کابل ، د ۱۳۸۷ لمریز کال دحوت ۲۸ نیټه
دافغانستان دملی ګوند په دویمه کنګره کي ټول منتخب استازی اوبرخه وال په دی عقیده دي چي په هیواد کي روان سیاسی بحران دبهرنیو لاسوهنو ، جګړي او تروریستی فعالیتونو ددوام ، په دولت کي دسالم مدیریت دنشتوالی ، اداری فساد ، دمخدره موادو دقاچاق ، دسیاسی ګوندونو دویشلو او تیتوالی او دافغانستان له دولت سره دنړیوالی ټولنی دناهمغږی په نتیجه کی رامنځ ته شوی او زموږ ګران هیواد دتباه کونکي ملي تراژیدی په لور ورټیل وهی ، چی خدای مه کړه ، ددغی تراژیدی دتوفانی کیدو په نتیجه کی به ترټولو سیاسی ګوندونه او مدنی نهادونه له خطر او پوپناه کیدو سره مخ شی .
نو ځکه دافغانستان ملی ګوند خپله ملی او سیاسی دنده ګڼی چی ددی کنګری له تریبون څخه یوځل بیا داوسنیو شرایطو او دملی لوړوګټو په پام کی نیولوسره خپلو ټولو پخوانیو او اوسنیو همفکرو او هم سنګرو ملی ډموکراټو ګوندونو ، سیاسی کړیو او شخصیتونو ته په ډیر درنښت او صداقت بلنه او دعوت ورکړی چی داوسنی بحران څخه دهیواد د ژغورلو، سولی او ملی پرمختیا په موخه دیوه واحد ، ځواکمن ، اغیزمن او فعال ځواک دجوړولو او راغونډولو په لور صادقانه او بی له قید او شرط څخه خپل عملی ګامونه اوچت او ددموکراتیکو اصولو پر بنسټ دګوندی تشکیلاتو په یوځای والی ، له کښته نه ترپورته پوری دټولو ګوندی ارګانونو او رهبری په انتخاب سره ددغو هیواد پالو او دموکراتو ګوندونو ترمنځ یووالی تامین کړی .
دغه راز دافغانستان ملی ګوند په دی حساسه او تاریخی مرحله کی چی وطن دبیلابیلو توطیو سره مخامخ دی ، نو ځکه دا اړینه بولی چی ټول ملی ، روڼ اندی اووطن دوسته عناصر چی نه شی کولای تریو مرام او تشکیل لاندی شریکی هلی ځلی وکړی ، نوموږ دی ته تیار یو چی ددوی سره په یوه واحده ملی جبهه کی چی دیو واحد پلاتفورم درلودونکی وی سره راغونډ او په شریکه ددی وطنی ارمانونو دلاسته راوړلو په خاطر هلی ځلی وکړو .
په پخوا او اوس کی زموږ او ستاسوګوندی فعالیتونو او تجربو وښودله چی هیڅ یو ګوند په یوازی ځان په سیاسی ډګر کی اغیزمن او بریالی نه دی . دګوندونو پیاوړتیا اوبری په یووالی کی دی . صادقانه او عملی یووالی ، زموږ دګډ کور او په موجودو ستونزو باندی دبشپړ بری ضمانت کوی . نو راځی چی دغی ملی ، حقی او اړینی داعیی ته په ګډه اویو آوازلبیک ووایو !.
دافغانستان ملی ګوند دپخوا په څیر ژمن اوتیار دی چی دملی ، همفکرو او دموکراتو ګوندونو سره د دموکراتیکو اصولو په رڼا کی دایمی یووالی تامین او ټینګ کړی او دغه ملی او سیاسی ارمان یی په مرامی کړنلاره کی دیوه غوره هدف په توګه ثبت دی . دافغانستان ملی ګوند دغه ستر او مهم ارمان ته درسیدو په موخه په دموکراتیکو اصولو ،متقابل احترام ، توجه او باورباندی حساب کوی اوهیله لری ، چی دغه ملی ، تاریخی او اړین ارمان ته ورسیږی .
په درنښت
دافغانستان دملی ګوند دویمه کنګره