قيوم :
څلرمه اوورستۍ برخه
۴- څوک دستونزي دوام غواړي؟
لنډجواب : زه،ته اوټول.
لازمه ده دلته داخبره ولیکم : فکرکوم واقیعت لیکم دکوم کس یا ګروپ دخوشحالۍ اویاخپګان په خاطر نه ،بلکي دخپل درک اومسؤلیت له مخي.
هر دولت،هره ټولنه اوهرشخص باید ترخپلوشخصي ګټوزیات وعمومي مفاداتو ته معتقد اومتعهدوي. خوهریوددوی څخه باید دخپلي بقأ ،ښه ژوند اونورپرمختګ دپاره هم تلاښونه وکړي.دولتونه باید دولسونوسره اوټولنه باید دخپلوافرادوسره په ګډه دبد بختیو مخه ونیسي.
تجربه اومشورې دژوند خوند زیاتوي ،جدیت ،حرکت جنش اوفعالیت دژوندمعنی اومفهوم دی.
پردې نابوده دنیاهره لویه اووړه لوبه جوړول،هره نقشه تړل،هر ستونزه اوتوطیه جوړول ،دلویوقدرتمندو دولتونو کار وي. دستونزو دجوړ یدو مقصد یې جوړونکو ته معلوم وي،دشروع اوختم نیټې يې دوی سنجوي. موږاو تاسي ته یې لکه څنګه چي ددوی ا هداف مرمُوز دي، دوام او ختم يې دواړه راته مرمُوزوي . داسمه ده چي موږاوتاسي دتصمیم نیونکو څخه نه یوو.لاکین موږ مخنیوی کوونکي کیدای سو، په هغه صورت کې چي متحد اوسو .
مګرپه تاسف سره زموږ زیات منورين اوس هم د تماشا چيانوغوندي لاس ترزنه ناست دي.صرف دونه وایې چي دالوبه پردوشروع کړیده دیوه هدف دپاره . خپل نقش په خپله نفي کوو،ترڅوچي مو ځانګړی مادي ګټې نه وي عمل نه کوو. سوال دادی زما اوستا مسؤلیت دیوه انسان په حیث څه دئ؟.
دوی(دښمن) متحدانه عمل کوي دوی لمړی دخپل پلان دتطیبق دپاره په سيمه کي دخپلو اجنټانومرستي ته اړدي، څودخپلو اجنټو پرلاس دمنطقي دولسو نوپه منځ کي بې باورئ اومخالفتونه دې حدته ورسوي،څوولسو نه په رضأ دپردو لاس وهنوته ښه راغلاست ووايې.
موږدآګاه خلګو په حیث باید څه کړي وای؟ یا اوس باید څه وکړو؟داپوښتنه باید هریودځانه وکړو.
بل دښمن ته په عام ولس کي د نفاق اچولوښه،غوره اواسانه لاره دمذهب اوعقیدې څخه ناوړه استفاده ده .
په هغوټولنواوهیوادوکي چی دعلم اوپوهي سره اشنائې وي هلته دولسونو دپاکو احساساتوڅخه منفي ګټه اخیستل دښمن ته ساده نه وي .
