د افغانستان ملی ګوند
دروسیی اوبیلاروسیی سرتاسری شورا
۲۰۰۹کال دجون ۱۸نیټه
دافغانستان ملی ګوند د دوهمی کنګری دجوړیداو پریکړو په
رڼا کی د روسیی او بیلاروسیی دسرتا سری شورا پیغام
د افغانستان ملی ګوند د اساسنامی داصولو اود ملی ګوند دمرکزی شورا د ۱۳۸۷ کال د مرغومی( جدی) دمیاشتی د ۱۲ نیټی دغونډی دپریکړو پراساس د ۱۳۸۷ کال دحوت دمیاشتی په ۲۸ نیټه د افغانستان ملی ګوند دوهمه کنګره جوړه شوه ، دملی ګوند په دوهمه کنګره کی د(۲۰۰)تنوپه شاوخواکی دګوندی سازمانونواستازوګډون درلود .دګوند دوهمی کنګری د افغانستان ملی ګونددلومړی کنګری څخه را وروسته موده کی دګوندی ژوند کاراوفعالیت،دګوند تشکیلاتی جوړښت په پرخه کی یولړمسایل دڅیړنی لاندی ونیول،په همدی ډول دکنګری ګډون کوونکو دافغانستان دکورنیو سیاسی اوټولنیزوحالاتو، د جمهوری ریاست او ولایتی شوراګانو ته د راتلونکوټاکنو په برخه کی دافغانستان ملی ګوند د سیاسی دریځ په باب ژوربحث ، چی په پایله کی دکنګری ګډون کوونکو لخوا ضروری پریکړی او تصمیمونه ونیول شو .دافغانستان ملی ګوند د دوهمی کنګری ګډون کوونکو دهیواد سیاسی ټولنیز،اقتصادی او پوځی حالات ، په دولتی ارګانونو او ادارو کی د پراخ اداری فساد ،رشوت ،د دولتی اوعامه شتمنیولوټونی شتوالی، دهیواد دخلکود بی کاری اوبی وزلې ،د دولت د امنیتی قواو، اوايتلافی ځواکونودځمکنیو اوهوایی عملیاتوپه بهیر اود دولت دمخالفینو دحملو په نتیجه کی د ملکی وګړو د بی ځایه وژنی، دمخدره موادوتولید اوقاچاقو بیدریغه زیاتیدنه اودافغانستان دبیارغاونی پروسه دنړیوالی ټولنی د حده زیاته مرستو په شتوالی سره وروسته پاتی ده ،دافغانستان په کورنیوچارو کی دبهرنیواو په خاص ډول دهمسایه هیوادونو اوځینو وران کارو ډلو لاس وهنه اوداسی نورو منفی پدیدو شتوالی د اندیښنی وړ وباله .په همدی ډول دافغانستان ملی ګوند د دوهمی کنګری ګډون کوونکود ملی ګوند د لومړی کنګری څخه بیا تر همدی کنګری پوری د ګوندی ژوند کاراوفعالیت کمزوری وڅیړه . د افغانستان ملی ګوند د دوهمی کنګری ګډون کونکو دګوند نوی انتخاب شوی مرکزی شورا، اجراییه هیآت ، دارلانشاء اود ملی ګوند ټولوغړو په وړاندی دندی وسپارلی چی زموږپه ټولنه کی د پورته یادوشویو ناخوالو او کړکیچنو حالاتو په له مینځه وړلو کی دملی ګوند دعمل کړنلاری په رڼا کی نه ستړی کیدونکی مبارزه اوهلی ځلی وکړی دملی ګونددلیکواو تشکیلاتی جوړښت دپیاوړتیا پخاطر دځوانانو په مینځ کی فعال او ژوندی کار ته جدی پاملرنه وکړی .د افغانستان ملی ګوند دوهمی کنګری په تشکیلاتی برخه کی دګوند نوی مرکزی شورا دټولو(۸۷) تنوکاندیدانوڅخه د (۶۱)تنو په کمیت د پټو او سری رایو په اچونی سره د رایو په اکثریت وټاکله ، دګوند دکنګری څخه وروسته نوی ټاکل شوی مرکزی شورا په خپله لومړنی غونډه کی دګوند داساسنامی د(۸)او(۱۲)مادواصولودپوره تطبیق په رڼا کی دملی ګوند پخوانی رییس محترم عبدالرشید ارین پرځای دافغانستان ملی ګوند مرکزی شوراغړی محترم عبدالحی مالک چی لوړی زده کړی او په خپل سیاسی ژوند کی دلوړوتجربو اوسیاسی کار اوږده سابقه لری د رایو په مطلق اکثریت دملی ګوند د رییس په توګه وټاکه.دافغانستان ملی ګوند دوهمی کنګری او مرکزی شورا محترم عبدالرشید ارین ته دهغه خدمتونوله کبله چی دملی ګوند دتاسیس څخه دخپلی مشری تر وروستی ورځی پوری ترسره کړی دملی ګوند افتخاری مشر دلرلو ویاړ ورکړ.دملی ګوند مرکزی شورا محترم حاجی میرعبدالرحمن صدری چی لوړی زده کړی لری اود مخابراتوپه وزارت کی درییس په توګه دنده تر سره کوی دګوند دلومړی مرستیال او سیدمحمدټینګار چی دکابل په پوهنتون کی د استاد په توګه دنده اوداقتصاد په څانګه کی دوکتورا لری دګوند د دوهم مرستیال په توګه وټاکل .دګوند مرکزی شورا دګوند درییس اودوو مرستیالانو په ګډون ټول (۱۵) تنه دګوند داجراییه هیات په توګه او هریو شاه سلطان عاکفی، استادمحراب الدین صمدی او محمداصف جهش چی دری واړه دلوړو زده کړو او سیاسی تجربی لرونکی دی دګوند دمرکزی شورا دمنشیانو پحیث وټاکل .دګوندی کنګری ګډون کوونکو دکنګری په اجندآ کی په ټولوشاملو مسلو ژوربحث ،د ملګرتوب اود دموکراسی په فضاء کی پریکړی وکړی ،کنګری خپل کار پای ته ورساوه .د روسیی اوبیلاروسیی سرتاسری شورا دافغانستان ملی ګوند دعمل کړنلاری ،اساسنامی اودګونددلوړوعالی ارګانونو دپریکړو په رڼا کی دتل لپاره دګوندی غړودیووالی،دګوند دلیکوکمی اوکیفی لوړوالی،دملی اودموکراتیکوځواکونواوپه خاص ډول د ورونوګوندونودیووالی، په هیواد کی دتل پاتی سولی دټینګښت،دافغانستان داقتصادی بیارغاونی، دافغانانو دورور وژنی،په دولتی اداروکی دفساد، د دولتی اوعامه شتمنیودغصبولو اود ټولنیزوبی عدالتیو اومنفی پدیدو دمخنیوی اود هیواد دسیاسی ،امنیتی حالاتو اوپیښوپه باب دګوند د دریځ دروښانه کولو اوپه هیواد کی دتیرواوراتلونکوجمهوری ریاست،پارلمانی، ولایتی شوراګانوته دټاکنو پخاطر دګوند دلوړاوعالی ارګانونو په ادرس خپل جوړونکی وړاندیزونه طرحه او وړاندی کړی. دافغانستان ملی ګوند پوری اړونده د روسیی اوبیلاروسیی سرتاسری شورا اوټول ګوندی غړی دافغانستان ملی ګوند د دوهمی کنګری دپریکړو اوفیصلو څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلانوی ،یوځل بیا د ګوند مرکزی شورا،اجرییه هیآت ته وعده ورکوی چی زموږ سراسری شورا اودملی ګوند ټول غړی به پخپل توان او طاقت سره د ګوند دپریکړو په پلی کولوکی به نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی. دافغانستان ملی ګوند دلاډیرو بریاوو په هیلهژوندی دی وی دافغانستان خلک
د روسیی لوبیلاروسیی سرتاسری شورا