دا لاندی څو بیتونه د افغان پښتون وطن دفقیر ولی دشهیر مشر منظور پښتون ملی او وطنی جد او جهد ته تقدیم شویدی

هنر غيرت
** شعر **

دعلی ، داوړ همزولیه! ای رستمه ای سهرابه

د ایپی فقیر بچیه ای شاهینه ای عقابه

ای دخړ کمر فریاده د پښتون وطن شبابه

دارمان لوڼی کتابه د پنجاب سره حسابه

ایمل خانه دریاخانه دخټکو خوشالخانه

دګرګین سره په جنګ کی مکناټن ته اکبرخانه

دکنړ میرزمان خانه د ځدراڼو ببرک خانه

صمد خانه  باچاخانه د پښتون وطن اسمانه

تر اوسلو یی شرنګهار راغی ستا لاسو کی زولنی دی

ځینځیرونه  اتکړی دی ارادی دی پښتنی دی

ته منظوریی ته پختون یی ته پښتون ته  ژوندون غواړی

ته پښتون ته سکون غواړی ته پښتون ته بدلون غواړی

هندوکش درته ولاړ دی شمشاد دنګ درته ولاړ دی

چی په ننګ درته ولاړ دی دکابل د پاره ویاړ دی

دمزدور دپاره ویاړ یی د پاچا دپاره ویاړ یی

دخیبر دپاره ویاړ یی پختونخوا لپاره ویاړ یی

ته منظور مونږته منظوریی             ته مو هوډ د وروستی جنګ یی

ته میړانه ته غرور یی د میوند د ډګر ننګ یی

 

Comments are closed.