د همزولي صاحب له شعرون

 

هرچاته  ځان  خپله  هنداره  کې زمرى ښکاري

ځکه  عاقل  په  لېونو  کې  لېونى  ښکاري

تندى  کړې  ګونځې  په  غوسه  دې رانه مخ واړوې

ولې  مې  ګل  غوندې  نظر  درته   اغزى ښکاري

زه  لکه  لمر  خواته  درځم ته لکه ستورى تښتې

په  عادتونو  کې  دې  دا عادت   پردى  ښکاري hmzvli

لا  يې  دتورې  نه  چې  ستا  دوينو  وږم راځي

شهيده  ولسه  تاته   څنګه   سکنئ   ښکاري

د  ژوند  په  لار  يې  له اوياو  اړولى   قدم

همزولى  هسې  په  همزولو کې ځلمى ښکاري

 

د افغانستان د ملي ترقي ګوند د اروپا شورا د مبارکۍ پيغام

د ۲۰۲۰ م جولای ۴ مه

په خوښي مو خبرتيا تر لاسه کړه چې د افغانستان په پلازمينه تاريخي  کاپل کې، چې د هېواد د ملي او وطنپالونکو غورځنګونو د رامينځ ته کېدو او ودې ځانګو ده، يو وارې بيا د جولای په درېيمه نيټه د افغانستان د ملي ترقي ، د افغانستان د ملي يووالي ګوندونو او څلورو نورو ملي وطنپرستو سياسي سازمانونو تر مينځ د واحد ګوند په نامه د ګوندي سازماني يووالي د بنسټ ډبره د ګډ هوکړه ليک او لنډمهاله نورو ګوندي اسنادو د موافقه کولو لاسليک وشو . د ګوند د اروپا شورا، اړوند ګوندي شوراګانې او ګوندي غړي، د پورته شوي ګام له امله زياته خوښي ښکاره کوي ، ګوندي مشرتابه ، د هغه غړو او په موافقه کې د شاملو ګوندونو او سازمانونو مشرانو او غړو ته تودې مبا رکۍ وړاندې کوي. هيله څرګندوي، چې پورته شوى ګام بري ته ورسول شي او د افغانستان په سياسي ډګر کې يو ريښتونى ملي ډموکرات ګوند راڅرګند شي.

زموږ ګران هېواد افغانستان کې روان ناورېن، له زغم او توان څخه پورته جګړې، په ځانګړي توګه د سولې کاواکه بهير چې د وطن ملي هوېت، لوړو ګټو او ملي ارزښتونو خوندي تابه ته يي خطر پيښ کړى او په دې اړوند د شته ګواښونو زياتوالي د خلکو انديښنې ډيرې کړي، د ملي ډموکراټو ځواکونو، ګوندونو، سازمانونو ، خپلواکو سياسي شخصيتونو ، ورسره په څنګ کې د مدني علمي ټولنو او څيرو يووالى او همغزي د هر بل وخت په پرتله اړين کړي.

له نيکه مرغه دغې اړتيا ته زموږ ګوند، نورو ډموکراتو او هېوادنيو ګوندونو او سازمانونو د يوه بې ساري نوښت په پايله کې مثبت ځواب ووايه او په افغانستان کې د واحد ملي ډموکراټ ګوند جوړولو ته په کلکه تيار  شول.

د ګوند د اروپا شورا ، اړوند ګوندي څانګې او ګوندي غړي له ګوندي مشرتابه کلک ملاتړ کوي او د واحد ګوند د جوړولو په ملي سياسي کار او فعاليت کې ګړندۍ برخه اخلي.

مخ په وړاندي د افغانستان د واحد ملي ډموکرات ګوند د جوړيدو په لور !

محمد اسماعيل غرنى  د ګوند د اروپا شورا مشر

 

دافغانستان ملي ترقي گوند د ډاډ گرېرنی پېغام

په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړو چې زمونږ مبارز او همرزمه ملګري دهوایی ځواکونوپخوانی قوماندان ډګرجنرال قهرمان  عبدالوهاب وردګ میرمن دورپښې ناروغې له امله په حق رسېدلې ده.

انا لله و انا اليه راجعون

دافغانستان دملي ترقۍ ګوندد محترم ډګرجنرال قهرمان عبدالوهاب وردګ او د ده درنې کورنۍ سره  په دې ستر غم کې ځانونه شريک ګڼی او د پېښې له کبله ورته تسليت وړاندي کوو.

د لوي خداي ج له درباره څخه بي بي مرحومې ته فردوس جنت اوډګرجنرال قهرمان عبدالوهاب وردګ، د ده درنې کورنۍ او د مرحومې ټولو خپلوانو او دوستانو ته د زړه صبرجمیل غواړو۔

دافغانستان دملي ترقۍ ګوند

 دتبلغ اوفرهنګ کمیسیون.

موقت حکومت، که جمهوري نظام ته توطئه؟

16/06/2020                                              ليکوال محمدالله ساپی

تر یوکال زیاته  موده کیږي چې د موقت حکومت خبیثه ارواح،  د ارګ پر سرڅرخي، او د افغانستان  جمهوري نظام ته دیوڅرګند ګواښ په توګه، کله نا کله د سیاستوالو په خبرو کې ځان څرګندوي. داسې ښکاري، چه  د موقت حکومت، سرپرسته اداره او یا عبوري حکومت په نامه ، سیاسی او تبلیغاتي کمپاین د آی اس آی او سي آی اې د یوې ستراتیژي په توګه طرح شوی پلان دی او پلي کول يې قدم په قدم روان دي. نو ځکه، هره پلا چه د پاکستان او امریکې د استازو کتنه وشي او یاخو دوۍ کابل ته راشي،  نودا بحث په میډیا کې  تود شي. پر دې سربیره، د ډاکتر اشرف غني  داخلي او بهرني رقیبان په هر فرصت  کې د عامیانه اصطلاح  پکارولو سره،  ده ته «د سولې په خاطر ، د قربانۍ»  وړاندیز کوي،  چه  د برلاسوسیاسی لوبغاړو د  شطرنج حرکتونو ته ورته ده.  راځۍ چه دداسې « قربانۍ» او د موقت حکومت د وړاندیزونو  پایلو ته نظر واچوو:

په داخلي او خارجي میډ یا کې، چیرته چه د لویو زبرځواکونو اغیزمن لاس دی، د دوکتور اشرف غني پرضد زهرجن تبلیغ  کیږي، چې ګنې ولسمشر د سولې  پروسې ته خنډ دی او مانع ایجاد وي، بی ګټې انتخابات يې وکړل،  د طالب زندانیان يې سمدلاسه خوشې نه کړل، د متقابلو حملو امر يې ورکړ،  یا برعکس د قتلونو مخنیوی نشي کولی، انحصاري سیاست چلوي، چوکې ساتي، مخالفین يې نه مني، قرباني ته حاضر نه  دی او داسې نور…. نو که دی ګوښه شي  هر څه به سم شي، طالبان به سوله وکړي،   جمهوری نظام به ثابت پاتې شي، افغانستان به ګل او ګلزار شي.

 دا هغه  ریکاټ دی چه  ۲۸ کاله دمخه  د پاکستان د آی اس آی  او امریکې د سی آی اې  له خوا  په ډاکتر نجیب پسې غږول کیده ، هغه وخت  دا پلان ښه وچلیده او نن بیا هماغه پروپاګنده  پیل شوی ده، په دې توپیر سره چه  اوس  روس او چین هم د پاکستان او طالبانو په  خوا ولاړ دي.  یواځې هند، د ملګروملتونو سازمان او د اروپا د اتحاديې ځینې مشران د اشرف غني د سیاست په ملاتړ کې دي.

ـ تاریخي تجربه ښيي، چې هرکله د وسله والو  متخاصمو ډلو په شتون کې  جمهور رییس استعفاء وکړي، او نوی  ولسمشر ، تر هغه چه خپل نظم ټينګوي، زیات شمیر کورونه ، بازارونه او سرایونه به د چورګرو له خوا تالان شي. په زرګونو خلک به ووژل شی . د هر کوچني دولتي بدلون سره به مو د سرای شهزاده په وارو وارو لوټل  له یاده نه وي وتلی !  د کاغذ پر مخ به د موقت حکومت له خوا ډیری دستورونه ولیکل شي، خوهغوی چې د چور او تالان پخې تجربې لري ښې بهانې موندلی شي څو د نوو  چارواکو له فرمانونو څخه سرغړونه وکړي.

د دوکتور نجيب الله استعفاء ته مجبورکولو او د مجاهدينو د مؤقت حکومت خونړی او له جناياتو ډکه تجربه د هر افغان په ذهن کې حک ده . داخلی جګړې، ښکلی او تاريخی کابل د اور په جهنم بدل کړ . د اسلام په نوم مختلفو وسله والو تنظيمونو د شخصی او عامه شتمنيو د چور او تالان او د خلکو د قتل عام تر څنګ داسې بګنوونکی جنايتونه تر سره کړل چې د بشريت په تاريخ کې يې ساری کم ليدل کيږي .

  د خپل وطن ترخه  تجربه مو یاده کړه،  زمونږ د ګاونډي هېواد د هغه زمانې د شوروي اتحاد تاریخ ته  به هم یو نظر واچوو،  چې د ۷۰ کلن  سوپر پاور هیواد، د دویمې نړیوالې جګړې د ګټونکي نظام ،  دولتي اړيکي هغه وخت په آنی توګه وشليدل، کله چې ولسمشر ګرباچوف استعفاء ورکړه . او لوی شوروي هېواد  په څو ورځوکې په پنځلسو ټوټو وويشل شو.  شوروي دولت  په افغانستان کې ماتې سره مخامخ شو. داسې ماته ویتنام کې امریکې هم خوړلې وه، خو د امريکائيانو له وتلو وروسته د ويتنام برحال ولسمشر د خپل هيواد چارې داسې سمبال کړې چې د افغانستان د تراژيکو او ويرجنو پېښو په سرنوشت ګرفتار نه شول. اړین ده چې وویل شي، شوروي دولت د ګرباچوف او ک ج ب  ترمینخ د فکري اختلاف او د هغه د استعفاء له امله  ویجاړ شو.

نتیجه : په هر نامه  او بهانه  چې ولسمشراشرف غني استعفا او «قرباني» ته اړکړی شي، تاوان يې  افغاني ټولنې ته رسیږي. دی خو اکادیمیک او پیژندل شوی نړیوال شخصیت دی، په کومه نامتو موسسه کې به  ښه کار ومومي  او آرامه  ژوند به پیل کړي. خو د ولسمشر «قربانی»، طالب وسله والو ته د فاتحانه راتګ پیغام دی او په دې ډول به د سولې مذاکرات د خونړيو جګړو تر سیوري لاندې د رادیکال مذهبي فیصلو په لوري  حرکت ومومي. دلته سوال د  اشرف غني په فزیکي شتون او یا نه شتون کې نه دی، سوال د هغه سیستم په هکله دی، چې  د سولې په مذاکراتو کې زیږول کیږي. که د مخه  مالوم وي چه اشرف غني قربانی دی، نو سیستم  به  د شریعت د قوانینو د تقویت په لوري مینځته شي،  او هغه  مهال به د ولسمشراو څو تنو روښان اندو رهبري کونکي مقامونه،   جهادي یا طالبي رهبرانو ته  په لاس ورشي،  کوم چه په طبعي ډول  د سیاسی اسلام  او جهادي ارزښتونو  د ټینګولو او ترویج  پلویان دي. مانا دا چې دا  به يواځې د څو رهبری کوونکو مقامونو تغير او تبديل نه وي، بلکې د مدني سازمانونو او دموکرات پلوه ګوندونو فعالیتونه به کمزوري کړای شي،  د بیان آزادۍ، د هنر، موسیقي او تلویزیونونو پروګرامونه ، د ښځو او نجونو  کار او تعلیم به د شریعت په  قید او بند کې راشي. او دا  د  ډیر ښه  حالت تمثیل دی، چه د ډانګ، لښتو، کیبل کاري، لاس پریکولو او سنګسار نه پرته  فضا کې به دولس په برخه وي.

همسایګان، به د اشرف غني د  جنجالونو څخه، د اوبو د مهارولوپرسر، ایراني او پاکستاني فرهنګ د خپرولو د مخنیوی، د سرحدي کړکیچونو لانجه او داسې نورو مزاحمتونو د ختم سره د آرامۍ او خوښۍ احساس وکړي. پاکستان او ایران به د خپلو ملي پلانونو سره سم،  کرار کرار افراطي  ډلې ، داعش، لشکر طیبه، فاطمییون او نور تروریستان  مونږ ته استوي، چه اسلامي دولت د هغوسره په جنګ اخته وي او د یو غښتلي نظام د جوړولو فرصت  ترلاسه نه کړي.

د امریکا متحده ايالات،  چې د اشرف غني څخه دده د نافرمانیو، د امریکايي لومړيتوبونو په وړاندې د افغانی ګټو د طرح کولو ، د آی اس آی  افغان ضد ستراتیژیو سره د نه توافق له امله او د مستقلو اقتصادي پروژو د طرح کولو په دلیل خوابدی شو ، د يوه ځواکمن افغان دولت د جوړيدو، د نشه ای توکو او تروريسم سره د مبارزې د  رسمي ژمنو  څخه په شا شو.  پاکستان ته يې مخه کړه، دوتلو قرارداد  يې لاسلیک کړ، چه ګوندې انتخاباتو کې بری تر لاسه کړي او خپلې ماتې جبران کړي،  نو هرڅه يې پاکستان ته وسپارل، هلته د تروريسم د توليد او صدور له بربنډو مرکزونو او اردو ګاوو پرسريې سترګې پټې کړې او طالبانو ته يې د امریکې د ګټو دساتلو په بدل کې غوړې وعدې ورکړې.  اوس،  هسې چه پاکستان او ایران غواړي ، امریکې ته هم یو ضعیف، بیرته پاتې او اړافغاني نظام جوړول پکار دي، چه  پاکستان پورې به تړلی وي.  په راتلونکي کې د امریکې، روس، پاکستان او چین د  جوړجاړیو په نتیجه  کې به  د سیمې اقتصادي پروژې جوړیږي او  اسلامي دولت ته به  د تطبیق په موخه سپارل کیږي.

د لیکنې موخه دا ده، څو د مؤقت حکومت د جوړیدو او د اشرف غني د « قربانۍ»  د ګواښه ډک اړخونه وڅيړل شي. هغو شنونکو، مبصرينو او مبلغانو ته کوم چې د موقت حکومت جوړښت  او د اشرف غني مخکې له مخکې  استعفا،  د سولې له پاره اړين شرط بولي ، بايد څرګنده شي  چې  د دوی دا اشتباه به هیواد او خلکو ته  خورا غمجنې او جبران نه منونکی پایلې ولري. بايد په عقلانيت سره د خپلو ځان غوښتنو او عقدو له پنجو نه په خلاصو ماغزو، د تراژيدۍ تر پیښیدو د مخه ګواښونه وپيژنو او د موجوده سياسی نظام د ساتلو په هوډ سره يو لاس او متحد شو.  په همغږۍ کې کولای شو د دې خطرناکو ګواښونو مخه په ميړانه سره ډب کړو. مننه.  ۲۸/۳/۱۳۹۹

دافغانستان د ملي ترقي گوند ددارالانشاد خواشنی دڅرگوند ونې پئغام

دگروال لعلمحمد

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال جوزا ٢٦مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرترلاسه کړچې دملی اردو متقاعد افسر، سیاستوال اودهیواددمترقۍ نهضت فعال غړی په خلکواووطن مین ملی ګټوته ژمن سیاسی اونظامی شخصیت لعل محمد خان دورپيښې ناروغۍ له امله له پاتیدونکې نړۍ څخه سترګې پټي کړي او زموږ څخه د تل له پاره جلا شو .

د ارواښاد ډګروال لعل محمدخان روح دې ښاد او یاد دې تازه وي!

خداي بښلی ډګروال لعل محمدخان یو مسلکی، کادری وطنپاله افسراو د افغانستان د خلکو د ګټو یو ستر مدافع ؤ۔

 اروښاد لعل محمدخان د سولي او ثبات د تأمین کلک ملاتړ کاوه.اوپه سیاسي ډګرکې ګوندي اتحادونو او یووالي ته ژمن ؤ، تل یي په ثبات لرونکو اتحادونو او یووالي ټينګار کاوه.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د لعل محمدخان په ناببره مړینه سخته خواشینې څرګندوي او د ارواښاد نه شتون د سیاست ډګر او د هېواد ملي مسلکي کادرونو جبهو ته دروند ګزار بولې. له لوي خداي ج غواړي چې متوفا ته جنت ورکړي او د هغه دردمنې کورنۍ او عزیزانو ته د زړه صبر او عوضونه ورکړي.

د ګوند دارالانشأ د پيښ شوي لوی غم کې داروښادلعل محمدخان د درنې کورنۍ غړو اوخپلوانو ته تسلیت وایي او په پيښ شوي غم کې ورسره ځان شریک ګڼي.

انا لله و انا الیه راجعون!

عبدالحی مالک

  د افغانستان ملي ترقۍ ګوند ریس