پې ټې ام لوي سیمه ایز غورځنګ

ليکونکې نور وهاب څپاند42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

د پښتون ژغورنې يا پې ټې ام غورځنګ په ۲۱ مه پيړۍ کې ستر سیمه ایز غورځنګ دی. دا جنبش تولنیز ، فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، چې په سیمه کې تر اوسه د چلیدلې غورځنګونو په پرتله د خپلې زمانې یو نوی ډول جنبش دی. له دې کبله په دې غورځنګ کې اجتماعي فرهنګي ټولني ، شخصیتونه او سیاسي ملتپال، مذهبي، ډموکراتیک ګوندونه، حرکتونه، ګروپونه ملي څيري، د ښځو ، ځوانانو او راز راز اصنافو استازي ګډون لري او د ټولي پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کې د پرتو پښتنو د مدني سیاسي حقوقو د اعادې له پاره په پوره هوښیارۍ زړوره مبارزه کوي. دا جنبش په افغانستان او د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې پښتون میشتې ټولني لري ډير مینه وال، خواخوږې او فعالان لري. لکه څرنګه چې دا غورځنګ په سیمه کې زیات مشهور شوی، په نړیواله کچه یي مناسبه پيژندګلوي تر لاسه کړي، له دې کبله په پې ټې ام د تیریو او هغې ته د ځانې او معنوي زیان اوښتنې له امله د بشر نړیوالو سازمانونو او نورو ورته بین المللې ټولنو مرستې ته رادانګلي او د پاکستان مظالم یي د پښتون ژغورنې جنبش په هکله د دونیا د خلکو غوږونو ته رسولي او پاکستان یي تر فشار لاندې نیولی.

پې ټې ام د پښتونخوا او پاکستان د سترو ښارونو د پښتون میشتو ټولنو په تیره بیا د وزیرستان د ستراتیژيکې سیمې د دردمنو او غمزپلو اوسیدونکو له مینځه د خودجوشه جنبش په توګه سر را اوچت کړی او ټول پاکستان، افغانستان او نړۍ کې خپور شوی دی. د غورځنګ د دوه کلونو شاوخوا عمر په موده کې د دغه ټولنیز فرهنګي سیاسي جنبش په سلهاؤ مشران او غړي لکه محسن داوړ ، علي وزیر او نور رټل شوي، ګواښل شوي او بندیان شوي او په لسهاؤ غړي او مشران یي لکه نفیب، ارمان لوڼي او عارف وزیر په زیاته بې رحمۍ شهیدان شوي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین چې یو تحصیل یافته، کرازماتیک ځوان مشر دی، څو ځلې ګواښل شوی او زندان ته هم لیږدول شوی دی. هغه په خپلو ویناګانو کې پښتنو ته له پيړیو په ځانګړې توګه په تیره یوه نیمه پيړۍ کې د پيښو مسألو یو دقیق تاریخي انځور وړاندي کړی او د پښتون وژنې په هغه تسلسل یي رڼا اچولي چې د فرنګي له زمانې پيل شوی او د پنجابي په واکمنۍ کې یي ډير پيچلی او زړه بوګنونکی صورتحال خپل کړی دی. منظور پښتین او ملګرو یي د پښتنو له صنفي غوښتنو پيل کړی او د هغوئ د سیاسي حقوقو تر تروړلو پوري په ډيره ساده اما له محتوا ډکو خبرو ، مرکو او ویناګانو کې هغه څه راسپړلي او بیان کړي چې د پښتون ټټر پرې یخیږي او په اوریدو یي د دښمن زړه چوي! هغه په خپلو خبرو کې څرګنده کړی چې د پاکستان په جوړیدو سره له پښتنو هر ډول حقوق اخیستل شوي او د پنجاب د ابادۍ په پار ویره ده چې هغوئ له خپلو مینو او کورونو لا وشړل شي! د پښتنو د صنفي غوښتنو څخه د پې ټې ام دفاع د پاکستان پوځ او استخبارات په ډير شتونزمن موقعیت کې ودرولې دي. که د هغوئ صنفي غوښتني منې پنجاب خپله واکداري او د بل په ذرایعو د اوسیدو واک له لاسه ورکوي او که یي غوښتنو ته شا کوي د پښتنو ، بلوڅانو او سندیانو د کلک مقاومت سره مخامخ کیږي او د پاکستان لرزان فدرالي جوړښت پاشل کیږي. له دې کبله د پې ټې ام مبارزه د پښتونخوا، افغانستان او د ستم لاندي ولسونو له پاره زیات اهمیت پيدا کوي. افغانان باید پوه شي که د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه رنګ راوړي بیا به د پاکستان پوځ او استخیارات د دې وړتیا ونه لري چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره طالب، داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ډګر پرانیزې چې د پښتونخوا او بلوچستان په سینه له پرتو لارو هغوئ د بریدونو په نیت افغانستان ته دننه باسې، د نیابتې جګړي بستر د تل له پاره تود وساتې، د ترهګرۍ د صدور او خرڅلاؤ بازارونه د مدرسو په بڼه پرانیستې پریږدي او د افغانستان وروڼو قومونو او بیلا بیلو مذهبي، سیاسي ټولنو ، ډلو او اشخاصو تر مینځ يووالی او همغږې چې د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لوي لامل دی د اوس په څير وګواښوي. پې ټې ام په پښتونخوا ستره اغیزه ښيندلي، اوس پښتانه د ځانونو د انفرادې دفاع پر ځاي ډله ایزې دفاع ته ډير اهمیت ورکوي، د خپلو ورکو ، بندیانو ، تر ګواښ لاندي او شهید کړل شوي عزیزانو پوښتنه ګرویږنه کوي، د هغوئ اړوند اواز اوچتوي، د پوځ او استخباراتو واقعي څيره خلکو ، نړۍ او بشر حقوقو مدافع سازمانونو ته بربنډوي. دغه زړور فعالیت د پاکستان د نورو قومونو په مینځ کې د پښتنو اعتبار پورته بیولی. د یو لړ بریالیو غونډو په جوړولو سره چې ښځو او ځوانانو په کې فعاله برخه درلودله او د غورځنګ مشرتابه یي د مخته بیولو چارې ښې مدیریت کولي، د پښتون ژغورنې غورځنګ په سر کې منظور پښتین او نور ملګري يي د عالي فرهنګ لرونکې معرفې کړي او خلک پې ټې ام ته دمګړۍ د فرهنګي لوړې کچې لرونکې جنبش په سترګه ګوري او پرې باور کوي.

د غورځنګ د جمعي او انفرادي غړو بسپني چې په خپله خوښه د جنبش په پته راټولیږي او د ځانګړي شفاف میکانیزم لاندي په مصرف رسیږي د هغې مالي سرچینه جوړوي. دغه ټکې غورځنګ ته پراخه خپلواکې ورکړي چې په ازادانه ډول تصمیمونه ونیسې او په خپله مرزۍ هغه پلي کړي. له دې کبله په ټوله پښتونخوا کې پې ټې ام د یوه ملي جنبش څيره خپله کړي ده.

د غورځنګ د اهمیت، اړتیا او ښيندلې اغیز په څنګ کې پاکستانۍ پوځي او استخباراتي اژدها تل هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې جنبش په خپله خوله کې وساتې او هره شیبه چې یي زړه وي ورته یو نیش ورکړي. څرنګه چې پاکستان یو فطري هېواد نه دی، د اسلام په نامه یي ځانته یو کاذب هویت ورکړی او په دې ډول د پنجاب په ګټه پښتانه، بلوڅ ، سندیان او نور د ځان حصه بولي او د هند او افغانستان د خطر په پلمه پوځ او اي اس اي په اسلامي ایدیولوژيک سوچ روزې او پنجابی ناسیونالیسم د اسلام په پرده کې نغاړي او هغې ته خدمت کوي. په حقیقت کې پنجابیان د اسلام په تیره بیا د هغې د ایدیولوژيک سوچ پابندې نه کوي اسلام په پښتنو او نورو قومونو ساتې او خپله له مدني عصري ژوند څخه ژور خوند اخلي. له دې جوتیږي چې نن سباپې ټې ام د سیمې د ستر مکار ځواک سره په نابرابره زور ازمایئ کې ښکیل شوی دی. زورونې، ګواښونه او وژنې روانې دي، خو د ایپي فقیر ، باچاخان او خان شهید د عدم تشدد فلسفه او لاره چې په ۲۱ مه پيړۍ کې په نوي شکل د پښتون ژغورنې غورځنګ نیولي د پښتانه د اواز اوچتولو معقوله او پر ځاي لار ده. د مبارزي دا ډول بڼه د انګریز د میراث خواره پنجابي او د هغه د دوزخي پوځي او استخباراتي دیکتاتورۍ رسوا کولو او پرزولو له پاره عملي هڅه بللی شو. مکار ، فاسد او څو مخی دوشمن د پوهي، تعقل او سړو مغزو په کارولو سره چې د نړۍ ملاتړ خپل کړي، په ګونډو کېدلی شي. له دې کبله په نننیو سختو شیبو کې په تشکیلاتي، مالي او د عملکرد په برخو کې داسې مشوري ورکول چې پې ټې ام د شته ګواښ په وړاندي د عدم تشدد دریځ، خپلواکۍ او د څو بعدیزي مبارزي د سمت نیونې په کار کې له شک سره مخامخ کړي مناسبه کړنه نه ښکاري. له دې کبله د افغانستان دننه د پې ټې ام مینه والو د واحدونو مسؤلیت هغه شخصیتونو ته سپارل په کار دي چې د سیمې او پښتونخوا په تاریخ او ورځنې ژوند کې بلدتیا ولري او په بهر کې هغوئ د پښتون ژغورنې د مینه والو د واحدونو مشرتوب وکړي چې د پښتونخوا سره تعلق ولري جغرافیه یي ورته سمه مالومه وي، د هغې ځاي په تاریخ، دودونو او ملي مبارزو یي سر خلاص وي. هر څومره چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو مالي امکاناتو متکې وي، هغومره به یي د نظر او عمل استقلال خوندي پاتې شي. تجربو ښودلي د بل په مالي امکاناتو او نظریاتې ټولګي تکیه کول، که ډير اصیل جنبش هم وي له خپل ټاټوبې او خلکو پردې کېدلی شي!!!

نظریاتې ټولګي نړیوال معنوي ارزښتونه دی چې د عامو توکو څخه یي د هېوادونو خلک د خپلو شرایطو سره ګټه اوچتولی شي، خو دا به عملي نه وي چې یوه نظریاتې ټولګه دې د ټولو مشخصاتو سره کټ مټ د نورو هېوادونو د خلکو د پراتیک ډيوه وګرځې. له پورتنیو ټکو نتیجه اخلو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په زیات مقدار کې له موږ د ټولنیز ، فرهنګي او سیاسي پایښت لرونکې ملاتړ تمه لري، نه د حکومتونو او د هغوئ د چغلګرۍ ادارو له حمایت څخه!!! هر څومره چې د هېواد او نړۍ وطنپالونکې ګوندونه، مدني ټولني، ملي وتلي علمي، فرهنګي، ټولنیزي څيري، د پارلمانونو غړي، بشرپال د خیر ښيګڼي سازمانونه او د ملګرو ملتونو اداري د پې ټې ام خوا ونیسي او په تنګڅه کې یي ملاتړ ته راودانګې زیات اهمیت او ټاکونکی ارزښت لري. د اغیز لرونکې حمایت د تر لاسه کېدو له پاره فعاله او هر اړخیزه مبارزه په کار ده چې د پې ټې ام په هکله د زیاتو او کره مالوماتو د حاصلولو اړتیا ایجابوي. که هدف د پې ټې ام له پاره د اړین ملاتر حاصلول وي، د هغې په برنامه، ټولنیزو ، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو بلدیدل، دروانو هڅو په وړاندې د پرتو ستونزو سم درک کول او هغه په پوره مهارت په نړیوالو او سیمه ایزو ستیجونو داسې مطرح کول چې له یوه پلوه د درک وړ وي او له بله پلوه اړین حمایت خپل کړي، عملي لار بلل کیږي.

په پاي کې یو واري بیا ویلی شو چې پې ټې ام یو لوي سیمه ایز غورځنګ دی چې د ۲۱ مې سدۍ د تاؤ تریخوالي غیر مبارزه او غورځنګ یي پیل کړی، ټولنیز فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، د پښتنو د صنفي غوښتنو نیولې تر سیاسي حقونو حاصلولو پورې هڅه او هاند کوي، په مالي لحاظ په خپلو امکاناتو تکیه کوي، د پښتونخوا د ملي مبارزو او تاریخ څخه په الهام ورځنې پراتیک کې د لاسته راغلي تجربو او نظریو ټولګه خپل نظریاتي اساس ګڼې او د هغې پر بنسټ فعالیتونه کوي. په پام کې لري چې د افغانستان او نړۍ د سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو ، پارلمانونو ، د بشر خیر ښیګڼې او نړیوالو ادارو او نهادونو ټولنیز ، فرهنګي، سیاسي هر اړخیز ملاتړ تر لاسه کړي.

هیله ده زموږ د هېواد او نړۍ ټولنیز فرهنګي او سیاسي محافل د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت غوښتنونکې مبارزي ملاتړ ته ودانګې او په دې سختو شیبو کې د پاکستان د تیریو په وړاندي د جنبش د تاوتریخوالي غیر هڅو له انساني دریځ څخه متمدنه نړۍ خبره کړي چې پاکستانی پوځ او استخبارات د پښتنو د جینوسایډ څخه ډير ژر لاس واخلي.

 

نوی ګواښ

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n

افغانستان لا تر اوسه د نړۍ سیمې د زبر ځواکونو د سیالیو څخه په امان نه دی. د افغانانو له خوا جوړې واکمنۍ ته درناوی نه کیږي او په خورا سپين سترګۍ د هغې د نړولو ناروا لارې چارې تجربه شوي. زبر ځواکونو تل هڅه کړي موږ ته د واکمنۍ بڼه او د بهرنیو او کورنیو اړیکو لوری وټاکې. خو کله چې افغانانو د دیکتات په وړاندې مقاومت کړی خبره د افغانستان ویشلو او یا هم د سیمې د بل هېواد په توامیت کې ورکولو ته رسېدلې. زبر ځواکونو لا تر اوسه نه دا توان او نه یي هم د دې فرهنګ پيدا کړی چې، د افغانانو جوړي واکمنۍ ومنې او د هغوئ د ودي او پياوړتیا سره مرسته وکړي او یا د خپلو تپل شوي واکمنیو د لږ تر لږه باثباته کېدو له پاره په کړو وعدو ودریږي. له دې کبله زموږ خلک زوريږي، وژل کیږي او په دې هم ملامتیږې چې ګواکې افغانان د ژوند کولو اړینه پوهه او د خپل وطن سره مینه نه لري! لېري نه ځو په نږدې تاریخ کې انګریزانو، روسانو، پاکستانیانو ماتې وخوړلې او امریکایان هم د ماتې په درشل کې ولاړ ښکاري. ماتې خوړلو د افغانستان جغرافیه وویشله، د وطن بنسټونه یي وران کړل، د خلکو ملي يووالی یي زیانمن کړو . خو دوي هم خیر ونه لېدو ، د بریانیا امپراطوري ماته شوه، شوروي اتحاد ونړید، پاکستان د تجزیي او اقتصادي ګړنګ په غاړه ولاړ دی.

امریکا د اقتصادي سیاسي ستونزو او نړیوالي انزوا سره لاس او ګریوان ده او د خپلو نوساني پالیسیو په لړ کې د معاصرې دموکراسۍ پر بنسټ د افغان واکمنۍ د تقویه کولو پر ځاي، د طالب داعش ترهګرو ډلو پر مټ په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ او موقف ساتلو په بابیزه کار بوخته ده.

تجربو ښودلې چې هیڅ هېواد د خپلو ګټو له چوکاټ څخه بهر کله هم افغانستان ته رغوونکې مرسته نه ده کړي، خو بیا هم یو شمیر روڼ اندو د څلورو لسیزو جګړو ورانیو د بیا جوړونې په موخه د امریکا او ناټو مرستو کولو ته زړه ښه کړی او دا یي د جګړو د خرابیو څخه د وتلو په موخه د هېواد اړتیا بللي. اوس چې د افغانستان د ټولني يو لړ بنیادونه په پخیدو دي، افغانان له نوي ګواښ سره مخامخ شوي.

پاکستان، ایران او په یو مقدار کې روسییه نه غواړې افغانستان په خپلو امکاناتو او زیرمو متکې هېواد وګوري، په طالبانو د پانګونې له امله دغو هېوادونو امریکا له ژوبلې ګوتې داسې نیولې چې د دوي په ګټه د دوحي هوکړې ته زړه ښه کړي. امریکا اوس د هغې د پلې کېدو له پاره افغانستان تر راز راز فشارونو لاندې نیسي. یانې د دوه سری حکومت تجربه باید پایښت ومومې، د مشورتې لوي جرګې پریکړو او سپارښتنو ته شا شي، د ولسمشرۍ ټاکنې ناچله شي، د ولسمشرۍ تحلیف دوه ګونې مراسم تحمیل شي، لنډمهاله میکانیزم چې طالبان او د ځان بولي ولسمشر ( عبدالله ) خوا یي غوښنه برخه وي طرح او پلی شي.

که داسې ونه شي، لمړی امریکا بیا لږ وروسته ناټو مرستې بندوي، طالبان داورکم پر ځاې تاوتریخوالی زیاتوي، که دې هم اغیز ونه کړو د کورونا ویروس د خوریدو په پلمه امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو دړکې کوي او وایي چې د بلک واټر په چوکاټ کې د طالب ملیشو تنظيمولو له لارې داعش، القاعدي او نورو ترهګرو ډلو په وړاندي سیمه ایزي او نړیوالي دندې مخته وړلی شي او نور .

په کورنې بعد کې دغې رسوا سناریو ته ټولي هغه ډلې ټپلې، چې له طالبانو سره د هر ډول معاملې ملاتړې دي، د ټاکنو له پایلو سره بې ځایه مخالفت کوي، د افغانستان د اوسنې سیاسي کړکیچ حل د پاکستان، ایران او روسیي د ګډ لیدلورې په چوکاټ کې غواړي، کار کوي.

نوی ګواښ چې تر ډيرې کچې د افغانانو په مقابل کې سایکولوژيکې جګړي ته ورته ګواښ بلل کیږي د هېوادوالو په وړاندې ځنډ نه منونکې دندې ږدي. هغه دا چې :

افغانان اړ دي چې ورو ورو په بهرنیو مالي مرستو خپله تکیه لږه کړي، له کورنیو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې ظرفیتونه لوړ کاندي. دې موخې ته د رسېدو له پاره هېوادوال په خپلو کې د یووالي کولو د یو ځوابګوي نظام جوړونې او ښي حکومتولۍ ته د ودي او پياوړتیا ورکولو په برخه کې اړينو اقداماتو او پایله لرونکې فعالیتونه ته لار برابره کړي.

دې موخې ته رسېدل هغه وخت امکان لري چې په تیرو دوه لسیزو کې د بهرنیو وریدلو مرستو په اثر د رامنځته شوي مفسد قشر لاسونه د افغاني نظام او حکومتولۍ له ستونې لنډ شي. تر څو چې مفسد قشر او زورواکې د افغانستان د نظام او حکومتولۍ برخه وي په بهرنیو مرستو اتکا نه لږیږي او له کورنیو زیرمو د سالمي استفادي امکان کله هم نه برابریږي. ځکه دا مفسد قشر او زورواکې دي چې بهرنۍ لاسوهنې ته لار ورکوي، د افغاني ټولني او نظام واک بهرنیو لاسونو ته سپاري چې د هغې له امله نه افغانان ښه ورځ موندلی شي او نه له بحرانونو وتلی شي.

د افغانستان خلک په تیره بیا هېوادنې سیاسي ګوندونه، مدني ټولني او خپلواک ملي شخصیتونه کولی شي چې په خپلو کې د فکري ټکو د ډيرولو له لاري داسې یو خوځښت په لاره واچوي څو د هغه مفسد قشر جرړې له بیخه وباسي چې د ناروا شتمنیو ، حکومتي واک او زور له لاري په دولت، سیاست او افغاني ټولني منګولي خښوي او هر څه په ولکه کې اخلې، د ډموکراسۍ په جامه کې د هر هېوادنې ډموکراټيک بهیر مخه نیسې او هېواد د ستر بحران ګرداب ته ټيل وهي.

د کورونا په وژونکو شرایطو کې افغانستان او د نړۍ نور هېوادونه له خپریدونکې وبا سره د مبارزې او د خپلو ټولنو او نړۍ د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي رامینځته شوي ستونزو حل د سم مدیریت په چارو کې د ستر ازمایښت سره لاس او ګریوان دي. د نړۍ مشهورو څيړونکو او شنونکو یوسکا فیشر ، بارنت روبین او هنرې کسینجر په خپلو څرګندونو کې اشاره کړي چې له کورونا وروسته نړۍ به بدله وي، په همدې بنیاد ویلی شو چې افغانستان به هم اوسنی افغانستان نه وي. له دې کبله افغانان باید له نړۍ سره یو ځاي هغه وضعیت ته تغیر ورکړي چې د هېوادوالو قسمت یي د ناروغیو ، جګړي او تاو تریخوالې سره غوټه کړی دی. افغانستان نور په ناروغیو ، خوارځواکیو ، بې ثباتۍ کې پاتې ساتل او د نړۍ او سیمې د زبرځواکونو د سیالیو په ډګر کې اخته پریښودل انساني کړنه نه ښکاري.

د نوي ګواښ کومه څپه چې زموږ هېواد او خلک تهدیدوي او لامل یي هماغه مفسد قشر او بهرنۍ لاسوهنه ده، بې له ځنډه مخنیوی په کار دي. له طالبانو سره د سولي موافقه، د عبدالله له خوا منځته راغلې سیاسي ستونزه ، د ګاونډيو او نړۍ دهېوادونو سره سباسي تعامل او نور ټول باید د قانون او افغانستان د ملي ګټو له دریځه حل او پلې شي. له دې پرته د هېواد سلامت ته پيښ ستر خطرونه نه شي له منځه تللی.

د کورونا د وبا کنټرولول ملي ڼړیوال نوي مدیریت ته اړتیا لري، د نوي مدیریت اجزا او عناضر ښایي ډير وي، خو د طبي ستندرد لارښوونو د یوي پلې کېدونکې ټولګې برابرول ، له طبي زیرمو – پرسونل او نوښتونو پر ځاي او ژوره ګټه اخیستل، د ټولنیزې خبرتیا د کچې پورته بیول، د خلکو د اړتیا وړ خوراکې او صحي توکو برابرول او عادلانه ویشل، د طبي او صحي لارښوونو اوریدو او پلې کېدو ته د خلکو رابلل او باوري کول، په ملي او نړیواله کچه د مرستو راټولول، هغه پر ځاي لګول او سرغړونکې په کلکه سزا رسول او په ټوله کې د بازخواست سطحه لوړول زیات اهمیت لري او دغو ټکو ته د هېواد د چارواکو پاملرنه راګرځول اړین بلل کیږي.

د کورونا وبا د کنټرول کمپاین د افغانستان حکومت او خلکو په اوږو یوه بله مهمه دنده ږدې هغه دا چې د هېواد طبي صحي سیستم باید د ۲۱ مې پيړۍ او د کورونا په څير وباګانو د بې له ځنډه مخنیوي په نوي پوهه، مهارت او وسایلو ، مجهز او ورغول شي.

 

له پرونه راهيسې د نورمحمد تره کي په اړه بېلا بېل نظرونه وينم

او ډېر ملګري د ارواښاد تره کي په اړه ډېر کم او یا هم هېڅ مالومات نلري، نو ما وېل راځه په دې اړه د معلم صیب قیوم یوه ليکنه درسره شريکه کړم تر څو خلک بې انصافي ونکړي او په ړندو سترګو قضاوت ونکړو:

نور محمد تره کی د ژوند په کومو شرایطو او خواریو کې راګېر وو او کوم کارونه یې کړي دي؟
د ښاغلۍ نورمحمد “تره کي” په مخالفت کې د هغه سیاسي او قلمي مخالفینو (حریفانو) غلطې ليکنې هغه وخت پیل کړې چې کله دوی ته دا څرګنده شوه چې د افغانستان د خلق ګوند حاکمیت په لاس کې واخیست.

یو شمېر غیرې پښتنو (متعصبو) خو د هر پښتون په خلاف خولې خلاصې کړي دي او هر پښتون ته د (فاشیست) کلمه کاروي او د نورمحمد تره کي په باب یې هم همدغه ناروا کلمه وکارولې. بل لوري ته یو شمېر د توپير پرستۍ په ناروغۍ ککړ کسان چې هېڅ وخت هم د پښتون د ښو کارونو یادونه پر خوله نه شي را وړلای، ان که پښتون لیکوال په دري ژبه هم کوم څه ولیکي نو دوی هغه ناسم، غولوونکي او د بل چا ورته لیکلي یا له بل چا څخه نقل شوي ورته ښکاري.

هو دا به هم بې انصافي وي چې ټول دري ژبي لیکوالان تنګ نظره او متعصب وګڼو اما د متعصبو شمېر یې لږ هم نه دی. موږ یو شمېر پښتانه لیکوالان هم لرو چې په ورته ناروغیو اخته دي خو شمېر یې د دوی پرتله زیات نه دی او داسې خلکو ته له ځانه پرته نور د منلو نه وي.

یو لږ شمېر بې فکرو پښتو او دري ژبو دواړو په ډېره ساده، عامیانه ان بازاري لیکنو او خبرو سره د ښاغلي نورمحمد تره کي، د کورنۍ بېوزلي، بزګري، شپني توب، غریبي، د سرکاري شهادت نامو نه لرونکی بللی دی او همدا شان یې ښاغلي نور محمد تره کی ساده کوچی او ان د هغه جسمي جوړښت یې په طعنو اړولی، پنډ، شین سترګی او دې ته ورته نور د کوڅې پېغورونه یې ورته لیکلي دي. دغه ډول لیکوالانو ته به څه نوم او څه شخصیت ور پاتې وي؟

زما په باور د ښاغلي نورمحمد “تره کي” ژوند باید په څلورو برخو کې وڅېړل شي:

1⃣ لومړی: د هغه شخصي غریبانه ژوند، کار، زحمت، زده کړي او د ځان رسونه.
2⃣ دویم: د لیکوالۍ د فن او هنر برخه، چې په ریالیستي داستان لیکنه کې یې ځان د پښتو داستان لیکونکو په اول او دویم کتار کې را وستی وو.
3⃣ درېیم: د سیاسي زده کړو، سیاسي تشکیل او سازمان جوړولو برخه یې چېرې چې د ده استعداد او هنر دی تر خپلو همزولو سیاسیونو مخته کړی وو.
4⃣ څلورم: د واکمنۍ تر لاسه کول او بیا تر شهادت پورې د هغه هڅې، کړنې او تېروتنې.

مخکنی کار او فرهنګي تلاښونه خو یې خدای بخښلي عبدالروف بینوا په خپل اثر (او سنی لیکوال) کې چې په ۱۳۴۰ هـ، ش کال کې په درو ټوکو کې چاپ شوی دی هلته په ۲۲۰ مخه کې د نورمحمد تره کي پېژندګلوي داسې کړې ده:
ښاغلی نورمحمد “تره کی” د پښتو ژبې حساس او د اجتماعي مضامينو ښه نثر ليکونکی دی. دی په خپلو لیکنو کې تل زیار باسي چې د اولس د حقیقي او عوامي ژوند تصوير وباسي او د یوې جامعې په اجتماعي ژوند کې د افراط او تفريط عیبونه او نقایص وښیي.

تره کی صاحب په فارسي او انګرېزي او تر ډیره حده په اردو هم ښه پوهېږي. او د انګرېزۍ د ژباړې په څانګه کې یې په ۱۹۵۹ کال چې (د ۱۳۳۸ هـ، ش سره سمون خوري) د امریکې د اوورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه ۳۷ لمبر لېسانس اخیستی دی او په دې لاره کې ښه تجربه لري.

ښاغلي نورمحمد تره کی د “خلق” دیموکراتیک ګوند تر جوړښت مخکې یې پر لاندي بېلا بېلو چوکیو کار کړی وو.
✳ ۱ په ۱۳۱۳ هـ، ش کال کې په بمبیي کې د پښتون شرکت په نماینده ګۍ کې کاتب وو.
✳ ۲ په ۱۳۱۶ هـ، ش کال کې د تجارت په وزارت کې د اقتصاد د مجلې محرر وو.
✳ ۳ په ۱۳۱۷ هـ، ش کال کې د کانو په وزارت کې سرکاتب وو.
✳ ۴ په ۱۳۱۸ هـ، ش کال کې بېرته داقتصاد د مجلې محرر شوو.
✳ ۵ په ۱۳۲۰ هـ، ش کال کې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د نشراتو د دویمې څانګې غړی وو.
✳ ۶ په ۱۳۲۱ هـ، ش کال کې په هغه ریاست کې د نشراتو د لومړۍ څانګې غړی وټاکل شو.
✳ ۷ په ۱۳۲۲ هـ، ش کال کې په کابل راډیو کې د پښتو مرستیال وو.
✳ ۸ په ۱۳۲۳ هـ، ش کال کې د باختر اژانس د مؤسسې غړي شوو.
✳ ۹ په ۱۳۲۴ هـ، ش کال کې د فواید عامې په وزارت کې د خصوصي مدیر او د خارجي ارتباط مدېر وو.
✳ ۱۰ په ۱۳۲۶ هـ، ش کال کې د پطرولو لوی مدېر شو.
✳ ۱۱ په ۱۳۲۸ هـ، ش کال کې د مطبوعاتو په ریاست کې د بولتین مدېر شو.
✳ ۱۲ په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کې د باختر اژانس لوی مدير شو.
✳ ۱۳ په ۱۳۳۲ هـ، ش کال کې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې مطبوعاتي اتشه مقرر شو.
✳ ۱۴ په ۱۳۳۴ هـ، ش څخه تر ۱۳۳۸ هـ، ش پورې په کابل کې د یو اېن (UN) یا ملګرو ملتو د تخنیکي مرستې یونسکو په څانګه کې د سکرټراو تر جمان په حیث کار کاوه.
✳ ۱۵ تر رسمي دندو وروسته یې د (نور) په نوم دار الترجمه خلاصه کړه.

د یادونې وړ ده چې ټول دوستان باید په دې خبره پوه وي چې په هغه وخت او زمانه کې د باختر اژانس د لوی مدیریت دنده د اوسني وزارت اطلاعات او فرهنګ سره برابره یوه دنده وه. داچي ناپوه یا د ښمنان لیکي چې نورمحمد تره کی سواد نه لرلو نو امېد دی چې هغوی لږ شرم وکړي. په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کې د باختر آژانس لوی مديریت کوچنۍ او ساده وظیفه نه وه چې ظاهرشاه ده ته سپارلې وه.

دنورمحمد “تره کي” قلمي اثار:
دغه لاندي ۲۴ اثرونه د ښاغلي نور محمد تره کي څخه خپلې ټولنې ته پاتې دي.

۱ د کارګری طبقی ګوند
۲ زندگي نوين “نوی ژوند“
۳ د بنګ مسافری د جائزې کټونکی (داستان)
۴ سپین (داستان)
۵ څړه (داستان)
۶ عروسی من درخیبر (داستان)
۷ د زلميانولارښود (داستان)
۸ خاطرات جنګ چرچل: ژباړه
۹ نطق ويشنسکي (ژباړه)
۱۰ سنګسار (داستان)
۱۱ بې تربيته زوی (داستان)
۱۲ موچي (داستان)
۱۳ د غوايي لاندې (داستان)
۱۴ زمابرخه (داستان)
۱۵ د سمټ مور او پلار (داستان)
۱۶ یوه کاسه او درې ډوله خواړه (داستان)
۱۷ د کور ګټه د لاهور ګټه (داستان)
۱۸ په پای کې بډای سوو (داستان)
۱۹ د نوی کال خوب (داستان)
۲۰ په ځان باور (داستان)
۲۱ زه او زما ورور (داستان)
۲۲ د ادې خدمت (داستان)
۲۳ زوږه جوړ شوه (داستان)
۲۴ د بزګر لور (داستان)

 

Formulärets överkant

634Naseer Ahmad Sapand, Dor Aschna och 632 andra

437 kommentarer

د افغانستان د شلمی پیړی د پښتو ژبي ادبي ستوري

ښاغلي ارواښاد نورمحمد تره کي …….؟………د تــــورو شـپــو په زړه کــی ځــلانـــــده سـتــوری
نــورمــحــمــد تره کــی یــو سیاسی او فــرهــنــګـی شخصیت وه چـه دشلمی پیـړی د دوهـــمــی زمـوز دهـیـواد په کــچــه دافغانستان د وتلــو او نامتـو شخصیتـونـو به لیکه کـی راخــی او د افغانستان په سیاسی بهــیــر کـی د یــوه نــوی او متــرقــی جــریان پیــلــونــکـی بلل کـیــزی. نــومــوړی د یــوی ټینـګـی او مستقلی ارادی څښتن وه. نــورمــحــمـد تره کـی د هیــواد مــلی ګــټــو او د خـلــکـو پراخــو پرګنــو مــلــی ارمانــو ته په ریښتنی تـوګــه ژوره وفاداری درلـودلـه. تــره کـی لــه هـیــواد او ددی هــیــواد لـه خــلــکـو ســره خــورا ژوره مینه درلوده او خــپل ژونــد یی تل دهــغــوی چــوپړ ته وقف کــړی وه او آن به ځــوانی کی یی د خلکـو د پراخــو پرګنـو د سـتــرو او حقه ارمانـونـو د تر ســره کـولـو به خاطر نه ستړی کـیـدونــکــی مبارزه پیل کــړی وه او د مبارزی پـدی لاره کــی ډیــری بــډایی تــجـربی لاسته راوړی وی.بـرسیره بردی یـو شمیـر آدبی ، سیاسی اثار او لــنــډی کیسی هـــم ولیکلی چـی پـدی ترتیب ســره هـغـه نه یــوازی دا چــی د یـوه مـلـی سیاسی شخصیت په څــیره راڅـرګـند شــو ، بلکـی د یــوه بیاوړی ریلست لیکـوال به توګـه د هــیــواد په پښتو ادبیاتـو کــی د ریالـیــزم د سبک د بنست ګـــر به نــوم هــــم پیــژنــدل شـویــدی .
نــورمــحـمد تره کـی خپله سیاسی مفکـوره د خــپـلــو نامتـو آدبی لیکـنـو له لاری خـپــرولــه او له هـغــه ځـوانی څـخـه یی د هــیــواد ځـوریـدلی او کـړیدلـی خلک د سیاسی مبارزی ډګـــــر ته وربلل . نــورمـحـمد تـره کـی پـه یــوه داسی کـلیــوالی چاپیـریال کـی چــی هــلــته بیعدالتی حاکمه وه، زیــژدلی ، لــوی شــوی او د بلوغ حــد ته رسیدلی دی. د هــمــدی چـاپیریال ناخــوالــو نـورمـحمـد تره کـی پرژونـد زیات تاثیر کــړی او ځـورولی یی دی . هــمــدا لامل دی چــه نــومــوړی د پیښـو به انــځـورولــو کــی تـرخـه او دردیدلــی ژبه کاروی، د خپل چابیـریال لـه شرایطـو ســره ســم هـغـه ځانته ټاکلـی فــکــر او ارمان درلـود چــی د ډیـری ساده، روانی لـه لفظی پیچلتیا څــخــه د ازادی ژبی په کارولــو ســره یی څــرګــنداوه. بیاوړی لیکــوال شـاه مــحــمـود حصین د نـورمــحـمــد تره کـی د اثارو او به ځــانــګــړی ډول د هغه د لــنــډو کیسـو یــوه ډیــره پـر ځـای عــلــمـی او آدبی ارزونه کــړیـده او لیـکــی :
” ارواښاد نــورمــحــمــد تره کــی د حقیقت لــټــونــی ، حقیقت مـونــدنی ، حقیقت څـیــړنـی او به حقیقت بـدلیـدنی هغه روښانه بیلـګـه ده چــی لــه رڼا او حقیقت پرته له هـر څـه څـخـه بی نیازه وه . د هغه ژونــد د انسان په ژونـد کــی د تیارو پـر خــلاف د رڼـا او حقیقت د اوژدی مبارزی یـوه وتـلــی نښـه ده. هغه ته ژونــد د انسان په نیــکـمــرغــی ، لــوړیــدو، هــوساینـه او خــبــلــواکـی د تعریف ، بیان او پیـژنــدنــی وړ وه. د ارواښاد نــورمــحــمــد تره کــی لیـکـنـی ، لــنــډی او منــځــنــی کیســی ، ناولــونــه او لـه بهـرنـیـو اثارو څـخــه په زړه پــوری ژباړنــی او به ټــولــه کـی ټـول قلمــی کارونـه چـی یـو نسل ګام په ګام د لــوړیــدو په لــور خــوځــوی ، ټــولــه تــومــنــه یی د انسان د نیـکــمــرغــی په لــور د بد مـرغـیــو پــر خــلاف د اوژدی جــګــړی یــو درونــد فصل دی. د هغه د آدبی کار اصــلی ســوژه ، او کــرکــټـر هغه انسان دی چــی د ظلــم ، تــیـری ، ناروا او مــحــرومـیت درنـی څــپــړی یی خــوړلــی دی . ارواښاد نـورمـحـمـدتره کـی یـو لیکـوال او د خپل چاپیــریـال یـو انځـورګــــر دی . د هغه چـاپیـریــال د ظلمـونـو ، تیـریـو ، تیارو ، لــوټ ، دوکه ماریـو ، فریب ، غــوړه مالـیــو ، ناوړه دودونـو او لـه حقیقت څـخــه توهــم ته د ورولیـدو چاپیریال دی . دی د همدغه چابیریال پــرخــلاف د حقیقت به اوژو د رڼا لــور ته خــوځــیــژی . دی په ښکاره ارام خـو به زړه لګیـدلــی او قـهــرجن دی ارواښاد نـورمــحــمـد تره کــی د ډیــرو اوچـتـو هــنــری او ادبی استعارو ، کنایــو ، سمبـولـونـو او هـنــری زړه راښکــونــکــو انــځــورونــو ډکــی لیـکــنــی لــــری. هــنــر یی خــوښــیــژی خــو هــنــر د هـنــر لپاره دده مـوخـو ته مــرسته نشی کــولای. دی هغه څـه وایی چــی وینی یی ، په هغه ژبه یی انــځــوروی چــی دده دچـاپیـریال خــبـری پـری کــوی. کـلیـوالی ژونـد سخت او شـدل دی ، هـلــته له ناولتیا او نارواوو ســره د سپیڅــلتیا جــګــړه هــم سخته او درنه ده. د دغه چــاپیـریال ژبه هــم درنه ، شډلــه خـو لـه ریا پاکـه ده”.
د اروا ښاد نـورمــحــمـد تره کـی اثار په ډیــره ساده او روانه ژبه لیکل شــویــدی ، خـوبیاهــم ځـیـنی روڼآنــدی د هغه ادبی او هــنــری مقام له درک څـخــه عــاجـز دی چـــی تـره کی صاحب د ریالیــزم په سبک کــی لــری دا ځـکــه چــی هــغــوی دده د اتلانــو او دهـغـوی له چـاپیـریال ســره کــومه حتی هــیــڅ اشنایی نه لــری. به دی اړه وتلی لیکـوال حصین بیا لیـکـی : ” ځـیـنـی کـورنی او بهـرنی کــره کتـونــکــی د ده سبک ته د فـکـر ، لاری او ارمان لـه مـوخـو ســره منطقی پیــونــد نه شـی ورکـولی هــغــه ټـولنـیــز شــرایط چــی د لیکـوال د لیکلـو اتلان په کشـی رازیــژی نه شــی لــیدلی او تــر ټــولــو درنه خــبره داده چــی هــر څــه د نن ورځـی په معیارونــو او تله تلــی او پـرون له یاده باســی. په دی لړ کـی د ادمـونــد ویلسـون دا خــبــره چــی وایی: (زمــوژ دزمانی یــوه فــکــری ناروغی هــم داده چـی ډیــر هغه څــوک د کــره کتنی به اډانه کـی قــلــم خــوځــوی چـی په ځانــګـړی تــوګــه په هــمــدی بــــرخه کــی په هـیــڅ نه پـوهــیــزی) پــر ځــای بــولــو.
ارواښاد نورمحمد تره کی لا د مخه د سردار شاه محمود خان د صدارت په دوران کـی د ویښو زلمیانــو د ګــونــد په تاسیس او فعالیت کی ټاکوونکی رول درلود او بیا په ۱۳۴۳ ز کال کی لویی جرګی هغه نوی اساسی قانون تصویب کــړچی په هیواد کی د سیاسی مبارزی د آزادی ژمنی پکی شــوی وی او سیاسی ګــونــدونــو ته د فعالیت اجازه ورکړ شــوی وه.پــدی وخت نــورمــحــمــد تــره کــی یــوځل بیا د سیاسی مبارزی ډګـــر ته د وتــلــو پخــه اراده وکــړه اود نیمه او څــرګــنــدی مبارزی د پیل لــه برکته یی په یــوه سیاسی نــوښت یی لاس بــوری کــړ او دیــوه نــوی ســـرتاســری ګـــونــد دتاسیس لپاره له یــو شمیر روڼآنـــدو ســره لیــدنی او کتنی پیل کــړی چــی دوستان یی وه او یا یی لـه نــورو سیاسی کــړیــو ســـره تــړاو درلــود چــی په پای کــی د ۱۳۴۳ کال د مرغــومی میاشتی په ۱۱ نیټه د ۳۰ تنـو په شاوخــوا کــی مبارز ځــوانان د نــورو به استازیتــوب د کابل ښار په څــلــورمه کارته کــی د نــورمــحـمــد تــره کـی په کــورکــی راټـول او دافغانستان د خلک دموکـراتیک ګــونــد لومــړنی ( موسسه ) کنــګــره دایره کړه په کنــګـره کــی د ګــونــد مــرکـزی کمیټه وټکالــه او نــورمــحــمــد تره کــی د مــرکــزی کمیټی لــومــړنی پلیـنــوم د مــوسسی کنــګـری د غــړو په حــضــور کــی، د رایــو به ااتفاق د افغانستان د خلک دمــوکــراتیک ګــونــد عمومی منشی وټاکــه
ارواښاد نــورمــحــمـد تره کـی وکــړای شــول چی په هــیــواد کـی دارتجاع او امپریالیـزم د مستقیمــو استازو، د فاسـدو بیروکراتیکــو حاکمــو کــړیــو او ټــولنـو او دانشعابی او فرکسیونــی تخریبی اعمالــو په شتون کــی د افغانستان د خلکـو دمـوکراتیک ګـونــد څــوارلس کالـه وروسته ، د خــپلـی خلاقی او هــوښیاری رهــبــری لــه برکته سیاسی واک ته ورساوه اوګــونــد د نــورمــحــمــد تره کــی په لارښــوونه او خلاقیت ســـره د ستـونــزو څــخـه ډکه دا لار په پــوره بریالیـتـوب ســره د بــری تــر ســرحـده ووهــلـه.له یــوی خــوا د دولت لـه پـلـوه سخت تعقیب ، لــه بـلـی خــوا فــرکسیـونــی فعالیـتـونـو او دګــونــد د ننه د ځان غــوښــتــونــکــو او انشعابـګــرو شتون د اصولی مبارزی به لار کـی ګــڼــی ستونـزی زیــژولی وی ، ولی د نـورمـحــمــد تره کـی د مدبرانه او خـلاقی لارښــوونی لـه برکته ګــونــد په شته ســونـزو لاسبــری شــو او زمــوژ پــه افغانی ټـولنه کــی یی سیاسی واک تــر لاسه کــړ.
د ثــور د ۷ نیټـی باڅـون به بی ساری دول بریالیتـوب ته ورسیـد دا خــکــه چـی د وطنبالـو ځـواکـونــو د یــوه منـظــم ، متشکل او دټیــنـګ دسپلین خــلــقــی پــوځـی سازمان او به ټـولنیـزه تــوګــه د افغانستان د خــلــکـو څــخه د جــوړ شــوی متشکل او انقــلابــی ګــونــد مشری او لارښــوونه ،یــوه سپیــڅــلی او خــلــکـو ته ژمن مشر، نــورمــحــمــد تــره کــی کــولــه . هغه ټیـنــګ باور درلـود چــی یــومنـظـم او متشکل انقلابی سازمان به هــیــواد کــی ستر او دپام وړ بــدلـونــونه راوستــلای شــی، د هــغــه هیلــه او ارمان د افغانستان رنــځــیــدلــو خــلــکــو رښتینــی خــدمت وه.
نــورمــحــمــد تــره کی هــڅــه وکــړه چــی دګــونــد یــوالـی به واقعـی او رښتینــی تــوګــه تامین شــی، خــو په رهــبــری کــی د ځــینـو خـودخـواه او جاه طلبــو عناصــرو د شتون لــه کبلــه بریلــی نه شــو.
د ثــور د ۷ نیټـی انقلابی پاڅـون زمـوژ د ټـولنی لـه تاریــخــی اړتیاوو او عینی شــریطــو ســـره ســم ، په داسی حال کــی بریالیتـوب ته ورسید چــی زمــوژ د خــلــکــو د سیاسی شعــور کــچــــه ډیــره ټیټـه وه. د پاڅــون له بریالیتــوب ســره جــوخت نړیـوالی او د سیمی ارتجاع خــپل شیطانی تبلیغات پیل کــړل. ښــه می په یاد دی د افغانستان د خــلــکــو دښمنانــو پخــپل پروپاګــنـدی جــنـګ کــی داسی تــورونه لګــول: ” به افغانستان کــی د کمونست ګــونــد به مــشــری کـودتا شــویــده. کــودتا دشــورویانـو به مرسته شــوی ده، په کـودتا کــی شــوروی پیلــوټانــو برخه اخیسته ده. او افغانستان د شـوروی اتحاد یــوه سپوژمــکـی ده.”
دپـورته مـوضــوع په اړه نــورمــحــمـد تره کــی کــورنیــو او نـورو نــړیــوالـو ژورنالستانــو ته په مطبــوعاتی کنفرانسـونــو کی داسی وویل:
«د ثــور انقلاب بریلیتــوب مســکـو او واشنګټن یــو ډول حــیران کــړل . لینید بریژنیف به کریملین او جیمی کارتـر په سپینه ماڼــی کــی ګـوتــی په غاښ کــــی ونــیـولــی.». هـغــه هــمـدارنـګــه وویل: « د ثــور په انقلاب نه روبل مصرف شــوی او نه ډالــر ، زمـوژ هــیـواد افغانستان یـو مستقل هــیــواد دی او دهیچـا سپوژمکـی نــه ده.». دا څــرګــنــدونــی ددی ښکارنـدی دی چــی د ثـور د ۷ نیټـی پاڅــون د افغانستان د خلک دموکراتیک ګــونــد په مستقلانه ټـوګـه ســرته رسیدلـی او حــتـی شـورویان هــیڅ خــبــر هــم نه وه او بل داچــی ګــونــد لا دمخــه پریکــړه کـړی وه کـه چـیــری ځـوک زمـوژ پر ګـونــد حـمـلــه کـوی مـوژ به دفاع کـولــو چـمتــو والی نیسـو.
لکه چــی مــخــکـی مـو ولیکل چــی نــورمــحــمــد تره کــی د ویښــو زلمیانـو د غــورځنــګ له بیل حـخـه په سیاسی ډګــر کـی یــو شمیر سیاسی انقلابی اثار او په لسګـونـو ناولـونه او لــنــډی کیسـی لیکلــی اوهغه وخت یی د هــیــوا په مطبـوعاتی کی چاپ ته سپارلی وی چـی دا ټــول دنــومــوړی دسیاسی افکارو ، ارمانـو نـو او مــوخــو ښـــکارنــدویی کــوی چــی د هــغــوی لـه جــمـلــه څــخـه په ۱۳۳۵ ش کال کی د کابل مجــلــی په ۲۰ ګڼه کـی د آدبی لیکنـو تــر نامه لانـدی یــوه سیاسی مقالــه د « کــلــه به وی……» تــر عــنـوان لانــدی خــپــره کــړه چــی داټـول د ارواښاد نــورمــحــمـد تـره کــی د ارمانــونــو به جـمـلــه کــی راځـی چــی محتویات یی په لانــدی ډول دی :
کــلـه به وی :
« کـلـه به وی هـغــه ورځ چــی لــوژه او بربنــډتــوب په انسانی ټـولنــه شـتــون ونه لــری، لــوژه څــوک نه پیـزنی او هــرڅـوک چـی هــرڅـه ته اړتیا لــری . هغـه به اسانی او هـوساینی ســره تــر لاسه کـړی او هــر څــه یی چـی له لاسه کــیــژی د ټـولنی د نــورو اوسیــدونـکـو د سعادت او خـیـر لپاره بیل کــړی او هیڅــوک د بل چـا له لاسه ازار نه شــی او نه داسی لاس وجود ولــری چــی بل چا ته ضرر ورســوی .
هــغــه ورځ چــی یــو دبل له ســر څـخــه لاس واخــلـی . هیــڅـوک دی زړه نه شی ښه کـولی چــی دبل چـا به حساب ژونــد وکــړی، هــیــڅــوک د بل چــا له لاس څــخـه ګــولـه نه ځـغـلوی او لکه د ژوری غــونـدی د بل چــا به وینو او غــوښــو یی ګذاره نه وی .
هغه ورځ چــی دسیسه سازی ورکی شــی یـو دبل د پښـو خاوری نه ســره کاژی یــو دبل به اور کـی نه ســره اوړی، خـپـل بـری دبل چـا به کمزور کی نه لـټــوی ، تل موقع ولــری چـی د هــر چــا به نسبت دمینـی او محبت فـکـر وروزلی شــی .
هـغــه ورځ چـی اقتصادی مساوات او تـولنــیــز یـووالی بشپـړتامین شــی او دهـغــو لــیـوانـو منـګـولی چــی د انسان به بڼـه یی د نـورو انسانانـو به شارګــو خــښــی کـړی دی او هـیــڅـوک دی ته نه پریــژدی چــی طبیعـی ژونــد وکـړی، وکښــلـی شــــی.
هــغــه ورځ چــی د اقتصادی ســویی د لـوړوالی او کفایت په اثـر درواغ ویلــو او چمونـو ته هــیــڅ فرصت پاتی نه شــی . هــر څـوک بشپړ فرصت ولـری چــی د ځان د تکمیل او ودی لپاره به خـبـلـواک صــورت ســره اقــدام وکـړی او دا تکمیل او وده یی د یــوی کارکــوونــکــی ټــولنــی د سعادت او آرامـی لپاره وی نه د نــورو د بربنـډولـو لپاره.
هــغــه ورځ چــی یـوه فعالـه او پاکــه ټـولنـه مــوجــوده شــی چــی د هغه په سعادت کـی هــر څـوک که نـر وی او ښــځـه مـوٍثره بــرخه واخیستـلای شــی او هــر څـوک موقع ولــری چـی د هغـی په تعمـیـر او لـوړتیا کـی بیله کـوم مانع څـخه مــرسته وکــړای شــی .
هــغــه ورځ چـی د خـدمت او زحمت استلـو په نامه خلک نه غــولــول کـیــژی او په دی پلمـه او تـر دی پردی لانــدی د دوی اقتصادی ، اجتماعــی او سیاسی حقــوق تـرپښـو لانـدی نه شــی.
هــغــه ورځ چـی پـوهـنـه او معـرفت عـام شــی اوهــیــڅــوک بیسـواده او نا خـوانه باتـی نه شــی . به هــر ګـوټ کـی هلکان او نجــــــونــی په مساوی ډول له معارف څــخــه برخمن شــی، د استثمار په خاطــر څــوک بی تعلیمه باتـی نه شــی.
هــغــه ورځ چـی د نــړی له ټــولـو ملـکـونـو څـخـه داخـلــی او خـارجــی استعمار او استثمار بیخـی ورک شــی ، ټـول کارکـونــکـی به ازاد صــورت سـره ددی واک او اختیار ولــری چــی دانــړی پخــپل زحمت ودانه کــړی او د هــغـه د ودانی ثمــره د ټــولــو د ګــټــی لپاره وی ، نه د دی او د هغه لپاره.
نــو زنــده باد هــغــه ورځ او بایــنـده باد دغــه ډول نیکمــرغــی آو په زړه پـوری ساعت . ددی ورځـی د راتلـو او یا راوستلــو ډیــری قـــربانــی پکار دی . دا ورځ هــرو مــرو راتلــونــکـی ده ، خــو که د نــړی ټـول زلمیان به مـوثر ډول بــرخه بکـشــی واخـلـی
پــورته ذکــر شــوی مقاله ۵۱ کاله وړانــدی د نـورمــحــمــد تره کــی د افکارو زیـژنــده ده چــی د اختناق به دیــرو ســخــتــو او ناوړو شـیــبـو کـی په ډیــر سیاسی مهارت او درایت ســره د هــیــواد په مطبــوعاتــو کــی خــبـره کــړی ده چــی د هــیــواد ناوړه شــرایط یی د نــړی د ناوړو شــرایـطـو تــر نامه لانـدی بیان کـړی دی او د هــیــواد خلک او په ځــانــګـړی تــوګـه زلمیان یی د نــړی د خــلــکــو او زلمیانـو تـر نامه لانـدی یـووالـی او د انسانیت دی ســتــری مبارزی ته رابللی دی.
راځــی چــی د زړه لــه کــومــی او د انصاف لــه مـخــی قضاوت وکــړو چــی د داسی انسان او شخصیت ( نــورمــحـمــد تــره کــی) چــی ټــولـه هـستی ، نیستی او ژونــد یی د افغانستان د خــلــکـودمــوکــراتیک ګــونـد او به ځانــګــړی ټــوګــه ددی هــیـواد خــلــکـو د نیکـمــرغــی او هــوساینــی لپاره وقف کـړی وه دهــیـرولــو وړ دی؟ ولی په خــواشینی ســره به ګــونــد کــی د یــو شــمــیـر جاه طلبــو او ځان غــوشـتــونــکـو کــړیــو ( د هغه وخـت د شــوروی د کی جی بی ســره د اړیـکـو پـه تــړاو) لــخــوا د ټــولــو بــشـری نـورمـونـو په خــلاف به ډیــره بی رحـمـی او ظالمانه دول ســره ووزل شــو او دده پــه وژنـی وروسته زمــوز ســرتاسری ګـونــد د نــورمــحـمـد تـره کــی له معــنـوی اوتوریتــی څــخـه بی بــرخه شــو او ټــول ګــونـد د یــوستــر بــحــران ســره مخامخ شــو په افسـوس ســـره چــی دا لــړی لا تــر اوســه هــم روانه ده. غــــواړم چــی د خــپــلـی لیکنــی په پای کــی زمـوژ د هــیــواد د پښــتــو آدب د ځـــلانــدی ستـوری ، د شلمی پیـړی د دوهــمــی نیمایی د وتلی او نامتـو شخصیت ارواښاد نــورمــحــمــد تــره کـی د زیــژیـــدنــی کــالــیــزه په لانــدی شــعــر ســره پای ته ورســوم :
هــســـی په خــــــــــولــه وایــو چــی نه راته یادیـــــژی
باور وکــــــــــړه چــــــی لــــــه زړه راتـــه یادیـــــــــژی
زمـــــوژ په مـنـــــځ کــی نه یی هــیــرولــی دی هــم نشو
قسم می په الله دی هــم به ویښه هــم ویــده راته یادیــژی
اولسونه شـول راپــورته نــــړی وه هـــک حــــــــــــیرانه
شیبه د سـره بیرغ ستا په لاس چــی لوړیده راته یـادیــژیپه ډیــر درنښت ۲۳ د ســرطان ۱۳۹۸- کابل – افغانستان
کاپی محمد خان

Bilden kan innehålla: 1 person, som ler

دسولي اړوندد طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د هوکړه لیک په هکله د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مشرتابه او غړو د نظر ټکې ;

 

کابل – افغانستان
د ۱۳۹۸ م د کب ۱۷ مه.

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند مشرتابه او غړو د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو د خبرو اترو پړاونه او د هغې په پاي کې د ۱۳۹۸ م د کب د ۱۰ مې د هوکړه لیک لاسلیک کول په ځير تعقیب کړی او په دې اړوند د خپل نظر ټکې په لاندې توګه برجسته کوي :

⁃ د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د خبرو اترو پيل د افغانستان خلکو د سولي بهیر نومولی او په جنګ زپلې هېواد کې د تلپاتې سولي د راتلو او له دې لارې د هېواد د خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ د ټينګېدو په نیت یي له هغې ملاتړ څرګند کړی . زموږ ګوند او د هغې غړو هم د سولي د پيل شوي بهیر څخه د یو شمیر ځانګړو اعلامیو او مصوبو په ترځ کې کلک ملاتړ ښودلی .ګوندي مشرتابه د خپلو کادرونو او ګوندیانو په مشوره د سولي د وړاندیزونو یوه ټولګه هم خپره کړي چې د زیاتو هېوادوالو ، په تیره بیا د سوله دوستو ټولنو او شخصیتونو د تایید او ملاتړ وړ ګرځيدلې . له نیکه مرغه د ټولګې د وړاندیزونو او وړاندوینو ډيرئ برخې په عمل کې سمې راوتلي .
⁃ د سولي بهیر کې ګوند دیو شمیر هغه ګاونډيانو ، سیمه ایزو – نړیوالو زبر ځواکونو ، کورنیو څرګندو سیاسي کړیو او عناصرو ناروا سیالیو ته کلکه ګوته نیولې چې له امله یي د هېوادوالو د سولي د ویشل کېدلو ، د وطنې سمت نیونې له محوره د سولي بهیر د منحرفولو او په پایله کې ، د افغانانو د سولي د یرغمل کولو لامل کېدلې .
⁃ د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د جګړي په شرایطو کې د سولي بهیر د سالم مدیریت په موخه د وطنپالونکو سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو ، دینې عالمانو ، د خلکو د راز راز کتګوریو د استازو د واحد دريځ نیولو او د لازمو همکایو لرلو په برخه کې د حکومت سره د همغږۍ په اړتیا پر له پسې ټينګار کړی .
⁃ د کب د ۱۰ مې هوکړه لیک چې د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شوی ، له یوي خوا د قرارداد په بڼه نه دی او له بلې خوا د یو مهم لوري په توګه یو شمیر مبهم ټکې او مفاهیم لري ، یانې د یو مهم لوري په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او د سولي بهیر کې د هغې وړ ځاي نه دی په ګوته شوی او د حکومت او طالبانو تر منځ د اورکم او اوربند تعهد په کې واضح نه تر سترګو کیږي . خو دا چې د افغانانو خپل مینځې مفاهمت ته په کې د کړکۍ پرانیستلو هڅه شوي د ګوند له خوا د پام وړ ګام بلل کیږي او له هغې ملاتړ کوي .
⁃ زموږ ګوند په دې خوشاله دی چې ګواکې د امریکا متحده ایالات او ناټو خپل پوځونه د هوکړې پر بنسټ او د اړتیا له مخې وباسې او ترهګرې ډلې هم نوره اجازه ونه لري چې د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف وکاروي . خو دا تکی مبهم دی چې د طالبانو او د نورو ترهګرو ډلو مالي او لوژستیکې ملاتړې به د کوم ټاکلې میکانیزم له مخې وڅارل شي چې ، نور د افغانانو د وینو له تویولو لاس واخلې ؟
⁃ د هوکړه لیک د لاسلیک سره سم د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ تبلیغاتې جګړې زور اخیستی ، طالبان د حکومت سره د خبرو پر ځاي له هغو يو شمیر سیاسي کړیو او اشخاصو سره د اړیکو ټينګولو هڅه کوي چې د سولي راوستلو په پلمه دلنډمهاله میکانیزمونو د رامینځته کولو پلانونه سنجوي . په دې لړ کې د سیمې ځينې څرګندې کړۍ د طالبانو او د حکومت د رقیبو کړیو خوا نیسې او د حکومت د واحد موقف د اجزاؤ د ویشلو په هڅه کې دي . د ملي ترقۍ ګوند په نظر ، له څو لسیزو را په دې خوا جګړو کې د اخته خواؤ د پخلاینې او ادغامولو له پاره د سیاسي اداري او قانون بدلون ، نه د سولي او ثبات لارې چارې دي او نه ورسره ګوند موافقت کولی شي او دا ډول کړنې د سولي بهیر بریالي کول د خنډونو سره مخ کوي !!
⁃ سوله او دموکراسې یو بل بشپړوې . خو په افغانستان کې د ملي ګټو پر ځاي ، ځانګړو ګټو ته د لمړیتوب ورکولو له امله د ټاکنو ډموکراتیک بهیر او د سولي بهیر په داسې یوه کرښه ودرول کیږي چې د ودي پر ځاي يو دبل د ورو کېدو او ان ټکر کېدو لامل شي . ګوند ته داسې وضعه د زغملو نه ده او په کلکه غواړي ( د ولسمشرۍ ټاکنو پایلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خو اعلان شوي او وثیقه یې د دولت ساز ټيم مشر محمد اشرف غنې ته د راتلونکې پنځه کلنې دوري د ولسمشر په توګه ورکړل شوي ) بې له ځنډه پلې شي او سوله په سم لورې بري ته ورسول شي . په دموکراتیک ډول د واک د سپارلو او د روانې کرغیړنې جګړي له بندولو پرته د افغانانو وینه تویدل نه ودریږي !
⁃ د سولي بهیر سالمه بریا او د ډموکراټيکو ټاکنو پر بنسټ واک ته رسېدل هر وخت زموږ خلکو او ګوند ته ډير ارزښت لري . ګوند دهغه لوري په خوا کې ودریږي چې د ملي مسألو حل ته په پوره ځيرتیا پاملرنه کوي . په دې برخه کې د توان تر کچې زموږ ګوند په غړیدلو سترګو د پيښو ادلون بدلون ته ګوري ، شننه کوي او د ځينو په څير د ځانګړو تمایلاتو او سلیقو له مخې په پټو سترګو ملامت او سلامت په یوه کاڼې نه تلي !
⁃ نړیواله ټولنه ، امریکا او ناټو د افغانستان د پوځي ، سیاسي او اقتصادي برخو په وده او سمبالښت کې تعهدات لري . ګوند منې چې د تعهداتو تر څنګ مرستندویه هېوادونه او ټولني خپلې ځانګړې ګټې لري . زموږ ګوند د هېواد د وسله والو ځواکونو د تجهیز او پياوړتیا ، د اقتصادي اډانو د رغولو او لا زیاتې ودي په برخو کې د شوي تعهداتو د پلې کېدو او ځينو ځانګړو ګټو ته د پاملرنې په برخه کې د یوه منطقې تعادل د مراعاتولو غوښتنه کوي . یانې د سولي د تأمین په نیت د نیول کېدونکو هوکړو په بهیر کې د وطن ودان شوي پوځي ، سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي بنیادونه د یو شمیر ګاونډيانو د ستراتیژيو د تطبیق په پار هیڅکله هم د بیا ورانیدو د خطر سره مخامخ یا معامله نه شي .
⁃ په تیرو څه کم دوه لسیزو کې د افغانستان په سیاسي ، پوځي ، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې داسې یو قشر ټوکېدلی چې په ذکر شوي برخو کې یي هر ډول امکانات او لاسته راوړنې برمته کړي . دا قشر ، فساد ، مافیا او د هېواد ملي يووالي ورانولو ته وده ورکوي او په دې توګه له بهرنیو څرګندو کړیو سره په نه شلیدونکو اړیکو کې دي . دموکراتیکې ټاکنې ، د دولت درې ګونې قواوي ، سیاسي مدني ټولني ، نړیوالي او سیمه ایزي اړیکې او د سولي او مصالحې بهیرونه د نوموړې قشر د نیش وهلو څخه په امان کې پاتې نه دي . نن سبا همدا قشر د موازې واکمنیو د رامنځته کولو نیمګړې هڅې او دړکې کوي . طالبانو ته شین څراغ ورکوي او د خپلو موخو په تحقق کې هغوئ د ځان پلوې ساتې . د ملي ترقۍ ګوند له نظره د هېواد خلک په تیره بیا روڼ اندي باید په افغاني ټولنه کې د دغه قشر د ځاي او موقف تعریفولو او د هغې د واک او اړیکو د حدودو د ټاکلو له پاره منظمه مبارزه وکړي . له دې پرته افغانستان سوله او ثبات نه شي لېدلی .
⁃ سوله ویشل ، په سوله کې د خپل حضور یقیني کول ، خلک ، وطنپالونکې سیاسي دموکراتیکې او مدني ټولني څنډي ته بیول ، د سولي د تأمین امتیاز ځانته کول ، د سولي له اقداماتو څخه د نورو د بیرولو په موخه د یوي حربې په څير استفاده کول نه یوازې سوله نه راولې بلکه هغې ته د رسېدو باور زیانمنوي . د ګوند په نظر داسې شرایطو کې سولي ته د کار کولو پر ځاي بیلا بیلې خواوي جګړي ته د بیا تیاریدو په ورانوونکو هلو ځلو اخته کیږي . ګوند د طالبانو ، حکومت او نورو سیاسي رقیبانو د پيل کړي تور بریښ بې له ځنډه بندول غواړي . بیلا بیلو خواؤ ته مشوره ورکوي چې ځانونه له هغه څرګندونو وژغوري چې د خلکو د اندیښنو بار نور هم درندوي . نړیواله ټولنه د خیر په غونډۍ د کیناستو پر ځاي له خپل اغیز څخه د ګټې پورته کوونې له لارې افغانان د ډاډمنې سولي د تأمین په کار کې ملاتړ کړي .
⁃ په تیرو څه کم دوه لسیزو کې د افغان وژونکې جګړي دروند بار د خلکو په اوږو ایښودل شوی . مرګ ژوبله ، د ځينو امتیاز خوښو سیاسي کړیو او عناصرو په پرتله عام ولس ته زیاته اوښتې . خو وطنوالو ته د شا کولو او پوښتنې پرته د هغوئ په غیاب کې هوکړي نیول د هېوادوالو په حقوقو سترګې پټول دي . طالبان هم د هوکړي په کولو کې د خلکو حقوق په پام کې نه نیسې . د ګوند له انده د هېواد د اوسیدونکو د ریښتینې استازولۍ پرته سوله نیمګړي ده . نو ځکه د سولي د تأمین په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر چتر لاندي د هېواد د ټولو کتګوریو وطنپالونکو نمایندګانو د مشوري اخیستلو او استازولۍ اصل د هر بل وخت په پرتله اهمیت او اړتیا پيدا کوي . له دې کبله د هېوادنیو سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو او حکومت څخه په درناوي هیله او غوښتنه کیږي چې د سولي د تأمین د جوړونکې بحث او عملي ګامونو اخیستلو له پاره د غوره استازولۍ په رامنځته کېدو ځانګړی او پلی کېدونکی کار وشي .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د نظر یو شمیر ټکې چې په پورته ډول فهرست شوي ، دا او ځينې نور ټکې په هېواد کې د سولي د سالمې سمت نیونې د بحث د تودولو ، د سولي بهیر د کورنیو او بهرنیو ابعادو د روښانولو ، په بهیر کې د سیاسي مدني ټولنو او شخصیتونو د رول لوبونې د امکاناتو د ارزولو او ډيرولو ، د طالبانو سره د خبرو اترو په میزونو کې د یوي فعالي ، فني کارپوهي او واحدي استازولۍ د رامنځته کولو سره زیاته مرسته کولی شي .
له دې کبله د هېواد په جګړه زپلو خلکو ، په تیره بیا سیاسي ګوندونو ، نهادونو ، ګروپونو ، مدني ټولنو ، خپلواکو شخصیتونو ، دینې عالمانو ، قومي مشرانو ، حکومت ، نړیوالي ټولني غږ کوو چې د طالبانو او امریکا د متحده ایالاتو د نوي لاسلیک شوي هوکړه لیک د هغو مواردو په عملي کولو کې مرسته وکړي چې د افغانستان په ځمکه د اورکم ، اوربند او تلپاتې سولي د تأمین لامل کیږي او د هغو مواردو او هڅو مخنیوی وشي چې د سولي د تأمین په نوم د افغاني ټولني لاسته راغلې ارزښتونه کمرنګه او یا بیخي له منځه وړي .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ، مرکزي سیمه ایزي شوراګانې او ګوندي غړي خپله وطنې دنده ګڼې چې د هرې هغې هڅې څخه چې جګړه او افغان وژنه ودروي ملاتړ وکړي او د پلې کېدو په چارو کې یي فعاله برخه واخلې .

په هېواد کې د سرتاسرې سولي د تأمین په هیله !

عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

Bilden kan innehålla: 3 personer, personer som sitter