بسم الله الرحمن الرحیم
سریزه :
د افغانستان خلک دشلمی پېړۍ په سرکې دمشرطيت، خپلواکۍ، جمهوریت، ازادۍ ، پرمختگ، ټولنیزعدالت او دموکراسۍ د افکاروسره اشنا شول او په دې لار کې يې د تشکل او قربانۍ لپاره د همت ملا وتړله. سياسي او ټولنيز لرليد، خپل مشترک او مستقل هيواد ته د خدمت او پاکو لاسونو فرهنگ د ترقۍ او نوي کولو د نظرياتو سره يو ځای د سياسي کړيو په منځ کې لاره پرانيسته.
ترقي غوښتونکو غورځنگونو د ټولنيزو مدعيانو محتوا پيدا کړه او زموږ هيواد له منځنيو پيړيو څخه مدرن ژوند ته لار پرانيسته . د افغانستان د خلکو دغه سياسي بيداري، ترقي غوښتونکي او عدالت لټونکي افکار او د بشريت مشترک ارزښتونه د هيواد داستقلال، نوي کولو، ټولنيز عدالت او دموکراسۍ لپاره د افغانستان د خلکوترقی ملي گوند د مبارزې دلارې روښانونکی ميراث دی. Continue reading





