د افغانستان دملی ګوند ودوهمی کنګرې ته

بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان دملی ګوند ودوهمی کنګرې ته
دمرکزی شورا ګزارش
۱۳۸۷/۱۲/۲۸

دهیواد په سیاسی ، اقتصادی او اجتما عی ژوند کی
د ګوند د نقش د لوړ تیا په منظور
د هغه دفعالیت د تقویې په با ره کی
د کنګرې محترموغړو ، ګرانو میلمنو!

د افغانستان ملی ګوند خپله دوهمه کنګره د ډ موکراسۍ داصولو ا ود ټولو غړو و نظریواو غوښتنو ته د ارزش ور کولو پر بنسټ او د هیواد د ملی ګټو سره په مطابقت کی ، د ګوند د سیاسی – سازمانی فعالیتو د تقویې ا و د خلګو په منځ کی د هغه داجتماعی بنسټو د توسعې او تحکیم د پاره دایروی.
هیله لرو چی د ا جتماعی ژوند د عینی واقعیتو او په فعلی شرایطو کی د کاری اولویتو په ژور درک سره خپل حزبی او سازمانی کارونه داسی مخ ته بوزو چی په ټولنه کی د ګوند د نفوذ و رشد او استحکا م ته زیاتوب ورکړی .
دافغانستان ملی ګوند د مستقلی سیاسی او سازمانی قوې په حیث ، خپل فعالیتونه د هیواد د لوړو ګټو سره په مطابقت کی د نړۍ او منطقې د موجودی وضع په نظر کی لرلو سره عیا روی.
د افغانستان ، منطقې او جهان د پیښو سره چه همدا اوس جریان لری ، هر ډول د کوتاه اندیشۍ ، سطحی نګرۍ ، تنګ نظرۍ او ذهنیګرۍ برخورد ؛ ګوند له سمی لاری باسی او د خپلی کړنلاری د اصلی وظیفو له مسیر څخه یی لیری کوی او نابودی ته یی کشوی.
د نړۍ په سطح کی د علم ، فرهنګ او تکنا لوژی پر مخ تګ د ساړه جنګ د ختمېدو زمینی برابری کړې ، دو قطبی جهان یی یو قطبی کړ اود مځکی پراخه کره یی د هغې دملیارډو اوسیدونکو سره په یوه کلی بدله کړه اواوس د جهانی کید لو یا ګلوبلایزیشن پروسه په نړۍ کی په چټکی سره ادامه مومی چی په نتیجه کی د دې کرې ګوټ ګوټ له یو او بل څخه متا ثر اویو پر بل باندی اثر ا چوی . په وارو وارو په آسیا او خاصتاًزموږ په منطقه کی د اوضاع پیچیدګی اروپا او امریکا متا ثره کړې ده بالخصوص د امریکا په متحده ایالتو کی د ۲۰۰۱ د سپتمبر د۱۱پېښو نړۍ سخته ولړ زول. په مقابل کی یی پر سیمه اوخاصتاً زموږ پر هیواد جدی تاثیر وارد کړ. نړیوال خپلو تر مخنیو اشتباهاتو ته او د افغانستان او منطقې و اوضاع ته و خپلی نا کافی تو جه اوعدم دقت ته متوجه سول. تصمیم یی ونیوی څو په سترو مالی ، نظامی او ډپلوماتیکی امکاناتوسره و افغانستان ته راسی او د یوه مدنی ا و دموکراتیک نظام اساسات زموږ په هیواد کی بنیاد ګذاری کړی .
درنو حا ضرینو !
د طالبانو په سقوط سره او د نوی ادارې په را منځ ته کیدو سره ، یو شمیر مثبت او ګټور کارونه سرته ورسیدل . له هغې جملی څخه د لویو جرګو جوړیدل ، د اساسی قانون تصویب ، د ولسمشرۍ انتخابات ، د ملی شورا او ولایتی شوراګانو ټاکنی ، د بشری حقوقو د تامینولو په لور هلی ځلی ، مد نی ټولنی ته داسانتیاؤ را مینځ ته کیدل ، د ګوندونو اوټولنیزو سازمانونو جوړیدل ، د بیان آزادی ، د ملیونو نجونو او هلوکانو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانستل ، د زرګونو ښوونځیو جوړول ، د عامه خدمتونو پیلول ، د هیواد په کچه دروغتونونواو کلینیکونوجوړول ، دزرګونوکیلومترو سړکونو پخول ، دوسله وال پوځ د پیا وړی کولو پیلول اوځینی نور .
خو په تا سف سره چی پورتنی کارونه دهغو ملیارډ وډالرونړیوالو مرستو او نظامی او ډپلو ماتیکی ملاتړ په انډول کافی نه دی . ځکه چی په تاریخ کی دې بې ساری نړیوال ملاتړ او مرستو باید د هیواد پر اقتصاد اود خلګو پر ژوند ډیری مثبتی او زیربنایی اغیزې کړی وای . په تیرو کلونو کی د ډ موکراتیک نظام د ټولنیزو بنسټونو دټینګښت د پاره اړین ګامونه ندی پورته سوی . اکثره مرستی یا مستقیماً د غیر حکومتی مو سسو له لیاری لګیدلی دی اویا حیف او میل سوی دی چی په پایله کی یالږ څه تر سره سوی اویا دډیر ټیټ کیفیت لرونکو پروژو په جوړښت کی زیاتی پیسې لګیدلی دی . د مرستوهغه برخه چی د وزارتونو په واک کی ورکړه شوې ده ؛ د سم او سالم مد یریت د نیستی او د لازمو ظرفیتو د نه لرلو اود ا دا ری فساد د شتون له کبله یا نه دی مصرف سوی اویا یی لازم موثریت ندی لرلی. دې ټولو د مرکزی دولت حیثیت ته تاوان رسولی اوهغه انتظار چی خلګو له دولت څخه درلود په مایوسی بدل سوی دی .
تر څو چی وطنوالو ته بیله تبعیضه د کار او اشتغال زمینه برابره نسی او دولت پخپله د اقتصادی زیر بنایی پروژو او نهادو په ایجاد کی تر مخه نسی ؛ د خصوصی صنایعو او سر مایه ګذاریو د پاره د انرژی پرابلم او نور ډیر مشکلات حل نکړی ؛ ملی سرمایه داری حمایه ، تشویق او ترغیب نکړی ؛ دکرهڼی د انکشاف ، تشویق او پر مختګ دپاره اساسی او جدی تدبیرونه ونه نیسی؛ مشکل دی چی له دې بحرانی وضع څخه دی راووزو. خلګ لا نور څو کلونه دخصوصی سکټور دسرمایه ګذارې په انتظار کښینی څو دوی ته د کار زمینه برابره سی ؟
بې کاری ، ګرانی او قیمتی ا و د خلګو د عایداتود سطح ټیټوالی دیوې خطر ناکی هیولا په شان د خلګو ژوند تهدیدوی . معلولین ، متقاعدین او د شهیدانو ورثه په سختو اقتصادی او اجتماعی مشکلاتو اخته دی . ددی هیواد په ملیونو انسانان نن د فقر تر کرښی په کښته سطح کی ژوند کوی او افغاستان د ګدایانو په هیواد مشهور دی . د نړۍ غذایی سازمان اعلان کړه چی په افغانستان کی ۹ ملیونه کسان غذایی مرستو ته اړ تیا لری . تشو وعدو او د خلګو دژوند پر سطح باندی بې تاثیرو د ملیارډو ډالرو مرستو خلګو ته بیله یاس او نا هیلیو ، آوارګیو او در بدریو څخه پرته بل څه نه دی ور په برخه کړی .
یوه له شومو پدیدو څخه چی دخلګو پر ټول ژوند باندی یی سایه اچولې ده ، په دولتی ادارو کی اداری فساد : رشوت ، اختلاس ، ناوړی استفادې او د ضوابطو پر ځای د روابطو تسلط دی چی له لوړ څخه تر ځوړ پوری ټول ځنی شاکی دی . د اداری اصلاحاتو د کمیسیون څخه نیولی بیا د رشوت او اختلاس پر ضد د مبارزې تر کمیسیون پوری ، ددی ناوړو پدیدو پر ورکیدلو خو څه کوی ، پر لږ یدلو یی هم نسول بریالی . پخپله دا کمیسیونونه د وضع د لا پیچلتیا سبب سول . اکثراً فاسد او واسطه لرونکی مامورین مقرریږی اوپر پاک نفسو او لایقو مامورینو باندی ساحه تنګیږی .
د دولت دکارمندانو و معاشو او امتیازاتو ته نه پاملرنه ، د معاشو په اندازه کی افراط اوتفریط او آن په دولتی دستګاه کی د پنځه ډوله متفاوتو کچو معاشونو موجودیت ، د ارتشا او اداری فساد زمینه ښه پسی برابره کړېده او د لږ معاشو مامورینو نا رضایتی یی زیاته کړې ده . په دولتی سیسټم کی د نا خوالو شتون د دې سبب او لامل ګر ځیدلی څو ددولت او ولس تر منځ واټن زیات او د نه باور فضا را منځ ته شی چی پایله یی ګډ وډی ، نا امنی او د هیواد د مخالفینو او دښمنانو دلیکو د پیاوړی کیدو سره مرستې دی .
گرانو حا ضرينو !
د افغانستان اوسنی اوضاع ډ یره بحرانی او د تشویش وړ ده . د هری ورځی په تیریدلو سره لا پسی پيچلې اوستونز منه کیږی . نه یوازی و سولی او د امنیت و تامین ته نه یو رسیدلی بلكه جنگ ، بد امنی اووینه تویونه دهیواد په ډیرو سیمو کی پسی پراخیږی . کلی او ولسوالی خو پریږده ، لویی لاری او ښارونه هم په امن نه دی . د تروریستی فعالیتو او ځانمرګو چاودنو قر بانیان تل او اکثره ملکی کسان، ښځی او کوچنیان وی .
د دولت ، د ائتلاف ، ناتو او امريكا قواوی د تروريزم اود مخدره موادو د قاچاق سره په مبارزه کی پا ته راغلی او د کړنو طریقو یی اوضاع لا پسې ورانه کړې او وخیمه کړې ده.
په ړندو هوائی بمباریوکی د سلها ؤ بې ګنا ه ملکی خلګو ، ښځو او ماشومانو بيرحمانه کشتار، په خپل سر تلاښیواو د خلګو دکلتور او عنعنو برخلاف برخوردو د خلګو د نارضایتی پر موج زیا توب راوستلی دی . د دولت او ملت تر منځ فاصله یی پرا خه کړې او د دولت د مخالفینو او تروریستانو د تبلیغ او فعالیت زمینه یی لا مساعده کری ده . دهرات د شینډنډ ، د هلمند ، کندهار ، روز ګان ،د ننګرهار د مومند درې او دشنوارود هسکی مینی ، خوست او نورو خونینو او لړ ز ونکو پیښو خلګ تر پزی رسولی دی. د هیواد په ډیرو سیمو کی په زرهاؤ کورنۍ د شپې د ارامی خوب نه لری. لوږی او فقر، بېکاری او د هوایی بمباریو څخه بیری یی ژوند تریخ کړی دی .
نړیوال او منطقوی قدرتونه هر یو په افغانستان کی د خپلو مواضعو او منا فعو په ساتلو پسی دی چی په دې منځ کی د هیواد له سر حدو څخه د باندی د ځینو تند روو او معلوم الحاله مداخله ګرو کړیو نقش د تروریستانو سره په ملا تړ او همکاری کی څرګند دی . د افغانستان خلګ د هیڅ هیواد سره جګړه او منازعه نه لری . دا په ګا ونډیو هیوادو کی مداخله ګر ی کړۍ دی چی زموږ په هیواد کی ځان ته ستراتیژیک عمق غواړی او تو سعه غوښتونکی سیاست یی د دوی خپل هیواد هم د بین المللی تروریستانو ځاله او اډه ګرځولې ده او خپل خلګ یی هم د بد امنیو او تروریستی فعالیتو په مصیبتو اخته کړی دی او ددې باعث ګرځیدلی دی چی بین المللی قواوی ، ناټو او امریکا د تروریزم اوالقاعدې سره په جنګ اخته سی . له بده مرغه ددې جګړې قر بانی یو شمیر بېګناه انسانان دی . حال دا چی د تروریزم اصلی ځاله تر سرحد ها خواته واقع ده چی نړیوال پوره په خبر دی او باید دا ځالی او اډې له منځه ولاړی سی .
د امریکا نوی ادارې داوباما تر مشری لاندی د افغانستان او منطقې په باره کی په خپلو پالیسیو کی دتغیراتو وعدې کړی دی . په دې لړ کی په نوی کال کی دامریکایی قواؤ ډیر والی تر ۳۰ زرو تنو پوری په نظر کی دی .
ډیر خلګ پر دې متفق دی چی جنګ د افغانستان د مسْلې د حل لار نه د ه. و سولی او امنیت ته درسیدلو د پاره د افغانانو تر منځ بایدخبری او مذاکرې وسی او دا خبری باید بېله قیداو شرط څخه پیل سی خو د مصالحې دپاره شرایط بیا دخبرو پر میز وړاندی سی . باید دسولی ټوله پلویان خپل کوښښونه سره هم آهنګ او همږ غی کړی او جنګ غوښتونکی قواوی چی دجګړې له دوام څخه ګټه وړی ؛ افشا ، محکوم او منزوی کړی . د قواؤ د انډول تغیر و سولی ته دکوښښو پر پروسه باندی مثبت تاثیر لرلای سی .
د امنیتی بحران طبیعی نتیجه اقتصادی بحران دی چی ورځ په ورځ پسې ژور کیږی . د بې کاری له وجی په سلګونو زرو خلګ په ګاونډیو هیوادو کی د کاراودیوې مړۍ ډوډۍ په پیدا کولو پسی سر ګردان دی چی د کاله څو واری له هغو هیوادو څخه د ایستلو له ستونزو سره مخامخ کیږی اودولت یی د آبرو مندانه کار او اسکان امکانات نلری . دآزاد بازار د اقتصاد سیاست هم چی نړۍ د ژور او پراخیدونکی مالی او اقتصادی بحران سره مخامخ کړې ده ؛ په وروسته پاتی او جنګ زده افغانستان کی د دولت د بې تفاوتی په شکل کی تطبیقیږی . نه دا چی د خصوصی سکټور د ودی د پاره لازمی ا سانتیاوی او زیر بناوی منځ ته نه دی راغلی بلکه د بد امنی پر اړخ یی ، اداری فساد او بیرو کراسی د رشد په مخ کی لوی خنډ دی . و صنایعو ته د برېښنا او انرژی دنیستی په حالت کی ، و خصوصی سر مایه ګذاری ته د داخلی او خارجی سر مایه دارانو دعوتولو د مسخرو رنګ اخستی دی . ددولتی تصدیو د فعالولو پر ځای د هغو د ړنګولو او خرڅولو کار روان دی .او پر اړخ یی د زورورو له خوا د دولتی او فردی ملکیتو غصب او خر څولو پر دولت د بې اعتمادی فضا پراخه کړې ده .
درنو دوستانو !
په دې وضع اوحالت کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو وخت رارسیږی اود راتلونکی کال د جوزا پر اوله د اساسی قانون له مخی د ولسمشر دوره پای ته رسیږی. خو دانتخاباتو مستقل کمیسیون نیت لری چی د ژمی د واورو او یخنیو ، د امنیتی وضع او دانتخاباتی لګښتونو دپاره د بودجې دنیستی له کبله په پسرلی کی انتخابات نسی کیدلای او باید د ۱۳۸۸دزمری پر ۲۹انتخابات وکړای سی. . له یوې خوا قوانین او په تیره بیا اساسی قانون د خپلو خلاؤ سره سره باید تطبیق سی . انتخاباتو ته شرایط برابر او امنیت یی تامین سی خو دبلی خوا که دبد امنۍ اوسنی حالت دوام مومی چی د هیواد د یو شمیر سیمو اوسیدونکی په ټاکنو کی د برخی اخیستنی څخه محرومیږی ؛ نو په داسی حالت کی به دانتخاباتو مشروعیت څرنګه وی . موږ ددې غوښتونکی یو چی دولت او نړیواله ټولنه تر هر څه د مخه د هیواد په ګوټ ګوټ کی امنیت تامین او دخلګو دبرخی اخیستنی زمینه برابره او انتخابات په ډمو کراټیکه تو ګه ترسره سی . کله چی د کاندیدانو د ثبت او انتخاباتی کمپاین قانونی وخت راورسیږی او کاندیدان رسما اعلان سی ؛ موږ به هم د ملی ډموکراټی جبهی او نورو ملی ځواکونو سره په ګډه د مناسب کاندید ملا تړ اعلان کړو.
ګرانو حاضر ینو!
د افغانستان ملی ګوند په تیرو څلورو کلونو کی یعنی د لومړی کنګرې څخه تر اوسه پوری په داسی شرایطو ، اوضاع او حالاتو کی کار او فعالیت کړی دی چی پورته بیان شول . اوس په لنډ ډول د سرته رسیدلو کارونو په اړه معلومات وړاندی کوو :
• په دغه موده کی ( ۱۵۰۰) نوی غړی د ګوند لیکو ته منل سوی دی چی اوس په ګوندکی (۹۷۰۰)تنه تنظیم دی .
• اوس مهال دافغانستان ملی ګوند ( ۳۵) ولایتی او د هغه معادل شوراګانی لری . یاد شوی ارقام د دې بیانونکی دی چی د افغانستان ملی ګوند په تیرو څلورو کلونوکی په کمی لحاظ په سل کی ( ۱۸) وده کړې ده . د یادونی وړ ده چی ځینو شوراګانو لکه د فراه ، ننګرهار ، هلمند ، بلخ ، هرات، خوست ، کنړ ، کابل او جوزجان ولایتی شوراګانو د نوو غړو او په ځانګړی توګه د ځوانانو په منلو کی زیاتی هڅی کړی دی خو د ګوندد کمی او کیفی ودی په لاره کی دغه هڅی په هیڅ وجه د قناعت وړ نه دی او دا کار زیات تلاښ او ځواکمن تنظیم او لوری ورکول غواړی . د کارپه دغه ډګر کی عمده کمزورۍ او نواقص دادی : و جلب او جذب ته نا کافی توجه ، په ګوندی جلسو کی کمزورې برخه اخستنه ، د حق العضویت په ورکولو او د اعانو په غونډولو کی لټی .
هغه څه چی د ګوند د راتلونکی ودی په سر نوشت پوری اړه لری ، هغه د ګوند و کتاروته د ځوانانو ا و ښځو جلب او جذب دی چی په تا سف سره په دی خوا کی کار نهایت ضعیف دی .
دګوند د مالی بنسټ دتقویې په برخه کی :
دګزارشدهی په موده کی مجموعاً ( ) افغانی دحق العضویت ا و اعانې له مدرکه د ګوند و مرکزی خزانې ته تحویل سوی دی ا وپه ټولیزه توګه د ګوند لګښت ( ) افغانی وې چی عمدتاً د دفتر په کرایه ، د مېزونو او چوکیو په ر انیولو ، د مرکزی شورا او کنګرې د غونډو په جوړولو ،د ګوندی مامورینو په تنخوا ، ولایاتو ته د سفرونو په کرایه ، قر طاسیه ا ود پیام ملی د جریدې په چاپ باندی لګیدلی دی .
باید ووایو چی د حق العضویت ا و اعانو په ورکړه کی ټنبلی او سستی وجودلری،ځینی شوراګانی د حق العضویت د پیسو په لیږلو کی پروخت اقدام نه کوی ،د پلویانو او مینه والو د مرستو په جلبولو کی له ابتکار او نو ښت څخه کار نه اخلی .
د خپرونو او تبلیغاتو په برخه کی :
– په تیرو څلورو کلو کی د پیام ملی د جریدې ( 6 ) ګڼې مجموعاً په ( ۹۰۰۰ ) تیراژ سره چا پ او توزیع سوی دی .
– دنورو ګوندونو سره په دوو خیابانی میټینګو کی ، په مطبوعاتی کنفرانسو کی اود یو نیما، NDI، مید یو تیک ،د مدنی ټولنی د مجتمع ، په غونډو کی په ګډون سره د ملی مسْلو په باره کی د افغانستان د ملی ګوند دریځ بیان او تو ضیح سوی دی .
– ملی تلویزیون ، افغان تلویزیون او کلید رادیوسره په مرکو او ګردی مېزو کی اشتراک سوی او د د جاری مسْلو په باره کی دافغانستان د ملی ګوند دریځ او نظر توضیح اوتبلیغ سوی دی .
دنورو ګوندونواو سازمانونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کی :
په سیاسی لحاظ د هیواد په اوسنی بحرانی حالت کی د سیاسی ګوندونو په زیاتوالی سره چی تر سل زیات دی ؛ په عمومی توګه تشتت او پرا ګندګی مسلطه ده . په تیره بیا ملی اوډموکراټ سازمانونه په دې تیت حالت کی طبیعی ده چه خپل لازم نقش او رول نسی بازی کولای او خپلو مترقی او وطندوستانه هدفو ته موثر کار نسی کولای . د افغانستان ملی ګوند تر خپل تاسیس دمخه اوهم وروسته د قواؤ د نسبی را غونډیدو دپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی او دوام به ورکوی . په دې لړکی یی د ۱۳۸۴ په سرطان کی دملی یووالی د ګوند او د سولی د غورځنګ دګوند سره موافقه لاسلیک کړه ، ګډ کمیسیون جوړاو درو سرو ومنل چی د کال تر پایه پوری به په تشکیلاتی یووالی سره په انتخاباتو ګډه کنګره دایروی خو د ۱۳۸۵په سر کی دې دواړو ګوندونو له خپلی امضا او موافقې څخه عدول وکړ؛ پر قول او وعده ونه دریدل چی جریان یی مفصل په هغه وخت کی په یوه ګزارش کی وړاندی سوی دی .
په ۱۳۸۶میزان کی د ۱۳ساز مانو سره د واحد ګوند دجوړولو په پروسه کی داخل سوو او بیا هم د ډموکراسۍ پر اصولو د تشکیلاتو د یو ځای کولو ، انتخاباتو او ګډی کنګرې دجوړولو د پاره طرزالعمل او میکانیزم لاسلیک سو او ومنل سول چی په دوو میاشتو کی باید تشکیلات سره یو ځای او ژرپه انتخاباتو سره کنفرانسونه او کنګره دایره سی . خو د۶میاشتو په تیریدلو سره دوی د تشکیلاتو و یو ځای کولو ته حاضر نسول .او بهانه یی په ولایاتو او لارو کی د امنیت نه وجود او اقتصادی مشکلات وه او دحل لار یی دا وړاندی کول چی د تشکیلاتو تر یو ځای کولو ، انتخاباتو او کنګرې تیر سو ، په مساوی شمیر سره له انتصابی افرادو څخه د موسسانو مجلس جوړ کړو او د نوی ګوند تاسیس اعلان کړو .
ح م ا . او پنځو نوروسازمانوچی دموافقی او منل سوی طرزالعمل پر تطبیق یی ټینګار کاو ه ؛ و شرقی او شمالی اتوولایتو ته سفر تنظیم کړ خو نورو هلته څوک نه درلودل او یا چی څوک یی معرفی کړی وه هغو اشتراک ونکړ. په دې و لایتو کی دتشکیلاتو د یو ځای کولو دپاره هیڅ عینی مشکلات نه وه . یوازی ګډون نه کونکو ‌ذهنی مشکلات درلودل . د انسجام شوراګانی د طرزالعمل سره سمی جوړی سوې او دغړو سازمانو له خوادا پروسه ډیره ښه استقبال سوه . وروسته مو په کابل ښار کی دناحیو دیوځای کولو دپاره کار پیل کړ چی دلته هم دنورو سا ختارو معرفی سوو کسانو ګډون ونکړ او پروسه یی د ناکامی سره مخامخ کړه . ګډون کونکو سازمانو هم له موافقی او ط طرزالعمل څخه عدول وکړ اوبیرته سره تیت سول . ددی دواړو پروسو د نا کامی سره سره ح م ا په ټول جریان کی پر خپلو موافقو او وعدو ، دډموکراسی پر بنسټ د قواؤ د غونډیدو دپاره پر خپله موضع ولاړؤ او و لاړ دی . یوازی په خبرو او لیکنو کی نه بلکه په عمل کی یی و یووالی ، ډموکراسی او د ملی ډموکراټو قواؤ دتجمع و اهدافو ته وفاداری ثابته کړې ده
ح م ا . د ملی او ډموکراټو قواؤ سره د تفاهم ، همکاری او اتحاد په لړ کی د ملی ډموکراټی جبهې غړی او په رهبری کی یی فعال ګډون لری . ددې جبهی په تر کیب کی یی دپارلمان ومخ ته دبیلو ګوندونو په میټینګ کی د ا نتخاباتو د قانون په باره کی له ملی شورا څخه وغوښتل چی باید انتخاباتی سیسټم په افغانستان کی مختلط سیسټم وی چه هم تناسبی (و ګوندونوته درایی ورکولو سیسټم ) او هم دنه انتقالیدونکی واحدی رایی سیسټم وی چه مستقل او منفرد کاندیدان هم درایو اخستلو امکانات ولری . دغه راز یی په ګډو مطبوعاتی کنفرانسو کی هم ګډون ورسره کړی دی.
د نورو ملی او ډمو کراټو سازمانو سره د یووالی او اتحاد د پاره تلاښ یوه دوامداره سیاسی او سازمانی پروسه ده چی موږ به پر له پسې کار ورته کوو. خو یوازی په پراخه سیاسی او سازمانی مبارزه سر ه دا تلاښ ومثبتو نتیجو ته رسیدلای سی اوګوند دیو قوی جاذبې په مرکز سره بد لیدلای سی . موږ تر هرڅه دمخه باید دخپلو ګوندی صفوفو د پراختیا او فعالتیا د پاره هلی ځلی وکړو
د ګوند مشرتابه د نړیوالو اړیکودپراختیا په هیله و غربی اروپا ته یو سفر تنظیم کړ چی په ترځ کی یی دجرمنی ، هالنډ ، ناروی ، سویډن او ډنمارک له هیوادونو څخه کتنه وکړه اوپه دې لړ کی یی د ملی ګوند دشوراګانو ، د سیاست په ډګر کی د فعالو افغانانو اود المان د کیڼ ګوند دپارلمانی ګروپ د ریس او د ګوند د پین المللی روابطو د کمیسیون دریس او … سره لیدنی کتنی وکړې چی دا دګوند د بین المللی اړیکو دپراختیا ښه بیلګه ده .
همدا رنګه د ګوند د مرستیال سفر ومسکو ته او د ګوندی فعالینو سره د ده کتنی د هغه ځای د ګوندی ساز مان د لا پیا وړتیا او د سازمانی یووالی دټینګښت لامل سو . په همدې ډول د ګوندی هیْت سفر و اکراین ته د ګوندی سازمان د غښتلتیا سره مرسته وکړه .
په پای کی :
د ا.م.ګ. مرکزی شورا په تیرو څلورو کلونو کی د ګوند د مرام د پلی کولو په لور ، ګوندی کار او فعالیت نا کافی او ضعیف بولی . نو د نواقصو او ضعفونو د لیری کولو ، د حزبی سازمانونود پیاوړی کولو او پدې تر تیب سره د ګوند د نقش دلوړولوپه هیله وړاندیز کوی چی :
۱ – ګوند ته دنوو غړو او په خاصه توګه د ښځو او ځوانانو جذ بولو ، روزلو او آن و رهبری ته تر راپورته کولوپوری جدی پاملرنه وسی .
۲ – د ګوندی شبکو پراختیا ته او په ځانګړی توګه په هغو سیمو او ادارو کی چی تر اوسه حزبی شورا نلری ، توجه واړول سی .
۳ – د ګوند دمالی بنسټ د پیاوړتیا په غرض د حق العضویتونو ، اعانو او مرستو را جلبولو د پاره هلی ځلی وسی.
۴- ګوندی غړی و هڅول سی چی په ګوندی غونډو کی فعاله برخه واخلی .
۵ – د مرکزی شورا څانګی دی ایجاد او په عمل کی فعالی سی .
۶ – په ګوند کی پلانیزه کار ترویج او تعمیم سی او د ګزارشدهی کلتور بنسټیزه بڼه غوره کړی .
۷ – د مرکزی شورا له سطحی څخه بیا تر یو محلی شورا پوری دباز پرس او پوښتنی سطحه لوړه سی .
۸- د ګوندی فعالینو او کادرونو د پوهی د کچی دلوړولو په منظور دی زده کړه ییز میتودیکی پروګرامونه جوړ او پلی سی .
۹ – د ګوند د ږغ د پورته کولو او خلګو ته د هغه دارمانونواو کړنو درسولو په خاطر دملی پیام جریده دی په میاشت کی په منظم ډول چاپ او خپره سی او ګوندی شوراګانی د هغې په ویشلو او خر څولو مکلف سی .
۱۰ – ګوندی فعالین او په ځانګړی توګه لیکوالا ن ، شاعران او نور مسلکی – علمی غړی دی خپل ځانونه مکلف وګڼی چی دجریدې د موادو په برابرولو او تیارولوکی فعاله برخه واخلی
۱۱ -د ګوند رهبری په منظم ډول د مصاحبو او د ګردی میز په پروګرامو کی دګډون له لیاری ، د ګوند اهداف توضیح او تشریح او پدې تر تیب د ګوند دتشهیر زمینه برابره کړی .
۱۲-ګوندی رهبری اوپه خاصه توګه د اجرا ـْیه شورا او دارالانشا غړی د ګوندی سازمانودغښتلتوب په منظور و لایتونواو محلاتو ته سفرونه وکړی .
۱۳-په هیواد کی دمدنی ټولنی او په خاصه توګه د همفکرو ملی قوتونو دنقش دلوړولو په هیله باید دیووالی ، ایتلافونو او جبهو د جوړولو د پاره دمذاکرو او دایمی تماسونو لړۍ جاری وساتل سی . په ځانګړی توګه دانتخاباتو په پروسه کی د ملی او ډموکراټو قوتونو د همغږۍ د تامینولو دپاره جدی ، نه ستړی کیدونکی او ځنډ نه منونکی هڅی وسی.
ګرانو خویندواو وروڼو!
د دې وخت را رسیدلی دی چی ټول وطندوست افغانان دسولی د تا مین ، د افغانستان دمتوازنی بیا رغونی د بهیر د چټکتیا او په دغه خاوره کی د مېړنی ولس د ملی یووالی د ټینګتیا په موخه ، دافغان ا و افغانستان له دښمنانو سره د غوڅی او بې امانه مبارزې په خاطر او د ګرانو خلګو اووطن د سوکالۍ او نیکمرغۍ په لاره کی پرته له هر راز توبیر ه لاس په لاس وړاندی ولاړ سو .
پاینده باد افغانستان
ژوندی دی وی د افغانستان خلګ

Comments are closed.