د افغانستان د ملي ترقي ګوند د اروپا شورا د مبارکۍ پيغام

د ۲۰۲۰ م جولای ۴ مه

په خوښي مو خبرتيا تر لاسه کړه چې د افغانستان په پلازمينه تاريخي  کاپل کې، چې د هېواد د ملي او وطنپالونکو غورځنګونو د رامينځ ته کېدو او ودې ځانګو ده، يو وارې بيا د جولای په درېيمه نيټه د افغانستان د ملي ترقي ، د افغانستان د ملي يووالي ګوندونو او څلورو نورو ملي وطنپرستو سياسي سازمانونو تر مينځ د واحد ګوند په نامه د ګوندي سازماني يووالي د بنسټ ډبره د ګډ هوکړه ليک او لنډمهاله نورو ګوندي اسنادو د موافقه کولو لاسليک وشو . د ګوند د اروپا شورا، اړوند ګوندي شوراګانې او ګوندي غړي، د پورته شوي ګام له امله زياته خوښي ښکاره کوي ، ګوندي مشرتابه ، د هغه غړو او په موافقه کې د شاملو ګوندونو او سازمانونو مشرانو او غړو ته تودې مبا رکۍ وړاندې کوي. هيله څرګندوي، چې پورته شوى ګام بري ته ورسول شي او د افغانستان په سياسي ډګر کې يو ريښتونى ملي ډموکرات ګوند راڅرګند شي.

زموږ ګران هېواد افغانستان کې روان ناورېن، له زغم او توان څخه پورته جګړې، په ځانګړي توګه د سولې کاواکه بهير چې د وطن ملي هوېت، لوړو ګټو او ملي ارزښتونو خوندي تابه ته يي خطر پيښ کړى او په دې اړوند د شته ګواښونو زياتوالي د خلکو انديښنې ډيرې کړي، د ملي ډموکراټو ځواکونو، ګوندونو، سازمانونو ، خپلواکو سياسي شخصيتونو ، ورسره په څنګ کې د مدني علمي ټولنو او څيرو يووالى او همغزي د هر بل وخت په پرتله اړين کړي.

له نيکه مرغه دغې اړتيا ته زموږ ګوند، نورو ډموکراتو او هېوادنيو ګوندونو او سازمانونو د يوه بې ساري نوښت په پايله کې مثبت ځواب ووايه او په افغانستان کې د واحد ملي ډموکراټ ګوند جوړولو ته په کلکه تيار  شول.

د ګوند د اروپا شورا ، اړوند ګوندي څانګې او ګوندي غړي له ګوندي مشرتابه کلک ملاتړ کوي او د واحد ګوند د جوړولو په ملي سياسي کار او فعاليت کې ګړندۍ برخه اخلي.

مخ په وړاندي د افغانستان د واحد ملي ډموکرات ګوند د جوړيدو په لور !

محمد اسماعيل غرنى  د ګوند د اروپا شورا مشر

 

Comments are closed.