نیاز محمد مومند د خواشینی پیغام 

د شاه محمود حصین د مړینی په مناسب

څه موده مخکی د شاه محمود حصین د ناروغتیا څخه خبر شوم، په تلیفون مې ورسره خبری وکړی، وروسته چی د جرمنی په روغتون کې بستر و، د یو کوچنی پیغام په ترڅ کې مې د هغه د روغتیا هیله وکړه او دا دی نن په ډیری خواشینی سره خبر شوم چی شاه محمود حصین له دي نړۍ څخه لاړ او شاته یی خپل خپلوان، دوستان اوملګری ټول غمجن پریښودل. مرګ حق دی او هر چاته په خپل وار راروان دی. خو د شاه محمود په مرګ نه یواځی د هغه کورنۍ او پوره ولس زیانمن شه بلکی یو لوی سیاسی مکتب ته نجبرانیدونکي زیان واوښت. شاه محمود حصین په ملګرو ډیر ګران و. هغه د ملګرو په زړونو کې ځای او ځانګړی مقام لاره. دغه مقام هغه ته چا په تحفه کې نه و ورکړی بلکی هغه ته د خپل کار، زیار، صداقت، فداکارې او مبارزی ته د ژمنتیا له امله په لاس ورغلی و. د هغه ژوند او مبارزه ویاړمنه او الهام ورکونکي وه. د هغه ژوند او مبارزه یو مشال و چی پخپله سوزیده او نورو ته یی رڼا ورکوله. افسوس چی مونږ ډیر بی وخته له دغې رڼا څخه بی برخې شو. زه په داسی حال کې چی په دغه لوی ویر کې ځان شریک بولم، وایم چې لوی خدای دي د هغه درنې کورنۍ، پتمنې میرمنې او نازنینو بچیانو ته لوی زغم او صبر ورپه برخه کړی. لوی خدای دې ارواښاد حصین ته بهتر جنتونه ور په برخه کړی. روح دي ښاد او یاد دي تل پاتې وی.

 

د خواخوږئ پيغام

Wolas Ghag

Wolas Ghag

په پوره خوشينونکی توگه نن خبر شوم چې دافغانستان دولسونو غښتلي دوست ملگری د خلکو رښتينی مبارز، ليکوال، تاريخ پوه، پر وطن اود خلو مين انسان دروند ملگری شاه محمود حصين مو د لاسه ور کړ . زه د خپل ځان اودرنو ملگور او خپلې کورنۍ په استاز ولې دده درنۍ باعزته کورنۍ ته داجل صبر غوښتونکې يم ده ته دالله ج په پاک در بار کې
دهتهجنت غوښتنه کوم.محمد اقا 

دخواخوږې پېغام

په ډېره خواشنې سره مود ګوند له لاری خبر تر لاسه کړو چی وتلی او پر خلکو مين مبارز پاک وطنپرست ملگری رسول د ګوند د مرکزي شورا غړۍ د ننگرهار د ولاتي شورا د بيرو غړۍد ور پېښې نارغۍ له امله خپل ځان حق ته وسپارلو، زه د خپل ځان او نورو بهر ميشتو ملگرو په استازولې د ده درنۍ غمجنې کورنۍ د ننگرهار هميشه بهار ملگرو ننگرهاريانو او دده دوستان ته دزړه صبراوده ته جنت فردوس غواړم .

ملگری رسول د گوند درهبری له وتلو کسانو څخه وو دده مړينه موږ ټولو ته يو نه جبرانوونکې ضايعه ده خو زه او موږ ټول دده ملگري ده ته دا تغهد سپارو چی دده دارمانونو دپوره کولو لپاره به له هيڅ ډول هاند او هڅو لاس وانخلو دده لار به تعقيب وو ملگری رسول په خلکو او ولس کې ځانگړی مقام درلوده دښو اخلاقو خاوند وو .

موږ ته دده هيرول دروند کار دی موږ به تل دده په شان دخپلو خلکو لپاره د سوکالی او تل پاته سولی د رامينځ ته کولو په خاطر مبارزه کوو دا مو هوډ اودده سره پوره ژمنتېا ده.

قالو انا لله وانا اليه راجعون

محمد اقا کوچی

خبرتيا

دسويډن په شاهي هيواد کې دافغانستان دخلکو د دترقی ملي متحد ګوند رهبري شورا پرېکړه کړی چی دروان زکال 2016 د نويمبر مياشتی په 12 نېټه عمومي غونډه جوړه کړي

دا غونډه د سويدن په دويم لوی ښارکې (يتبوري » رابلل شوی ده .

ټول ملګري دی خبر وي

احمد ګل اند ړ منشي لخوا

 

پر وطن او خلکو مين وتلی جنرال ملګري فايق له دی پاني نړی وکوچيد ه

قالو انا لله وانا اليه راجعون

.

درنو ملګرو اوقدرمنو دوستانو جنرال فايق په هلمند. اتمه حوزه د کاپيسا ولايت د کورنيو چارو په وزارت کې خورا موهم پوستونوکې دندی سرته رسولي مرحوم جنرال په هر ځای کې چی دنده سرته رسولی د هغه سيمې خلک يې دده دوطن دوستی پاکې او سپېڅل تېا درناوی کوي دده په مړينه ټول ملګري ولسونه د زړه له نيته غمګين شوي زه د جنرال صاحب درنې کورنۍ دوستانو اوده مرحوم ملګرو ته د لوی الله په دربار کې د جنت پردوس غوښتونکې يم او کورنۍ ته صبر جميل غواړم.

محمداقا شيرزاد

ابراز سپاس وقدردانی

کمیسیون تدارک مراسم خاکسپاری و فاتحه خوانی شخصیت پرافتخار وصادق کشور زنده یاد رفیق شفیق الله توده ای بدینوسیله از منسوبان دلیر نیروهای امنیتی کشور بوِیژه منسوبین حوزه های اول،هشتم و نهم امنیتی،منسوبین ریاست عمومی ترافیک ،قوماندانی انظباط شهری، و درمجموع قومندانی امنیه شهرکابل و وزارت داخله ی کشور ،بخاطر سعی وتلاش پیگیر وبیدریغ شان در تامین امنیت و نظم DSC06878مراسم نمازجنازه،خاکسپاری و فاتحه خوانی مرحوم شفیق الله توده ای ابراز سپاس و شکران نموده ضمن آرزوی سلامتی وسرفرازی همیشگی برای این فرزندان فداکار وطن؛برای ایشان توفیقات مزید دراجرای وظایف محوله بویژه درامرتامین امنیت شهروندان کشور و برقراری نظم وآرامش درمیهن عزیزما از بارگاه خداوند بزرگ استدعا مینماید.