شهيده فرخنده د يوه وحشيانه عمل ښکار شوه په رڼا ورځ سنګسار او وسوځول شوه
ددی ګناه څه وه دی يوازی دخرافاتو پر وړاندی مبارزه کوله.
درنو دوستانوغواړم د مارچ اتمې په وياړ افغان زوريدلو ، کړيدلو ښځو ته ددی تاريخي ورځې مبارکي واويم دا لمانځغونډه په ټوله نړې کې په خورا درنو لوړو مراسمو سره لمانځل کيږي ځکه دا ورځ په اسانۍ لاس ته نه را غلی.
د افغان ښځو د مېړانۍ يوه نمونه ده.افغان ښځو د اتل ولی نمونۍ زياتي دي خو زه يي څو بېلګې ليکم ملکه ثريا ، نازو انا ،ملالۍ ميوندی په خټه خوګېاڼۍ د مونيد په جګړه کې خپله اتلولي ښودلی،سنځلۍ ادی په ځاځي ميدان کې ،دوه نورو په بغلان او فراه کې خپلې اتلولی ښودلي دا ډول په زرګونو افغان ښځۍ شته چی خپله مېړانه ښکاره کړی خو د ليکو څخه تيريږم همدا بسنه کوي.
ده راغلی په پرسه کې د نړې اتلو ښځو له دی جملې افغان ميړنيو باتورو د ژوند په ټولو ډګرونو کې خپله ونډه اخستی ده.
دا زموږ د ګران هېواد افغانستان جيوستراتيژيک او جيوپلوتيک
وقعيت د ټولې نړې لپاره مهم دی نو په خپل لرغوني تاريخ يا نې په 5000کلن تاريخ ددی هېواد ولسونو خپل ټول وخت د بهرنيو زبرځواکونو سره په جنګ جګړو کی تير کړی، څوځله ددی وطن شتمنۍ چور او ټول وګړي زيانمن شوي دي.
هغه د پښتو ژبې يو متل دی چی وايي په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي ، نود همدی متل پر بنياد ويلای شو چی په جنګو نو کې ، روزنه ، مدني فعاليتونه، کلتوري او فرهنګې چاری ټولی په ټپه درييږي.ياله مينځه ځي،بشري ځواک کمزوری کيږي همدا ددی لامل شوی چی زموږ ټولنه کې تر 85فيصده زيات وګړې نالوسته پاته شوي چی په دی کې د ښځو د نالوستوب فيصدي خورا زياته ده.
په هغه ټولنه کې چي د ښځۍ او نر ترمينځ توپير زيات وي يانی ښځی ته د نر په پرتله د يوه مريي،يا کمزوري ناتوان،خطاب کيږي اود خپلو ټولو روا حقونو څخه محرومه ساتل کيږي لکه زده کړی ، کار کول، دخبری کول، دخپل روا حق غوښتل، په خپله خوښه د ژوند د ملګري ټاکل او نورو اجازه نه ورکول کيږي نو بيا دلته دنمونې په توګه داعکس کتلای شی
د غور ولايت کې د رخشانۍ سنګسارول
ملکه ثريا د غازي امانالله خان مېرمن چی دی اتلۍ د ښځو دازادی لپاره زيات کارونه کړي بېلګه د مستورا ښونځۍ ،شفاخانی د نجونو لپاره د زده کړۍ زمېنې برابرول.
سړی څنګه دا ورځ چی په کال کې يو ځل په نماييشي توګه لمانځل کيږي، ولی داستر بشري ناورين زموږ په هېواد کې حاکم دی يانی ښځۍ اوس هم يوازی د کور کار کوي، بچيان زيږوي، د حيواناتو خدمت کوي يو شمير نارينه ښځو ته غلام په توګه نظر لري په وړه تيروتنو يې پزه ،غوږونه پری کوي، صحرايي محکمې ورباندی دايروي، سنګسار کوي، جوش اوبه ورباندی اچوی يوبل سره يي بدلوي ، يا پر بنی ور کوي هر پانګوال يا ټوپکمار خو تر ۴ کمې ښځې نه کوي ،د زده کړو يې محروموي، دخبرو کولو اجازه نه ورکوي سره له دی چی په دی ورستيو کلونو کې په يو شمېر ولايتونو کې د نجونۍ ښونځي ته ځي،کم شمېريې لوړی زده کړی کوي . خودا ددوی دشمېرنۍ په تناسب بسنه نه کوي په زياتو سيمو کې د ښونځيو دزده ګړيالانو پر مخونو تيزاب پاشل کيږي يا مسموم کيږي دا خپله د ښځو پر وړاندی تاوتريخوالی دي .
دا يوه نومنه ده چی نجونۍ ښوني ته ځي
له نن نه نژدې سل کاله مخکې کله چې په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې ښځو د دوي په وړاندې د تبعیض د مخنیوي، د برابر کار په بدل کې د برابرو حقوقو د ورکړې او دغه راز نورو سیاسي او ټولنیزو حقونو د تر لاسه کولو لپاره د مظاهرو، اعتصابونو او داسې نورو مدني خوځښتونو له لارې مبارزه کوله افغان ښځو نوی د تعلیم حق ترلاسه کړ.
ځوان پاچا غازي امان الله خان واک ته تر رسېدو او د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته د افغان ښځو د نهضت بنسټ د مستوراتو په نامه د نجونو د لومړني ښوونځي په جوړېدو کېښود، چې دغه نهضت ترنننه روان دی او د ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
اعلحضرت امان الله د ۱۳۰۶ لمریز کال په نظامنامه کې د ښوونځيو له لږ والي سره سره لومړنۍ زده کړې د هلکانو په څېر په نجونو هم اجباري کړې، دغه راز یې د انجمن حمایت نسوان په نامه د خپلې خور کبرا په مشرۍ د کورني تاوتریخوالي په وړاندې د ښځو د ملاتړ په خاطر یوه ټولنه جوړه کړه، خو د امان الله خان د پاچاهي له نسکورېدو سره د ښځو نهضت عملا له منځه لاړ
د محمد ظاهر شاه دوره کې لږ رشد وکړ..
د ښځو لپاره د موسسه عالي نسوان په نامه یوه ټولنه جوړه شوه، چې بیا وروسته د مېرمنو ټولنې په نامه یاده شوه او د مېرمن په نامه یې یوه مجله هم چاپوله.
په دغې دوره کې ښځې د لومړي ځل لپاره په هنرې فعالیتونو کې راڅرګندې شوې…
دښځوسازمان د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۶ کال کې د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون نړېواله ورځ ولمانځله او د کارکوونکو ښځو لپاره یې له ولادت وروسته د درې میاشتني رخصت حق تر لاسه کړ.د ور د ۷ نېټی وروسته د و ښځو سيا سي سازمان د ښځو رول، زده کړی، د خپل خاوند ټاکل، په سياسي دولتي فعاليتو کې موهم مقام لرونکی وی ، په مارشونو ، مظاهرو ک ګډون کولو د لوړو زده کړو لپاره په داخل او بهر کې ونډه ورکړل شوه او نور.
د افغانستان د ښځو نهضت د خپل تاریخ په اوږدو کې د ځینو رژیمونو په ړنګېدو سره له سختو خنډونو سره مخ شوی ان د ښځو ټول سیاسي او ټولنیز فعالیتونه ظاهرا له منځه تللي.
د افغان ښځو نهضت د مجاهدینو او طالبانو په دورو کې د سقاوي دورې په څېر له منځه تللی و، خو له دغې لس کلنې دورې وروسته په ۱۳۸۱ کال کې ښځو یو ځل بیا خپل سیاسي او ټولنیز حقونه تر لاسه کړل.
لس کاله پخوا د مېرمنو ټولنه چې په بېلابېلو دورو کې په مختلفو نومونو یاده شوه د ښځو د حقونو د لاسته راوړنې لپاره د ښځو په وزارت بدله شوه…
وایي، هر هغه خوځښت چې له ولسونو راپورته شي نسبت هغه ته چې د حکومتونو له خوا په خلکو تحمیل شي ډېر اغیزناک وي…
ټول خلک په دولتي او ټولنیزه کچه د ښځو د غورځنګ ملاتړ غواړي او د دې غورځنګ په اړتیا ټینګار کوي
محمداقا شيرزاد