په هالنډ کې د افغانستان د ملی ګوند د شورا له خوا د خواخوږئ
پیغام
په ژورې خواشینئ سره مو د افغانستان د رنځیدلو خلکو داصیل بچی ، ستر وطنپالونکی ،نه ستړی کیدونکی مبارز ، سیاسی او اولسی شخصیت سعادتګل ( آهنګر )د ناڅاپی او بې وخته مړینې لړزوونکئ خبر واورید.
انا لله و انا الیه راجعون .
سعادتګل ( آهنګر ) خپل ټول ژوند او چټه ځوانی ، د خپل ځوریدلی اولس د نیکمرغئ او هیواد د سمسورتیا آرمانونو ته ورځار کړل . د هیواد د خلکو د فکری اسارت او رنګارنګ محرومیتونوپر ضد یې د پوهې او رڼا مشعل د هیواد تیاروګوټونو ته ورساوه او په سلګونو ځوانان یې د وطنپالنې په روحیه وروزل .د هیواد په ډیرو برخو په ځانګړی توګه په خوست او کنړ کې یې د یادونې او تحسین وړ ، تلپاتې او نه هېریدونکی خدمتونه کړی دی .
( آهنګر ) په بېساری میړانه او زړه ورتوب سره د انسان مقام ته د درناوی او ټولنیز عدالت د تأمین په لاره کې زندانونه وګالل، ربړونه او کړاوونه یې وزغمل خو د ژوند سختیو د ( آهنګر ) اراده پر ټولنیزې بې عدالتئ د آهنګری ګوزارونو د پاره لا پسې پخوله . آهنګر د عادلانه مبارزې توغ د خپل ویاړلی ژوند تر وروستیو شېبو اوچت وساته .
آهنګر د افغانستان د وروڼو قومونو په ورورئ او نه ماتیدونکی یووالی ټینګ باور درلود او د افغان اولس دوستی او پیوستون یې د سولې او امن د تأمین ، د هیواد دسیاسی ،اقتصادی او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین شرط باله .
آهنګر باور درلودچې ملی او وطنی موخو ته د افغانستان د ملی ګوند رښتینولی او ژمنتیا، همدارنګه د تفکر او سیاسی عمل په برخه کې ددې ګوند د نرمښت ، تېریدنې ، انعطاف مننې او د نورو سره ګډ کار ته د چمتووالی کړنلاره به د ملی دموکراتیکو او وطنپالونکو ځواکونو تر منځ موجود و تربګنیو او تاوتریخوالی ته د پای ټکئ کېږدی او د هیواد په سیاسی ډګر کې به یو داسې ډاډمن او یو موټئ سیاسی ځواک رامنخ ته شی چې د سولې ، بیارغونې او دموکراسئ د ټینګښت او پراختیا ستر کار به عملی او یقینی کړی .
سعادتګل ( آهنګر ) د لوړو اخلاقو او اوچتو انسانی فضائلو خاوند وو. رښتینولی ، پاکی او صداقت ، انسان ته خدمت او درناوئ ، تواضع او خاکساری ، د خلکو او وطن سره توده مینه او عشق د سعادتګل ( آهنګر ) د شخصیت ټاکونکی ځانګړتیاوې وې .
په داسې حال کې چې د آهنګر ناڅاپی او بې وخته مړینې د ده شریفه کورنئ ، ملګری او دوستان په شوک او سوګ ، ژور غم او ماتم کې کښېنولی ، موږ ددې درنې او نه جبران کیدونکی ضایعې له امله د آهنګر درنې کورنئ ، ټولو ملګرو ، د افغانستان د ملی ګوند مشرتابه هیأت ، په ځانګړی توګه د هغه ځوان او غښتلی مشر عبدالحی « مالک » او د هېواد زیار ایستونکو خلکو ته د زړه له کومې د خپلې خواخوږئ مراتب وړاندې کوو .
موږ به د آهنګر اوچت او انسانی ارمانونه تر سپړیدو وڅارو !
ویاړ دې وی پر سعادتګل « آهنګر » !
تلپاتې دې وی د « آهنګر » ژوندئ یاد !