شعر

نورمحمد غفوري

 

په یووالی کې قوه ده

ژوندی حــــــرکــــت  وکــــړه چــی بـــدلــــه زمـانـــه ده

او پـــاتـه ځـنې نــــه شــې دا روانــــــه قـافــلـــه ده

چې لویـږې بیا جګــېږه مخ په وړانـــدې حـرکــت کــړه

قــوي انســان هــغـه دی چـــې ئې ټـیـنګـــه اراده ده

نن پام کړه د پـرون غوښتنې نــــــورې زړې ښــکاري

ځــان نوی کـړه افـغــانـه د ژوندون نوې خواسته ده

د سولې په لـور درومه د مشکل ګــریوان کړه څــیرې

واحـــد شه ســره یـوشـــــه چې یــووالي کې قــوه ده

پرمخ ځه وړاندې ګــوره په شاتـګ کې ګــټـــه نشـــته

بـدل ویــنم ځـــواکــــونــه نـــوې رنګ مــبـارزه ده

هدف چې ژوندکې نه وی هغه ژوند خوشې عبث وي

په مړو کې ئې شمیره چې ئې زړه کې مړه  اسره ده

مأیوس نه شې هیڅکله (غفوری) متانت غواړي

د ســتر مـرام لــپاره ضرور ســتره حوصله ده

 

دګوندونو مرامونه او فرعي موخې -دوهمه برخه

مخکې (په لومړۍ برخه کې) مو ولوستل چې د ګوند په ستراتیژیک مرام کې د اوږدې مودې له پاره په عامو جملو، مختصر ډول او په یوڅه مجرده بڼه د ګوند اساسي ستراتیژیکې غوښتنې، موخې او ارزشونه لیکل شوي وي او له هغو څخه ښکاري چې ګوند د کومو ټولنیزو طبقو او ګروپونو په ګټه کار کوي؟ د کومو اساسي ارزشونو دفاع او د کومو نورو په وړاندې دریږی؟ د اقتصاد، کلتور او سیاست په برخه کې د کومو قوانینو د جوړیدو ننګه او د کومو نورو مخنیوی کوي؟ داسې چې ګوندي مرام د تاریخ په جاده کې د ګوند د حرکت اساسي مسیر او تګ لوری ټاکي، خو په هغه کې د ټاکلي وخت او روځنیو مبرمو مسئلو له پاره د ځواب موندل او یا د واکمنۍ په مختلفو پوړونو کې د ګوندي اهدافو وضاحت په تیره بیا د عامو وګړو له پاره ستونزمن وي. Continue reading

شعر

نورمحمد غفوری

زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم              

          ډیر ظلمونه،  استـــبداد  او نا کــــردې            په ما   وکـــول  نامـــردې  زمــــــــانې

        په غمونو کې پیدا سختو کې لوی شـوم            په زحمت کې تـــیروم لا ورځـې،  شپې

        په سړو او په ګرمو او شکــنجو کـــی             فلک وکړې  په ما   ډیرې  تجـــــــربې

        لا هــــنوز که د  ثبات امــتحان اخلی؟             ور پــه ګـوته بـه کـــړم نورې نــښا نې

        پریږده پریږده چی ارمان ئی پاته نشی             هــره خـوا دې را تـــه بلې کــړي لمبې

        زه به خپل د هدف لوری ته لار  باسم             څوک چی څه کوی هغه د کړی نخری!

خیر که ته ئی رانه بیله زې تنها کړم

را ســره دی  ســتا د مینی خاطـرې                               

                                                                                                5.06.1982

                                                                                                بلغاریاــ صوفیه

در شرایط موجود ملی و بین‌المللی چه باید کرد؟

دیریست جهان ما به ‌سوی ناامنی‌ها و بی‌ثباتی‌ها سوق داده شده است. در اثر جنگ‌های تحمیلی بر مردم ما و بعضی از کشورها از جمله شرق میانه و اروپای شرقی روزانه صدها انسان بی‌گناه و مظلوم نیست و نابود می‌گردند.

بی‌اعتمادی میان کشورهای مختلف جهان، تخریب محیط زیست و نابودی تمدن باستانی بشریت روز افزون گردیده؛ ملل متحد و حامیان دروغین حقوق بشر و کشورهای بزرگ جهان در مهار کردن و کنترول عوامل نابودی کرهء زمین دستاوردهای بشریت ناتوان گردیده‌اند؛ زیرا در بعضی از حالات و اوضاع مشخص کشورهای بزرگ صنعتی مانند ایالات متحده امریکا، اتحادیه اروپا، جاپان و غیره در راه اندازی و شعله‌ور ساختن جنگ‌های منطقوی و تلاش برای دستیابی به منافع سیری ناپذیرشان مذموم و متهم می‌باشند. Continue reading

د افغانستان دخلکودترقی ملي ګوند کړنلاره

  بسم الله الرحمن الرحیم

 سریزه :

د افغانستان خلک دشلمی پېړۍ په سرکې دمشرطيت، خپلواکۍ، جمهوریت، ازادۍ ، پرمختگ، ټولنیزعدالت او دموکراسۍ د افکاروسره اشنا شول او په دې لار کې يې د تشکل او قربانۍ لپاره د همت ملا وتړله. سياسي او ټولنيز لرليد، خپل مشترک او مستقل هيواد ته د خدمت او پاکو لاسونو فرهنگ د ترقۍ او نوي کولو د نظرياتو سره يو ځای د سياسي کړيو په منځ کې لاره پرانيسته.

ترقي غوښتونکو غورځنگونو د ټولنيزو مدعيانو محتوا پيدا کړه او زموږ هيواد له منځنيو پيړيو څخه مدرن ژوند ته لار پرانيسته .  د افغانستان د خلکو دغه سياسي بيداري، ترقي غوښتونکي او عدالت لټونکي افکار او د بشريت مشترک ارزښتونه د هيواد داستقلال، نوي کولو، ټولنيز عدالت او دموکراسۍ لپاره د افغانستان د خلکوترقی ملي گوند د مبارزې دلارې روښانونکی ميراث دی. Continue reading