مقام ته د درناوی توغ به د وطنوال په څېر د ژوند تر آخری سلګۍ پورې اوچت ساتو . د هيواد د ټولو وطنپالونکو اتلو شهيدانو د آزادی غوښتونکو مبارزو له وياړه ډک دودونه به پالو . مونږ به د انسانيت ، ورورولۍ ، برابرۍ ، دوستۍ او ګډ انسانی ژوند له پاره بل شوی څراغ د خپلو وينو په بيه ځلاند او روښانه وساتو . مونږ به د هيواد ټولو تيارو ګوټونو ته د هغه څراغ رڼا ورسوو، کوم چې د شهيد وطنوال په څېر د نورو زرګونو شهيدانو او وطنپالونکو په اوسپنيزه اراده بل شوی دی . شهيد وطنوال د يوه رسالتمند انسان په توګه د تاريخی دندود اجراء ، ملی او وطنی موخو ته د خدمت په ډګر کې نمونه وړاندې کړی ده . تاريخ زړه ور او په سرتېر، اتل وطنوال په خپله وياړلی غيږه کې په اوچت او نه هيريدونکی مقام وټاکه .

 

سړيتوب په دنيا نه دی په نرتوب دی

پاچاهان په پاچاهۍ کې وی زبون

چې قدم ور باندې کيږدې سر يې درومی

وطنوال کاوه په داسې لارو يون

يو د بل په ځای راځی د دنيا دود دی

وطنوال قايم مقام شو د مجنون

( له خوشاله اقتفاء )

Continue reading

اعلاميه

د پروان په ولايت کې د يوې ځوانې افغانې ميرمنې د بې رحمانه وژنې په هکله
د افغانستان ملی ګوند د اروپايي شورا
اعلاميه
نيټه : د جولای لسمه ۲۰۱۲ کال

بنسټ پالونکو جنايتکارانو د يوې بلې ځوانې افغانې مېرمنې په وينو لاسونه سره کړل . د پروان ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې د وحشيانه وژنې وروسته ، دا د افغان ښځو پر ضد دوهم بګنوونکی بريد دی چې افغاني ټولنه او نړيوال يې هېښ کړي د ي .
په داسې حال کې چې دافغانستان ملی ګوند اروپايي شورا د بنيادګرو وحشيانو دا بريد په سختو ټکو محکوموی ، باور لری چې په افغاني ټولنه کې د ښځو د نهضت د پياوړتيا او پراختيا مخنيوۍ ددې ډول انساني ضد بريدونو اصلی موخه ده . . د ښځو سره کينه او دښمني د بنسټ پالو افراطيونو ټاکوونکي ځانګړتيا تشکيلوي . زمونږ ټولنه بنسټ پالنې ، ترور او جګړې يرغمل کړی ده . امنيت او قانونی مصؤنيت د انسان د لومړنيو او بنسټيزو حقوقو په توګه د وسله والو بنيادګرو له خوا د پرلپسې ګواښ سره مخ دي . قانونی ارزښتونه ، انسانی او مدنی حقوق ، د افغاني ټولنې غوره او منل شوي دودونه د نننۍ واکمنۍ د ننه او د هغه څخه د باندې بنسټ پالو له خوا په پوره بې شرمۍ سره غوبل کيږي .
په داسې حال کې چې نړيوال د افغانستان د اوضاعو د رښتيني بدلون سره خپل ملاتړ او ننګه په اوسنۍ واکمنۍ کې د بدلونونو سره تړي او بدلونونه د رښتينو وطن پالونکو له فعالې ونډې پرته ممکن نه دی، د افغانستان ملی ګوند د خپلې ځنډ نه منونکی دندې په توګه ، زمونږ د هيواد لپاره په دې ټاکوونکو او تاريخي شيبو کې پر ټولو سياسي ګوندونو ، سازمانونو ، مدني ټولنو ، سياسی او ټولنيزو شخصيتونو د يوه سراسري ملي ډيالوګ د بې درنګه پيل کولو او نه
ماتيدونکي ملي يووالي لپاره غږ کوی . افغان وطن پالونکی دنده لری چې د لا نورو مناسبو موکو او فرصتونو د ضايع کيدو مخه ډب کړي . د افغانانو ملی يووالۍ او پيوستون د افغاني ټولنې د ودې او بقاء ضامن دی .
وياړ دې وي پر افغان مېرمنو !

د افغانستان ملي ګوند اروپايي شورا

مزاجی ناروغي

داکتر بادام شفق ٬ په ډنمارک کی دغنس دمرکزي روغتون ددماغي سکتور دسرویس مسؤل ډاکتر

مزاجی ناروغي (دریمه برخه)

دډپرېشن اصلي نښې:

د ډپرېشن اصلي تشخیصيه نښې عبارت دي د خپگان، د شوق او دلچسپۍ له لاسه وركول او د انرژۍ دكموالي او ستړيا څخه .

د لاندې درې اصلي اعراضو څخه اقلاً دوه اصلي اعراضه د دوه هفتو لپاره بايد موجود وي چې په ناروغ د ډپرېشن Continue reading