تر هرڅه لومړی دیو ملی ، سراسری ګوند دجوړولو په لور ستاسی هلی ځلی دقدر وړ دی او موږ یی دزړه له کومی ستاینه کوو .
دافغانستان ملی ګوند مشری په دی باور ده چی په دی نازکو او حساسو شرایطو کی هیڅ یو کوچنی تیت او پرک ځواک نه شی کولای چی دملی ګټو دلاس ته راوړلو جوګه شی او ددارنګه هلو ځلو پایلی به بی اغیزی وی . نوځکه یو ځل بیا ستاسی په خبرتیا رسوو چی دملی ګوند رهبری ستاسو درالیږل شوی ﻫﻴﺌﺖ سره په لیدنه کتنه کی ددموکراتیکو اصولو پر بنسټ دمخکنی قید او شرط پرته دیووالی لپاره خپل تیاری اعلان کړی ؤ او دیووالی په اړوند زموږ دملی ګوند د دویمی کنګری پیام هم ددی لپاره چی ستاسی په رابلل شوی پراخه غونډه کی ولوستل شی ؛ ستاسی په اختیار کی در کړل شوی ؤ خو په تاسف سره چی پیام ستاسی په غونډه کی ونه لوستل شو .
په هر حال ، څرنګه چی وخت په چټکی سره مخ په تیریدودی او په هیواد کی سیاسی او ټولنیزی پیښی دهری ورځی په تیریدو سره چټک بدلون مومی او نوی کیږی . دساری په توګه ( دولسمشری او ولایتی شورا ګانو ټاکنی … ) رانژدی کیدونکی دی ، نوموړی شرایط ټول هیواد پال ، مترقی او دموکراتیک ځواکونه دی ته اړ باسی تر څو په خپلو منځو کی سره یو موټی او د د ې جګړې ځپلی خاوری د خدمت د پاره تیار شی . نو ځکه دافغانستان ملی ګوند ملګری دټولو سوله غوښتونکو ، مترقی ، ملی او دموکراتو ځواکونو ، ګوندونو ، شخصیتونو او په ځانګړی توګه ستاسو همفکرو او هم سنګرو څخه داهیله لری او وړاند یزکوی تر څو دوخت دضایع کولو پر ته د سرتاسری ګوند دجوړولو لپاره او چت ، زړ وراوګټور ګامونه واخلی .
دافغانستان ملی ګوند دپورته یاد شوو ملګروسره دقید او شرط پرته ددموکراتیکو اصولو پربنسټ هر ډول تشکیلاتی یووالی ته تیار او دعمل لپاره سترګی په لار دی .
په در نښت
دافغانستان ملی ګوند رﻳﺲ
عبدالحی مالک