په سويډن کې د ملي ګوند د شورا له خوا ستاين ليک

په سويډن کې د ملي ګوند د شورا له خوا ستاين ليک

ترهرڅه لمړی د ملي ګوند ټولو درنو وياړلو ملګرو ته خپلې هېلې وړاندې کوو ، وياړلو ملګرو ملي ګوند وياړ لري چې د نړی په هر کنج او ځای کې خپل ځانګړي تشکيلات لري د ملي ګوند غړي د خپل ګران هېواد افغانستان د خلکو د سوکالې او تل پاته سولې په خاطر په ګران هېواد کې د هرډول ناوړه فاسدو عمالو پر ضد خپلی هلې ځلې کوي .د ملي ګوند غړي په ګران هېوادکې د رښتني دموکراسۍ د عملي کولو هوډمن دي اووه . په سويډن کې د ملي ګوند ملګرو دملي ګوند ددوهمې کنګری د فيصلو د اورولو په خاطر غونډه درلوده د غونډی په جريان کې وپتيل شوه چې ملګري عبد الرشيد آرين په خورا بدو شرايطو کې ددی ګوند د تاسيس لپاره زيار ګاللی او په خورا زړورتيا ددی ګوند د ليکو د پياوړتيا اود ملګرو د لا انسجام ، او نورو ګوندنو، سياسي نهادونو سره د يووالي ، ايتلافونو، جبهو لپاره کار کړی او ټول وخت ېی د ګران هېواد افغانستان د سوکالۍلپاره مصرف کړی . ملګری آرين دګوند د کړنلارې اواوصولو له مخې ددموکراسۍ د زرينو اوصولو پر بنسټ دګوند په دوهمه کنګره کې خپل ځای ناستی د کنګری برخوالو ته وړاندی کړ داخپله ددې نماينده ګي کوي چې ملګری آرين په څوکۍ مقام غوښتنې مين نه دی بلکې ټول عمريي د خلکو لپاره خدمت کړی او په رښتني دموکراسی باور لري نو په همدی لحاظ ګوندي کنګری نوموړی ددايمي افتخاري لارښود په توګه ومانه ، په سوېډن کې د ملي ګوند شوراد ګوند ددی پرېکړې څخه خپله خوښې څرګندوي ، د افغانستان د ملي ګوندددوهمې کنګرې استازو د رايو په يووالي سره ملګری عبدالحی مالک د ګوند د نوي مشر په توګه وټاکه ، موږښاغلي عبدالحی مالک ،او د ملي ګوند نوی رهبرۍ ته په کارونو کې لابرياوې غواړو .

په سويډن کې د ملي ګوندمش

راحمدګل اندړ مالو سويډن

20090523

Comments are closed.