د همزولي صاحب له شعرون

 

هرچاته  ځان  خپله  هنداره  کې زمرى ښکاري

ځکه  عاقل  په  لېونو  کې  لېونى  ښکاري

تندى  کړې  ګونځې  په  غوسه  دې رانه مخ واړوې

ولې  مې  ګل  غوندې  نظر  درته   اغزى ښکاري

زه  لکه  لمر  خواته  درځم ته لکه ستورى تښتې

په  عادتونو  کې  دې  دا عادت   پردى  ښکاري hmzvli

لا  يې  دتورې  نه  چې  ستا  دوينو  وږم راځي

شهيده  ولسه  تاته   څنګه   سکنئ   ښکاري

د  ژوند  په  لار  يې  له اوياو  اړولى   قدم

همزولى  هسې  په  همزولو کې ځلمى ښکاري

 

د مرحوم همزولي شعرونه

انسان

شي زرغون له خړو خاورو بيرته خاورو ته په تله شي

انسان هم عجيب موجود دى کله اور کله  اوبه  شي

کله تاج ورته په سر شي  دغرور  مثال يى  نه وي

کله ولويږي په  ځمکه  لکه خس د  تناره  شي

کله کله  دمهينو سپينو  حورو خيال کې  ډوب  شي

کله ناست  په  ميکده  کې ترخه ټول ورته خواږه شي

کله  لمر تودوخه  راوړي  کله  کنګل  د څيلې  شي

کله  ځاى ونيسي  زړه  کې کله زهر  شي ترخه شي

دهمزولي  داخبره  لکه  ده ، دکاڼي  کر ښه

سميدل يى  بيرته ګران  دي له فطرته چې کاږه شي

د مرحوم همزولي صاحب يوشعر

د شور په کوڅه تېر شوم د سکون تر دروازې

د مرګ سايه خوره وه شوم راستون تر دروازى

د  سرو  وينو   په  کرښه   په   ککړو   قدمو !!

د  پوهى  څراغ  وړمه  د  پښتون   تر   دروازى

په  شتون  کى د  ښامار لوى بغاوت دى اوجنون

سفر  بې تورې  ډاله  د  قارون   تر  دروازى !!!

د شور په کوڅه تېر شوم د سکون تر دروازې

د مرګ سايه خوره وه شوم راستون تر دروازى

د  سرو  وينو   په  کرښه   په   ککړو   قدمو !!

د  پوهى  څراغ  وړمه  د  پښتون   تر   دروازى

په  شتون  کى د  ښامار لوى بغاوت دى اوجنون

سفر  بې تورې  ډاله  د  قارون   تر  دروازى !!!

کېسې  دى  د  ريښې ريښې  ګرۥيوان د يبلو پښو

داهم  بيله  دنيا  ده  د  مجنون  تر  دروازى !!!

په  بېلو  بېلو  لارو  د يوى  مبدا  په  لور !!!!!

روان  د غچ  په  نيت  يو  د  ملعون  تر دروازى

د  يوې  چېنې اوبه  څکو  له يوى  خاورى يې خورو

خو سپين نه شو يوبل ته د مظنون  تر دروازى

کېسې  دى  د  ريښې ريښې  ګرۥيوان د يبلو پښو

داهم  بيله  دنيا  ده  د  مجنون  تر  دروازى !!!

په  بېلو  بېلو  لارو  د يوى  مبدا  په  لور !!!!!

روان  د غچ  په  نيت  يو  د  ملعون  تر دروازى

د  يوې  چېنې اوبه  څکو  له يوى  خاورى يې خورو

خو سپين نه شو يوبل ته د مظنون  تر دروازى

 

د پښتو ژبي د ليکوال او شاعر د قدرمن غيرت صاحب دوه ښکلي

شعرونه
سمه په انډول جگړه ده دلته هم افغان وژنی*
هلته هم افغان وژنی سوات؛ وزيرستان وژنی*
ما وژنی او تا وژنی ټول یی لو لپه کړلو
ډرون مو له هوا وژنی او لاندی یی په چاړه کړلو*
لوی افغانستان وژنی کابل او پیښور وژنی*
پاس راته پامیر وژنی او لاندی مو خیبر وژنی*
گوره چجه ږیرو ته فاریاب وژنی قندوز وژنی*
جومات وژنی حجره وژنی سندری او نوروز وژنی*
                د مارچ ۱۴م اوسلو
* یو بل شعر*
زمونږ دوطن هره دره ډکه د مارانو شوه*
ځاله دکربوړو شوه؛هډه دلړمانو شوه*
دلته اوسیدنه دجهنم په اور سیزنه شوه*
دلته خو هستوگنه دخیرنو داغشیانو شوه*
دلته دزانگو نه د ماشوم وینی راتوی شولی*
دلته پادشاهی دجهادیانو قاتلانو شوه*
هغه دی هلمند ژاړی شینډنډ په کو کو وژړل*
هلته ناوی کو نډي سیمه پاکه له ځوانانو شو*
یوخوا بی پیلوټه ډرون بمبارد دی هوا بنده ده*
 بل خوا ته انگار انگار همدا د سکرکنده ده*
ای گرانه وطنه دجهنم د دری تاج شولی*
ټوله هدیره شوی دنامردو دتاراج شولی*
اور یی درکی بل کړ خپلی گټي لټوی در کی*
ټولی میندی خویندی او پلرونه ژړوی درکی*
             ۱۴مارچ ۲۰۱۶
SvaraVidarebefordra

دا لاندی څو بیتونه د افغان پښتون وطن دفقیر ولی دشهیر مشر منظور پښتون ملی او وطنی جد او جهد ته تقدیم شویدی

هنر غيرت
** شعر **

دعلی ، داوړ همزولیه! ای رستمه ای سهرابه

د ایپی فقیر بچیه ای شاهینه ای عقابه

ای دخړ کمر فریاده د پښتون وطن شبابه

دارمان لوڼی کتابه د پنجاب سره حسابه

ایمل خانه دریاخانه دخټکو خوشالخانه

دګرګین سره په جنګ کی مکناټن ته اکبرخانه

دکنړ میرزمان خانه د ځدراڼو ببرک خانه

صمد خانه  باچاخانه د پښتون وطن اسمانه

تر اوسلو یی شرنګهار راغی ستا لاسو کی زولنی دی

ځینځیرونه  اتکړی دی ارادی دی پښتنی دی

ته منظوریی ته پختون یی ته پښتون ته  ژوندون غواړی

ته پښتون ته سکون غواړی ته پښتون ته بدلون غواړی

هندوکش درته ولاړ دی شمشاد دنګ درته ولاړ دی

چی په ننګ درته ولاړ دی دکابل د پاره ویاړ دی

دمزدور دپاره ویاړ یی د پاچا دپاره ویاړ یی

دخیبر دپاره ویاړ یی پختونخوا لپاره ویاړ یی

ته منظور مونږته منظوریی             ته مو هوډ د وروستی جنګ یی

ته میړانه ته غرور یی د میوند د ډګر ننګ یی