په هالنډکې د افغانستان ملی ګوندد شورا
د خواخوږئ پیغام
د یوه نه هیریدونکی غم او ویر ،یوې بلې سیلئ زمونږ او زمونږ د ټولو ملګرو ، دوستانو او په ځانګړی توګه د یوې شریفې او غم ځپلی کورنئ د زړونو ستنې ولړزولې .
په ژورې خواشینئ سره مو د ګران ملګری محترم استاد او دیپلوم انجینیر محمد طاهر د مړینې لړزوونکئ خبر تر لاسه کړ .
تل به نه وی شګفته ګلزار د عمر نه به جوړ وی همیشه بازار د عمر
لکه سیند د اباسیند په غورزه درومی هسې یون دی په تلوار تلوار د عمر
په ساعت د سلو کالو یاری پرې کا بې وفا په هسې رنګ دئ یار د عمر
انجینر طاهر خپله ځوانی ، ټول له انرژئ ، خوځښت او خلاقیت نه ډک ژوندد هیواد او خلکو خدمت ته ورکړه
او په دې سپیڅلی لاره کې یې ملاماتوونکی ستونزې او کړاوونه وزغمل . استاد د هېواد په سلګونو بچیان وطن ته د خدمت په روحیه وروزل ، او د هېواد د اقتصادی او تخنیکی ودې او پرمختګ به لاره کې یې نه هېریدونکې خدمتونه وکړل .
استاد په استادانه وړتیا او مهارت سره د منځنیو پېړیو د تیارو ، جهالت او استبداد پر ضد پراخه او نه ستړی کیدونکی مبارزه وکړه .
د بنسټ پالو د مغولی واکمنئ ، زوال او یو مخیزې تباهئ په کالونو کې یې د بیرته را اوچتیدو او ژمنو د بیا نوی کولو او غبرګولو د پاره ، بې سارئ هاند او هڅې وکړې .
په داسې حال کې چې د محترم استاد دیپلوم انجینیر طاهر بې وخته مړینې د ده ټول ملګری او بې شمېره دوستان په غم او سوګ کې کښېنولی دی ، مونږ په هالند کې د افغانستان د ملی ګوند غړی د دې ویرژلی پېښې په اړه د هغه درنې کورنئ ، ملګرو او د هېواد ټولو خلکو ته د زړه له کومی ددې سترې ورکې له امله د خپلې خواخوږئ مراتب وړاندې کوو .
تل دې وی د استاد انجینیر طاهر ژوندئ یاد !