د هيواد د سياسی او ټولنيز غورځنګ په تاريخ کې د يوه بل اووښتون او بدلون پاڼه ثبت شوه .
د روان ۱۳۹۰ کال د ليندۍ د مياشتې په لسمه نيټه چې د ۲۰۱۱ کال د دسمبر د مياشتې د لومړی نيټې سره برابره ده ، د ګران هيواد په پلازمينه د کابل په تاريخی ښار کې د افغانستان ملی ګوند او د تفاهم په شورا کې د وحدت د پلويانو تر منځ د عام او تام سازمانی او سياسی وحدت له پاره واحده کنګره ، د کابل نندارې د ودانۍ په ښکلی تالار کې دايره شوه . د کنګرې تالار پر ګوندی شعارونو بر سېره د ګوند د وتلو غړو او د افغانستان د خلکو د اصيلو او زړورو بچيانو شهيد محمد هاشم وطنوال ، سعادتګل آهنګر ، شازار ليوال او الف محمد شرر په تصويرونو مزين شوی وو . د کنګرې په کار کې د ګډون له پاره د ( ۳۲۸ ) غوره شوو استازو بر سېره د ولسی جرګې ځينو غړو، د هيواد د مختلفو سياسی ګوندونو رابلل شوو هيأتونو، مستقلو سياسی او ټولنيزو شخصيتونو هم ګډون درلود .
د کنګرې ګډون کوونکو د جنګ او نفاق پر وړاندې خپله کرکه په ډاګه کړه او د هيواد د ټولو سالمو ملی او دموکراتيکو ځواکونو د يووالی، سولې او دموکراسۍ د ټينګښت ،د قانون د واکمنۍ او ټولنيز عدالت د تأمين له پاره يې خپل هوډ تازه کړ .
کنګرې خپل کار د کلام الله د څو آياتونو په لوستلو سره پيل کړ.ورپسې د افغانستان ملی ګوند مؤسس او سپين ږيری مشر محترم عبدالرشيد آرين د کنګرې په اړه پرانستونکی وينا وکړه .
د کنګرې د کار د ښه تنظيم په موخه د غونډې مشرتابه ډله د استازو له خوا وټاکل شوه او د ګوند د رييس مرستيال محترم عبدالرحمن صدری د غونډې د رييس په توګه د کنګرې له خوا غوره شو .
د کنګرې اساسی رپوټ د افغانستان ملی ګوند د رييس محترم عبدالحی مالک له خوا د کنګرې برخه والو ته واورول شو . په رپوټ کې په لنډه توګه د افغانستان ملی ګوند د دوو کنګرو تر منځ د ګوندی کار او فعاليت ، د افغانستان ، سيمې او نړۍ د روانو سياسی ، نظامی ، اقتصادی او ټولنيزو حالاتو او د ګوند د راتلونکو دندو په هکله څيړنيز مطالب وړاندې شول .
وروسته د اساسی رپوټ پر شاوخوا تود بحث پيل شو. استازو د اساسی رپوټ په اړه خپل آندونه ، نيوکې او وړانديزونه څرګند کړل ، خو په ټوله کې رپوټ د کنګرې د برخه والو تأييد او ملاتړ خپل کړ .
ورپسې د رابلل شوو سياسی ګوندونو استازو او مستقلو سياسی او ټولنيزو شخصيتونو د کنګرې د اهميت په هکله خپلې ويناوې وکړې او د کنګرې د کار او فعاليت څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ . دوی کنګره د هيواد د روښانه راتلونکی، دوامداره سولې ، دموکراسۍ د ټينګښت او ټولنيز عدالت د تأمين له پاره يو نېکمرغه پيل وباله .
ورپسې د ګوند دنوم ، تګلارې او کړنلارې ( اساسنامې ) په هکله پراخ بحث وشو . په پايله کې د ګوند د نوم په اړه د افغانستان ملی ګوند نوم د کنګرې د استازو له خوا تصويب شو .او د تګلارې او کړنلارې په برخه کې د ځينو سمونونو او بدلونونو د راوستلو پريکړه وشوه .
په پای کې د ګوند د مرکزی شوراغړی د کنګرې د استازو له خوا وټاکل شول . د مرکزی شورا د پلينوم په غونډه کې د ګوند اجراييه شورا د (۱۵) کسانو په شمېر کې انتخاب شوه . پلينوم د ګوند د رييس په توګه محترم عبدالحی مالک ، د ګوند د رييس د مرستيالانو په توګه هر يو محترم عبدالرحمن صدری ، جانان ميرخيل او سيد محمد ټينګار وټاکل .
کنګرې خپل کار د دوستی ، صميميت او رښتينولۍ په فضا کې پای ته ورساوه .
کنګرې خپل کار د دوستی ، صميميت او رښتينولۍ په فضا کې پای ته ورساوه .
د کنګرې استازو او کنګرې ته راغلو ميلمنو په يوه آواز ، جنګ او نا امنۍ ته نه وويل او د يوې سالمې ، مسؤلې او ملی واکمنۍ د ټينګښت له پاره يې د ملی او دموکراتيکو ځواکونو په يووالی او پيوستون ټينګار وکړ . د کنګرې له خوا پرېکړو ته ددې ګوند غړی او مينه وال په ځانګړی تنده سره سترګې په لاره دی . د ملی ګوند غړو او مينه والو ته په داخل او خارج کې خبر ورکول کيږی چې پريکړې به د را رسيدو سره سمې ډېر ژر د دوستانو خدمت ته وړاندې شی .