پامپیو ولې له طالبانو سره د سولې د توافق لاسلیک ته چندان لېوال نه دی؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

ټایمز مجله په خپل یوه ځانګړي راپور کې وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خپله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافقلیک لاسلیک ته چندان لېوال نه دی.

ټایمز مجلې دغه مطلب د ځينو امریکایي، افغان او اروپایي چارواکو له قوله چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، خپور کړی دی.

ټآیمز د باخبرو چارواکو له قوله وایي چې په دغه توافقلیک کې څو مهمې مسئلې ناحلې پاتې دي.

مجله لیکي، دغه توافقلیک په افغانستان کې له القاعدې سره د ترورېزم ضد امریکایي ځواکونو د مبارزې دوام، په کابل کې د غرب له ملاتړه د برخمن حکومت بقا او حتی په دغه هېواد کې د جنګ خاتمه نشي تضمینولی.

ټایمز د افغان چارواکو له قوله وایي چې پر دغه سند لاسلیک به د امریکا د یوه مشروع سیاسي بنسټ له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو په معنا وي او دی نه غواړي چې دا کار وکړي.

د مجلې په لیکنه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره په ۹ پړاوونو کې د سولې توافق وروستی کړی دی.

ښاغلي خليلزاد تېره سې شنبه ازادي راډيو ته وويل: له طالبانو سره په اصولو کې پر څلورو ټکو موافقه شوې چې په هغوى کې:

  • لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي او که د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي.
  • دوهم، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل.
  • درېیم، د بین‌الافغاني خبرو پیل.
  • څلورم، بشپړ او دایمي اوربند دی.

ټایمز مجله لیکي چې ښایي دغه سند د خلیلزاد په امریت لاسلیک شي او یا هم دواړه خواوې یوازې د اعلامیې په خپرولو اکتفا وکړي.

تر شااوخوا ۱۰ میاشتو خبرو او نهه پړاوه مذاکراتو وروسته چې د اګسټ په ۳۱مه پای ته ورسېدل، ښاغلي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره په اصولو کې یوه موافقه شوې چې څلور مهم مسایل چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د خطر د نه‌متوجې کېدو په اړه د طالبانو تضمین، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدل، د بین‌الافغاني خبرو پیل او په افغانستان کې اوربند د دې موافقې مهم ټکي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره دوشنبه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره یې ولیدل او له طالبانو سره د موافقې د مسودې جزئیات‌یې ورسره شریک کړل.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

نوموړي همداشان ویلي وو چې دا مسوده به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر لاسلیک وروسته نهایي شي.

په همدې ورځ یعنې تېره دوشنبه د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم خبریالانو ته ویلي وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مسوده په دقیق ډول مطالعه او ارزول کېږي او وروسته به‌یې په اړه د کابل دریځ اعلان شي.

خو د ولسمشر ویاند بیا پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۳مه» په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، لکه څنګه چې پخواني امریکايي مقامات او سناتوران له طالبانو سره د هوکړې په اړه اندېښنه لري، افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی.

Sediq Sediqqi

@SediqSediqqi

(3/3) همانگونه که مقام های پیشین و سناتوران امریکایی نگرانی هایی از پیامدهای این تفاهمنامه‌ دارند، حکومت افغانستان نیز نگران است و از همین رو، ما خواهان وضاحت در رابطه به این سند می باشیم تا خطرات و پیامد های ناگوار آن را با دقت كامل تحليل كرده و جلو خطرات را بگیریم.

98 people are talking about this

ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې افغان حکومت د دې هوکړې په اړه د زیاتو توضېحاتو غوښتونکی دی، ترڅو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.

صدیقي وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې د هر ډول پرمختګ چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي، ملاتړ کوي.

میل آنلاین: افغانستان یک قدم بسمت صلح نزدیکتر شده‌ است

منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 8/4/2019

واشنگتن پُستروزنامه واشنگتن پُست در شماره اخیر خود مطلبی را به قلم ژورنالیست مشهور فرید زکریا به نشر رسانده‌است تحت عنوان “برای امریکا پیروزی در جنگ افغانستان مهم است، اما این پیروزی نباید با ناکامی در میدان صلح همراه باشد.”

در این مطلب آمده‌است، معامله ادارۀ رئیس جمهور دونالد ترمپ با طالبان می ‌تواند در جنگ ۱۸ ساله افغانستان منبع ثبات باشد، ولی هم زمان با آن می ‌تواند گروه‌ های تروریستی را جسورتر بسازد و افغانستان را برای سال ‌های سال دوباره به گرداب جنگ سوق بدهد که در نتیجه آن امریکا مجبور خواهد شد دوباره تعداد زیاد سربازان خود را به میدان جنگ در این کشور بفرستد.

به نوشته فرید زکریا، راه حل سیاسی نباید به خروج عاجل قوای امریکا از افغانستان متمرکز باشد، بلکه هدف اصلی آن باید راه حل سیاسی بین طالبان و حکومت افغانستان باشد. او می‌ افزاید این یک گام مهم و مؤثر بود که رئیس جمهور ترمپ زلمی خلیلزاد را مؤظف به مذاکرات با طالبان ساخت. قدم دوم باید این باشد که ساحه مذاکرات فراختر شود و حکومت افغانستان هم شامل این مذاکرات گردد.

به نوشته روزنامه، نتیجه نهایی باید این باشد که یک حکومت وحدت ملی در افغانستان به قدرت برسد که حکومت فعلی افغانستان و طالبان در آن سهم داشته باشند. البته این فعلاً مشکل به نظر می ‌رسد، ولی دسترسی به آن در مراحل بعدی ناممکن نیست.

از سوی دیگر به نوشته فرید زکریا، امریکا نباید در رابطه با خروج قوایش از افغانستان سازشی را در روی کاغذ با طالبان ترتیب دهد که طالبان بتوانند به آسانی از آن تخطی کنند. فرید زکریا می ‌نویسد، امریکا دستآورد های بزرگ در افغانستان داشته است، از جمله در ساحه تعلیم دختران و پسران، سرکوبی القاعده ، محدود ساختن مصارف نظامی امریکا در افغانستان و جنگ علیه تروریزم. اما به نوشته روزنامه امریکا باید اطمینان حاصل کند که با ختم جنگ در افغانستان در میدان صلح نیز موفق است.

  • میل آنلاین

نشریه میل آنلاین در شماره اخیر خود نوشته است، از تمامی صحبت‌ هایی که در روز های اخیر به گوش می ‌رسد چه از قول مقامات امریکایی و چه از مقامات افغان و حتی طالبان یک نکته واضح می ‌شود، افغانستان یک قدم به سمت صلح نزدیکتر شده ‌است. به نوشته نشریه، زلمی خلیلزاد نماینده خاص امریکا برای صلح افغانستان اول سپتمبر را یک تاریخ خوب برای موافقت صلح با طالبان خوانده و گفته است موافقت بین امریکا و طالبان شاید در همین دور مذاکرات که روز جمعه در دوحه آغاز شد نهایی شود.

نشریه میل آنلاین به سخنان سهیل شاهین سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر اشاره نموده‌ است که گفت، مذاکرات آن‌ ها با امریکا می‌ تواند در همین دور نهایی شود. نشریه می‌ نویسد، سناتور امریکایی لیندسی گراهم بدون تأیید این گزارش ‌ها در تویتر خود نوشته، امیدوار است موافقتی که امریکا با طالبان امضا می ‌کند از منافع این کشور و متحدان آن محافظت کند.

چندین نشریه و روزنامه دیگر امریکایی و غربی از جمله واشنگتن اگزماینر، نیویارک پُست، ملیتری تایمز و دیگران هم درباره نزدیک شدن امریکا برای توافق صلح با طالبان مطالبی را به نشر رسانده‌اند.

               

ستراتفور کامنتری: افغانستان به یک نقطه عطف میرود
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 8/4/2019
ستراتفور کامنتری

نشریه ستراتفور کامنتری با عنوان “افغانستان به یک نقطه عطف می‌ رود” مطلبی را نشر کرده‌است. نشریه به اظهارات تازه زلمی خلیلزاد نماینده خاص امریکا برای صلح افغانستان تمرکز کرده که می‌ گوید، ایالات متحده آماده نهایی سازی توافق با طالبان است. ستراتفور کامنتری در اینجا به سه سناریو اشاره می ‌کند.

  • نخست این که “اگر گفتگو ها در هم شکند.”

در چنین گزینه تقاضا های طالبان و ایالات متحده برای همدیگر شان غیرقابل پذیرش خواهد بود و شاید یک جانب یا هر دو از گفتگو ها بیرون شوند.

  • نشریه ستراتفور کامنتری از سناریوی دوم با سرخط “گفتگو و ادامه جنگ ‌ها” یادآوری کرده ‌است.

به تحلیل نشریه، در چنین وضعیت، درگیری ها میان نیرو های امنیتی افغان تحت حمایت ناتو با طالبان ادامه خواهد یافت و آن سو امریکا در گفتگو ها با طالبان مشغول خواهد ماند. در ادامه این هم گفته شده که طالبان به احتمال زیاد به جنگ ‌ها تا هنگامی ادامه دهند که واشنگتن خروج نیرو ها از افغانستان را اعلام کند.

  • سناریوی سوم به باور ستراتفور کامنتری “توافق صلح” است.

هدف اصلی گفتگو های فعلی، رسیدن به صلح دانسته می‌ شود. در چنین گزینه به نوشته نشریه، امریکا و طالبان به چهار مورد اصلی توافق می ‌کنند.

آتش ‌بس دایمی و پایان جنگ ‌ها، تعهد طالبان که افغانستان برای حمله بر خاک هیچ کشوری استفاده نخواهد شد، تعیین جدول زمانی برای خروج نیرو های امریکایی از افغانستان و در نهایت گفتگو ها میان حکومت افغانستان و گروه طالبان.

نشریه ستراتفور کامنتری می ‌نویسد که حالا فرصت ‌ها برای یک توافق صلح در افغانستان، بیشتر از هر زمان دیگر به چشم می ‌خورد زیرا ایالات متحده امریکا نمی‌ خواهد گفتگو ها را بدون داشتن یک نتیجه واضح، برای مدت نامعلوم ادامه دهد.

  • نیویارک تایمز

روزنامه نیویارک تایمز به موضوعی مشابهی پرداخته و در آغاز از تلفات غیرنظامیان در افغانستان یادآوری کرده‌است. در این مطلب، از بخشی یک شاهراه افغانستان به نام جاده زندگی و مرگ یادآوری شده‌است. به نوشته روزنامه، شاهراه هرات – کندهار که روز سه‌ شنبه شاهد برخورد یک بس مسافربری با یک ماین بود، از جاده‌ های خطرناک افغانستان است. در رویداد دو روز پیش، ۳۵ تن جان دادند و ۲۸ تن دیگر زخم برداشتند.

نیویارک تایمز هم زمان با یادآوری از تلفات غیرنظامیان، نیروهای امنیتی افغان و هم‌ چنان طالبان، به تلاش‌ های صلح نیز توجه کرده‌است. به نوشته روزنامه، گفتگو های چند ماهه طالبان و دیپلومات ‌های امریکایی به دو مورد متمرکز بوده، تعیین جدول زمانی برای خروج نیرو ها از افغانستان و ضمانت از جانب طالبان که بر کشور دیگر تهدید بار نیاورند و به تروریستان پناه ندهند.

در ادامه آمده، با آنکه دو جانب به نهایی سازی توافق نزدیک شده‌اند، دیپلومات ‌های امریکایی برای مرحله حساس بعدی تلاش دارند، یعنی گفتگو های طالبان با حکومت افغانستان در مورد آینده سیاسی کشور شان.

به نوشته نیویارک تایمز، زلمی خلیلزاد نماینده خاص امریکا برای صلح افغانستان، با این امیدواری سفرش را به قطر آغاز کرده تا در دیدار با نماینده‌ های طالبان، توافق مقدماتی صورت گیرد و در نتیجه، راه ‌ها برای گفتگو های رسمی حکومت افغانستان و سایر جناح ‌ها با طالبان باز شود.

                 

خلیلزاد: امریکا دسولې یوې ښې موافقې ته چمتو ده
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 8/4/2019

دافغان سولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا له افغانستان څخه دسرتېرو دوتلو دموافقې په لټه کې نه بلکې دسولې دیوې داسې موافقې په لټه کې ده چې هغه سره دبهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.

زلمي خلیلزاد پرون جمعه ناوخته پرخپل ټوېټر لیکلي چې امریکا په افغانستان کې شرایطو ته په کتو حضور لري او شرایطو ته په کتو وزي. هغه ویلي: “موږ دسولې موافقې په لټه کې يو، دسرتيرو دايستلو موافقه نه، دسولې هغه موافقه چې دبهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابره کړي.”

ټاکل شوې نن شنبه د«اګست پر۳مه» په دوحه کې دامریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې پیل شي. زلمی خلیلزاد چې تېره ورځ دوحې ته رسېدلی همدارنګه ویلي، چې طالبانو دسولې موافقې ته شین څراغ ښودلی دی. هغه ویلي: “طالبانو داسې اشارې ښودلې چې غواړې یوې هوکړې ته ورسېږي، موږ یوې ښې هوکړې ته پوره چمتووالی لرو.” نوموړی په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېر اونۍ ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې دشرایطو ترتضمین وروسته خپل پوځي حضور په تدریجي توګه کم کړي.

ښاغلی خلیلزاد دوحې ته ترسېدو مخکې په اسلام آباد کې ویلي،چې افغان سوله دافغانستان او پاکستان ضمانت اړتیا لري، چې له مخې دا ډاډ ترلاسه شي چې دهېڅ یو هېواد خاوره به د بل د ګواښولو لپاره نه کارول کېږي. طالبانو که څه هم تردا مهاله دافغان سولې په اړه داتم پړاو خبرو پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو تردې مخکې له افغانستان څخه دبهرنیو سرتېرو پر وتلو ټینګار کړی دی.

                    

کرزی: ملګري ملتونه دې دټرمپ دڅرګندونو په اړه دافغانانو اندېښنې واوري
منبع : تاند   تاریخ: 8/4/2019

پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې دملګرو ملتونو له استازي تدامیچي یاموموتو سره لیدنه کې نوموړي ته ویلي چې دافغانستان په تړاو دټرمپ له سپکاوي ډکو څرګندونو په اړه دې دافغانانو اندېښنه ملګرو ملتونو ته ورسوی. کرزي یاماموتو سره لیدنه کې دافغانستان په اړه دټرمپ ددې خبرې دتکرار غندنه کړې چې ګواکې بیا هم وایم افغان جګړه په دوه، درې یاڅلورو ورځوکې ګټلی شم خو نه غواړم هلته لس میلیونه انسانان ووژنم. په دې لیدنه کې دواړو لوریو دافغان سولې په تړاو هم خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزي په دې وروستیو کې دسولې هڅې دامریکا او پاکستان په لاس کې بللي او زیاته کړې یې ده چې ډارېږي پرافغان سوله یو وار بیا معامله ونه شي.

                  

برگشت به فهرست اخبار

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د اجرائيه بیرو جلسه !

د وري ۲۲ کال ۱۳۹۸ م

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د اجرائيه شورا نوبتې ناسته د ګوند په مرکزي دفتر کابل کې جوړه شوه .
د ناستې په اجندا کې د ګوند د ریس ملګري عبدالحې مالک او د دارالانشا د پلاوي رپوټ شامل ‌ؤ چې ، د خوست او پکتیا ولایتونو د ګوندي سازمانونو څخه په کې کاري لېدنه شوي وه.
د ګوند ریس او د دارالانشا پلاوي ، د یاد شوي ولایتونو د ګوندي سازمانونو او غړو د کار او فعالیت ، د سیاسي کار د شیوو ، سیاسي کار ته د ژمنتیا اړوند مسألي هر اړخیزه وڅيړلې او د ملګرو د زیار او مبارزي څخه قدردانې او ستاینه وشوه . د دې په څنګ کې د ګوند د مالي چارو د بهبود په موخه د ګوندي حق العضویت او بسپنې د راټولولو د میتودونو د نوي والې په هکله هم هر اړخیزي خبري ، مشوري او لارښوونې وشوي چې رپوټ یې د ګوند اجرائيه بیرو ته وړاندي شو چې له غور وروسته ومنل شو .
په جلسه کې دریمه ماده چې په اساسنامه کې د وړاندیز شوي تعدیلاتو واردول وه تر بحث لاندي ونیول شوه ، د ملګرو د نظریاتو د وړاندي کېدو وروسته ، د اسنادو او ارتباط کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ملګرو د نظریو د راټولولو وروسته ، د ګوند د تشکیلاتو څانګې له خوا اساسنامه کې وړاندیز شوي نظریات او تکمیلات ځاي شي .
د جلسي په جریان کې ملګری محمدالله څپاند چې نوی هغه او ملګري یې له ګوند سره یو ځاي شوي ، د ملګري مالک له خوا نورو ملګرو ته ور وپيژندل شو او ټولو ورته تود هرکلی ووایه او په ګوند کې یې د هغه او نورو ملګرو حضور د ګوند د پياوړتیا نښه وبلله .
په مقابل کې ملګري محمدالله څپاند د ملګرو له تودو ولولو مننه وکړه او د ګوندي کار د لا چټک تیا په اړتیا یې زور واچاوه . وعده یې وکړه چې خپل ټول ملګري د ګوندي تشکیلاتو له لاري په بیلا بیلو شوراګانو کې تنظيم کړي . ګوند ته به جلب او جزب زیات کړي او د ګوندي اعتبار لوړولو له پاره به د هر ګوندي فعالیت لوری سموي .
د افغانستان د سولي د روان بهیر د سالمي سمت نیونې ، د افغانانو تر منځ ( د حکومت او طالبانو ) د بین الافغاني خبرو د پيل کېدو ، مشورتې لوي جرګې ته د استازو ټاکلو په لړ کې ګوندي غړو ته د کمپين کولو کار د چټکولو لارې چارې ومومې .استازي ملګري په مشورتې لویه جرګه کې د هېواد ملي ګټو ساتلو ته متوجې کړي .
جلسه د ګوند د ریس ملګري مالک له خوا ګټوره وبلل شوه او ګوندي مسولینو ته مشخصې دندې وسپارل شوي .
په درناوي

د ګوند د تبلیغ او فرهنګ څانګه

Bilden kan innehålla: 4 personer, personer som sitter och inomhus

  سیاسي تګلاره د هیواد  سیاسی  حالاتو  ته  لنډه کتنه

که د سولې د خبرو بهیر وڅارو، نو څرګندیږي چه دوه سوالونه د مذاکرو اساسي مضمون  جوړوي:

‎۱- په سیمه کې د امریکې او ناټو سیاسي ـ نظامي حضور.

۲- په سوله کې د ګاونډیو او د سیمې زبرځواکونو ځان ځاني ګټې.

امریکا:

څرګنده ده ، چه په ۲۰۰۱ کال کې امريکا او ناټو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اجازه نامې (مندات) سره په افغانستان کې د القاعدې پر تروريستی سازمان او د طالبانو پر رژیم،  چه د القاعدې مشرته يې پناه ورکړې وه، بريد وکړ.  امریکايي او اروپايي لښکرو القاعده د افغانستان څخه وویستله، د طالبانو رژیم يې نسکور کړ، پخواني جهادي مشرانو ته يې دولت په لاس ورکړ، ڼظامي هډې يې ځای پرځای کړې، په دموکراتیکو اصلاحاتو يې پیل وکړ، د بیارغونې د پروګرامونو د پلي کولو په موخه يې  ملیاردونه ډالر راوړل.  خو خارجي مرستې د جهادي مشرانو او دولتي لوړپوړي مامورانو (تکنو کراتانو) له خوا لوټ شوې، د بیا رغونې پلانونه په ټپه ودریدل، ډیر ژر طالب جنګیالي راپیداشول، د اشغالګرو څخه د وطن د آزادولو او د اسلام په خاطر د مقدس جهاد د شعارونو سره (لکه ۳۹ کاله دمخه) د جنګ  لمبې له هرې خوا بلې شوې.  د افغانستان  خلکو، په تیره  د  پښتني سیمو، د بمونو د باران څخه دردیدلي ولس، د جنګیالیو ملا وتړله. لکه د پخوا په شان، د عربي هیوادونو پیسو او د پاکستان هراړخیزه مرستو سره، طالبان د خاورې په یوه برخه مسلط شول، او امریکا یان يې  خبرو ته اړ کړل. ‎‎

پوښتنه پیدا کيږی چه امريکا د خپلو سربازانو دومره  تلفات او سترمالي تاوان د دې دپاره ځغمي  چه د تروریزم او مخدره موادو سره  مبارزه و کړي؟ که  نور ستراتژيک هدف لري؟ نورهد فونه دادي:

 ـ د امریکې له پاره زمونږ هیواد یو ښه مورچل دی، چه د هغه څخه خپلو ستراتیژیکو حریفانو لکه روس چین او ایران ته سنګر ونیسي، نظامي هډې، د کشف وسایل د  جاسوسۍ ځالې، لکه په  اسرائیلو او پاکستان کې  دلته تأسيس کړي؛

ـ د امریکې او اروپايي هیوادو د صنعتي تولیداتو د پلورلو پلانونه، د پاکستان سمندري بندرونو څخه، بیا د افغانستان د شمالي دروازوله لیارې د منځنۍ آسیا پراخو تجارتي مصرفي بازارونو ته لیږدونه تر ټولو ارزانه او ګټوره تجارتي ستراتیژي ده؛

ـ د افغانستان تر ځمکې لاندې شتمنۍ، قیمتي کمیابه صنعتي معدنونه ، د ټولو بډایو هیوادونو پام جلبوي. خوپه افغانستان کې د نظامي سیاسی حضور په حالت کې به دا توکي  په آسانۍ لاس ته راشي.

ښکاره ده، چه د ګلوبالیزم سیاست، د امریکې بې رقیبه واکمنۍ،  په نړۍ کې مخ په زوال ده. د بل پلوه، د امریکې او پاکستان تر مینځ  د افغانستان پرسر پیداشوی سیاسي تضاد، د ناټو هیوادونو سره د ټرامپ  کبرجن  برخورد، او د ترکيې سره د امریکې د مناسباتو خړپړتیا، سبب ګرځیدلي دي چه امریکه په سیمه کې یواځې پاته شي.  که دا شرایط امریکه د یوې عادلانه سولې د راوستلو په لوري  ټیل وهي او د افغانستان د ملي ګټوپه پام کې نیولو سره ، یانې؛ ځمکڼۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، د قوي مرکزي دولت ساتنه، د اساسي قانون حکومت د شتون سره صادقانه ګامونه پورته کړي، نو زمونږ وطن ته به سوله او ثبات راولي او ځانته عزت او که امریکه  بیا د پاکستان سره غاړه په غاړه شي او (لکه ۲۷ کاله د مخه) هرڅه پاکستان ته وسپاري، دا به یوه نجسه سناریو وي.‎

ګاونډیان:

له بده مرغه، زمونږ د ګاونډیانو، په تیره د پاکستان او ایران  دولتي سیاست او امنیتي ارګانونوهڅې   تل زموږ د دولت او ملي حاکمیت  د کمزورتیا  په موخه کارول شوي دي.

ـ پاکستان او ایران، خپلې ګټې زمونږ د ضعیف حاکمیت په وجود کې، د دوۍ  تراثر لاندې چارواکو په شتون کې ، په مذهبي  رادیکالیزم او افراطیت اخته حزبونو کې، د ملي نفاق او محلي کړکیچونوسره لاس په ګریوان افغانستان کې ګوري.

ـ دوۍ، ته بي تعلیمه، بې سواده، د صنعتي او تولیدي موسسو نه تش افعانستان په کار دی، چه د دوۍ د تولیداتو استعمالونکی او مصرفي، بیرته پاته هیواد اوسو. همدا وجه ده چه دا څلویښت کاله ، د دوۍ  ‎ له خوا روزل شوې، استول شوې جنګي ډلې، ښونځي، پلونه، سرکونه او دولتي پروژې، یانې بنسټیزې بناوې (انفرا ستروکتور) ویجاړوي، فني کدرونه، آن ښوونکي وژني.

ـ د پاکستان دولت  تل د افغانستان د جنګي حالاتو څخه  ګټه پورته کړې ده. د شوروي سره د جنګ مدیریت او د جهادي حزبونو سازماني چارې  تر ډیر حده  د آی اس آی په لاس کې وې. د پریمانه مالي مرستو څخه چه َعرب شیخانو او غربي هیوادونو د  جهادیانو په نامه استولې، پاکستان غوړه برخه لرله. جنګ،  افغانستان خلکوته غریبي او ورانی اوپاکستانیانو ته آبادي او ثروت ډالۍ کړ.

ـ پاکستان د تروریزم سره د مبارزې په درواغجنه پلمه د امریکې او اروپا څخه او د جهاد سره د مرستې  په حیله د سعودي  او شیخانو نه په ملیاردونو ډالر تر لاسه کول. کله چه امریکې او نړیوال بانک، دا عاید ورباندې بند کړل، پاکستان  د امریکې مخالف لوري، روس او چین ته مخه کړه او طالبانو سره يې د امریکې پر خلاف جنګي مرستې چټکې کړې.  اوس، پاکستان د مینځګړیتوب تلوار لري، څو په افغاني سوله کې  خپلې دولتي ګټې  تر لاسه کړي. دا ګټې  به څه وي؟ دا  د جهاني بانک نه د کریډت د اخیستو د بندش  لیرې کول دي، دا د طالبانوپر سر تجارت دی، چه ګنې پاکستان  به يې مذاکراتو ته حاضر کاندي، د  طالبانو سازمانونه به  سوله ایز ژوند ته عیار کړي، احتمالا د دوۍ وسلې به  په بیه واخلي. د افغاني دولت نورو خواوو سره به د طالبانو د  اړیکو د کړکیچونو د حل صلاحیت تر لاسه کړي، ( یانې د سولې مدیریت ترلاسه کولو هڅه) او په دې ډول به راتلونکي  بین الافغاني سیستم کې خپله اغیزه وساتي.

د  یادوڼې وړ بولم چه د اشغال او یا حضور د کلمو د استعمال پر مبنا زیات روښانفکره  تحلیلګران سره مخالف دي. هغه چه د اشغال د کلمې تذ کر مطلق ګڼي، او د هغې پر ځای د حضور د کلمې استعمال خیانت بولي اشتباه کوي، ځکه چه:

ـ  د حضور او یا اشغال  د کلمې استعمال موجوده واقعیت ته بدلون نه ورکوي، بلکه د واقعیت تفسیر دی، چه هر یو يې د خپلې ارزونې سره کوي. یوه خوا وايي «وطن نیول شوی، دولت د اشغالګرو ګوډاګی دی،  د دولت کارکونکي د ښکیلاک مزدوران دي، که کوم شخصیت د خپل استعداد او یا  ولسي اعتبار په مټ په سیستم کې سر راپورته کړي  هغه هم  پلورل شوی دی، سیاسي ګوندونه اواجتماعي فعالین د ګوډاګي دولت جیره خواره دي ، پارلمان هم د امریکې لاسپوڅي دي، هر ډول ټاکنې باید  بایکوټ شي، هره منفعتي انکشافي پروژه د اشغال دسیسه ده» او داسې نورې سپکې سپورې د دولت او د دولتي کارکونکو په آدرس!

 داسې لیکنې د یوافراطي او انحصاري تفکر نښانه ده. دې تحلیلګرانو ته ښايي د اشغال پر ضد د آتشینو مقالو په څنګ کې، لږ څه د سبا ورځې په باب، د کمزوره کړی شوي افغاني دولت په وجود کې، د پاکستان او ایران د شومو پلانونو د خطرونو او د رنګارنګ رادیکال، افراطي مذهبي ډلو د نفوذ د مسؤلیت په نظر کې نیولو سره لیکنې وکړي.

ـ د انصاف نه لیرې خبره ده،  چه ټولو هغو وطنوالو ته، کوم چه دولت کې ملکي او نظامي دندې ترسره کوي، د اشغال جیره خورو خطاب وشي. هغه چه په سختو نا امنه شرایطوکې، د خوار ژوند د ځغملوسره وطن نه دی پری ایښی، هغه چه  د تروریزم او مذهبي افراطي ډلو، د اپینو د قاچاقبرانو په مقابله کې، د افغانستان د سرحدونو د ساتنې  په سنګرونو کې قرباني ورکوي، هغو ته د ښکیلاک مزدوران ووایو. آیا دا عادلانه خبره ده؟ څه قضاوت کوۍ، داردو افسران، کوم چه پوهیږي، د ملي اردو مصرف امریکایان ورکوي، یا انجینر چه د امریکایانو په پیسو سرک جوړوي، باید اشغال ووايي یا حضور؟

ـ لوټماران او اختلاس ګران ، د بیت المال او د خلکو د جایدادونو غاصبین خو د ګوتو په شمار دي،هغوۍ ځان د رژیم مزدوران نه بولي، هغوۍ ځان ته د رژیم باداران وايي. اکثرأ همدا باداران دي، چه خولې يې د دولت په «غوړدسترخوان کې» لاسونه يې د خارجیانو په  «کندو کې» او پښې يې په « مقاومت جبهې» او راز راز اپوزیسیوني  سازمانونو کې بندې دي، د دولت او «اشغال» پر ضد  تند او تیز شعارونه هم ورکوي.

ـ له بده مرغه ټولې هغه خواوې چه زمونږ د دولت کمزوري غواړي، غرضي او ذینفع جوانب دي،  چه په خودمختاره سیمو د افغانستان ویشل او په شمال او جنوب د تجزيې خیالونه لري، یا  د پاکستان جماعت العلما دی، چه  د ۱۸ کلو پخوا په شان، افغانستان کې د  قادیاني، وهابي، القاعده او نورو افراطي، تروریستي ځالو احیاکول غواړي، دا ټول د پاکستان او  ایران په مرسته د افغاني دولت د کمزورتیا په هڅه کې دي.

      نو ځکه متعهدو وطن پالو روښان اندو څیړونکو، د قلم خاوندانو ته په کارده، چه د سیاسي تګلارې په غوره کولو او چپو شعارونو په طرح کې د وطن او د خلکو راتلونکې په دقیقه توګه په پام کې ولري.

د حوصلې نه مو مننه کوم

محمدالله صافی

 ۲۰/۹/۱۳۹۷ (۱۰/۱/۲۰۱۹)

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د دارالانشاء اعلاميه

د ۲۰۱۹کال د فبروری ۴ نيته

کابل – افغانستان

د پاکستان اوياکلن مليتاريستی استبداد د خپلو بې شمېره جنايتونو په لړ کې پرون د آزادۍ او انسانی حقوقود لارې يو بل اتل مبارز د پښتون ژغورنې د غورځنګ نامداره او وتلی غړی ابراهیم آرمان لوڼي د خپلو نا ځوانمردانه بريدونو بلهاري کړ .

د اتل آرمان لوڼي شهادت لر او بر افغان ملت د ترور او دهشتګردۍ د پاکستانی مناديانو پرضد را پارولی دی . په خيبر پښتونخوا او د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د اتل شهيد آرمان لوڼي د شهادت او د پاکستان د تروريستی او جنايتکار دولت پرضد اعتراضی غورځنګونه را اوچت شوی دی . د ترور او وحشت پاکستانی سوداګر ناوړه سوچونه کوي چې د دوی تر ستم لاندې ولسونه به د تل د پاره د وژنو ، جنايتونو او بشری ضد کړنو په لړ کې مرئيتوب ته تابع کړي . پاکستانی نظاميګرانو د خپلو دوزخي استخباراتی شبکو او سلګونو تروريستی ډلو په مرسته د پښتون قوم پر ضد په بی ساری بې رحمۍ سره خونړۍ قومی تصفيه ( جنوسايد ) پيل کړی دی .

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند په داسې حال کې چې د پاکستان د وژونکو او وينې چښونکو جنايتکارانو له خوا د اتل شهيد آرمان لوڼي بی رحمانه وژنه په سختو ټکو غندي او يو ځل بيا د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه خپل بی دريغه ملاتړ اعلانوي ، د سيمی او نړي پر حقوقي اوقضايي ارګانونو غږ کوي چې د پښتون قوم له سره د پاکستانی نظاميګرانو ناولي او په وينو لړلی لاسونه ايسته کړي او پاکستانی خونخواره واکمن د بشر د حقوقو څخه د سرغړاوي د نړيوالې محکمې ميز ته راکش کړي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستانی واکمنو د انسانی ضد کردار اصولی او قانونمند غبرګون دی ، د آی-اس-آی د دوزخی سازمان د شيطانی تبليغاتو او ناروا تورونو سره سره ،  د يوه کال په بهير کې د لکونو ځوانانو او پيغلو زړونه او عقلونه تسخير کړل .

 تاريخ د پښتون ولس په  منځ کې د زرګونو څراغ په لاس ځوانانو ، پيغلو ، پوهانو او روڼ آندو د بيداروونکو هڅو او هاند شاهد دی . پښتون ولس د خپل بلال ، د پښتون ژغورنی د غورځنګ د ځوان او زړه وړونکی ( کاريزماتيک ) خو متواضع ، زيرک او زړه ور مشر منظور پښتین غږ ته چمتو او تيار په ليکه ولاړ دی . پاکستانی نظاميګران غواړي د پښتون ولس د آزادی ، استقلال او نېکمرغۍ

لمر د وژنو ، ترور ، ويرې اچونې ، دروغو ، تورونو ، مکر او چل ول په وريځو وپوښي ، خو هغه ورځ ليرې نه ده چې د آرمان لوڼي ، طاهر داوړ ، نقيب مسيد او د آزادی او خپلواکۍ د لارې د نورو اتلانو د سپيڅلو آرمانونو غوټۍ به وغوړيږي . سرلوړی او وياړ به د حماسه جوړوونکو او قربانۍ د لارې د لارويانو او تاريخی بدنامی او رسوايي  به د پاکستاني سړيخورو په ټنډو حک شي .

تل او ځلانده دې وي د اتل آرمان لوڼي د شهادت خاطره!

بريالی دې وي د پښتون ژغورنې غورځنګ !

عبدالحی مالک     د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس