ددویمی کنګرې دپریکړو او تصمیمونو

دپلي کولو لارښود
حمل ۱۳۸۸
۱ – دګوند ددویمي کنګري اسناد او پریکړي دولایتی ، ښاری ، ناحیوی ، ولسوالۍ او محلی شورا وو په کنفرانسونو او غونډو کی توضیح او تشریح شی .
۲ – دګوند ددویمی کنګری دپریکړو او تصمیمونو په رڼاکی دی ګوند ته دمنلو پروسه دغسی تقویه شی چی تر شپږو میاشتو پوری هرغړی لږ ترلږه دری تنه جذ‌ب کړی .
۳ – دګوند دمالی او اقتصادی بنسټ د تقویې او د اساسنامی د پلی کولو په موخه دی دحق العضویت او اعانی ټولونی ته داسی جدی پاملرنه وسی چی دګوندی ټولوغړو حق العضویتونه د ۱۳۸۷ کال تر پایه پوری تصفیه او مرکزی شورا ته و لېږدول سی اوپه راتلونکی کی دی حق العضویتونه په هره میاشت کی را غونډ او نهایتاً په هره ربع کی تصفیه شی .
د ګوند هر غړی مکلف دی چی د ملی سوداګرو همکاری جلب اواعانه ور څخه را ټوله کړی .
۴ – ټولی ګوندی شوراوی دی پروخت غونډی جوړی او دورځی مهم مسایل دی تربحث او څیړنی لاندی ونیسی . دغونډو په اجنداکی دی دګوند دلیکو د ودی اوپراختیا موضوع په پام کی ونیول شی .
۵ – ولایتی شوراوی دی داساسنامې سره سم داجراـْیه شوراسره په تفاهم کی دنورو ګوندونو او سازمانو له ولایتی شورا ووسره دیووالی ، ایتلاف او جبهی دجوړولو په موخه خبری اتری پیل کړی ، څو د دموکراتیکو نهادونو رول دهیواد په اقتصادی اجتماعی ، سیاسی او فرهنکی ژوندانه کی تقویه شی او په ځانګړی توګه دجمهوری ریاست ، پارلمان ، ولایتی ، ولسوالۍ او ښاروالۍ شورا ګانو په انتخاباتو.کی دریځونه سره هم آهنګ سی .
۶ – په ګوندی غونډوکی دی دافغانستان دملی ګوند دموسس او رهبر جناب محترم عبدالرشید آرین د روحیی او موضع ګیری په اړه چی دافغانستان په ملی ګوند کی یی داساسنامی او دموکراسی دعملی کولو په خاطر دګوند په رهبری مقام کی و تغیر اود نسبتاً ځوانو کدرو و انتخاب ته زمینه مساعده کړه اونوی کاندیدان یی وړاندې کړل ، معلومات ورکړل شی او درناوی دې یی وشی .
۷ – ولایتی او دهغی معادل شوراګانی مکلفی دی چې دګوند ددویمی کنګری دپریکړو داجراآتو دڅرنګوالی په اړه ربعوار ګزارش ورکړی . دغه ګزارشونه کولای شی تحریری ، تیلفونی اویا د انټرنیټ له لاری راولیږی .
د افغانستان د ملی ګوند اجراـْیه شورا

Comments are closed.