مرامنامه

بسم الله الرحمن الرحیم

د  وطن د ترقۍ ملی ګوند

مرامنامه

سریزه:

     نژدې څلورلسیزې کیږي چې د سړې جګړې د سیالیو، د ګاونډیو او د سیمې د ځینو هیوادونو د اغیزمنو سیاستونو او په بحران کې د ښکېلو سیاسی ډلو د تیروتنواو خطاوتنو څخه د ګاونډیو هیوادونو سره په تړاو کې را پیدا شوی بحران زموږ له خلکو څخه قربانی اخلی.  دغه بحران په افغانستان کې د ناټو او تروریسم  ضد نړیوال ائتلاف له شتون  سره سره نه یوازې پای ته ونه رسید، بلکې پراخ اړخونه یې هم وموندل.  د یو شمیر سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو ، په تیره بیا د پاکستان او ایران لاس وهنو او د وطن او ولس په برخلیک باندې د یو فاسد ټیم او د مافیایی ډلو واکمنۍ په هیواد کې حالات تر پخوا زیات ترینګلی کړی دی.

   په نوې او پراخه بڼه د تروریزم منځ ته راتلل، د امنیتي وضعې ورځ په ورځ زیاتیدونکي خرابوالي، د اداري فساد بې سار ې پراختیا، د مستبدو ځان غوښتونکو واکمنو استبداد، ټولنیزې بې عدالتۍ، اقتصادی بحران، بیوزلۍ او بیکارۍ، د فقر او ثروت ترمنځ د واټن زیاتوالي ، د نشه اي توکو د تولید او قاچاق زیاتوالي، د بهرنیو لاسوهنو  په ځانګړي ډول زموږ په هیواد کې د پاکستان د پراخیدونکو لاسوهنو په وړاندې د حکومت ګُنګ او ناڅرګند سیاست زموږ د خلکو ژورې اندیښنې را پارولې دي.

د دموکراسۍ، د قانون د واکمنۍ، ښه حکومتوالۍ، د بشري حقوقو او ټولنیز عدالت شعارونه ، د پوهنې، لوړو زده کړو، لویو لارو، مخابراتو، د کلیو د پراختیا، قانون جوړونې د بیان د آزادۍ او د هیواد د وسله والو ځواکونو د جوړولو په ډګرونو کې له نسبي بدلونونو سره سره په پوچو او خندا وړ شعارونو اوښتی دی.

   د ټاکنوپه بهیر کې، په تیره بیا د جمهوري ریاست، ولایتی شورا ګانو او د ولسي جرګې په وروستیو ټاکنو کې پرله پسې او پراخې درغلۍ چې په یوې سترې ملی افتضاح بدلې شوې؛ ددي لامل شوی چې زموږ ولس  نه یوازې زموږ د ملت په برخلیک د واکمن ټیم او مافیایي ډلو په اړه ، بلکې د تروریزم ضد نړیوال ائتلاف په اړه هم بې باوره شي.

   موجوده وضعیت زموږ خلک له یوه سخت حالت سره مخ کړيدي او دا ویره یې منځ ته راوړې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به یوځل بیا زموږ هیواد د موجودو وسله والو سیاسي ډلو ترمنځ د جګړو او د ایران او پاکستان ترمنځ د سیالیو په خونړي ډګر بدل شی.

   دغه نه یوازې د سولې، دموکراسۍ، ترقۍ اوټولنیزعدالت د لارویانو په وړاندې له موجوده وضعیت څخه د وتلو او له قانونی او سوله ایزو لارو د واکمن ټیم اومافیایی ډلوپرځای د یوه سالم او وطنپالونکي ټیم د راوستلو په موخه د یو ټولنیز ملی حرکت جوړول د یوې جدي اړتیا په توګه مطرح کوي.، بلکې د ادارې د بشپړې بیا جوړونې او له سره ترپایه له ادارې څخه د مفسدو او قانون ماتوونکو عناصرو د ایستلو الزامیت هم منځته راوړي.

  د وطن د ترقۍ ملی ګوند په داسې حال کې چې د هیواد او خلکو د راتلونکي په اړه ژوره انديښنه لری او له موجوده حالت څخه د وتلو په موخه د یوه ملی سرتاسری حرکت د جوړولو لپاره مبارزه کوی، غواړی د نوروملی دموکراتو ګوندونو سره د تفاهم له لارې په هیواد کې د یوځواکمن سرتاسری ګوند تشې ته د پای ټکی کښیږدی او ددې سترې او مهمې چارې په پام کې نیولو سره ټولو ته د سازمانی یووالی تر پولې پوری د تفاهم د تأمین دپاره د اخلاص، صمیمیت او ورورولۍ لاس وغزوی.

   د وطن د ترقۍ ملی ګوند د اسلام د سپیڅلی دین په پیروۍ، د ملی او اسلامي ارزښتنو په ساتنې، د نورو ادیانو پیروانو ته په احترام، د سیاسی او ګروپي ګټو د تأمین په منظور د خلکو د دیني او مذهبي عقاید څخه د هرډول ناوړه ګټې اخیستنې سره په مخالفت، پر لوی خدای (ج) باندې په توکل اود ګران هیواد پرنجیبو خلکو باندې په باورسره د لاندې اهدافو د سرته رسولو لپاره مبارزه کوی :

الف: کورنی سیاست:

–                     د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او ملي ګټو ساتنه، د دری ګونو قواوو د تفکیک پر بنسټ د یو ځواکمن، قانونی او مشروع دولت څخه ملاتړ او له مرکز څخه د فرار او بیلتون غوښتنې د هر ډول تمایلاتو سره کلکه مبارزه،

–                     د ټولو اړخونو له خوا د اساسی قانون په منلو سره د بین الافغانی، سیمه ایزو او نړیوالو مذاکراتو له لارې په هیواد کې د عادلانه سولې او امن د فضا د تأمین، په سیاسی، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګی ژوند کې د ښځو فعال ګډون، د وګړو د سیاسی او مدني حقوقو او آزادیو پراختیا، د سیمې له شرایطو سره متناسب د هیواد د دفاعی او امنیتی ظرفیتونو لوړتیا او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی،

–                     د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او دشکایتونو د خپلواک کمیسیون د کاری خپلواکۍ د پیاوړي کیدو لپاره تلاښ ، دټاکنو د قانون د پلی کیدو، په هیواد کې د ناقانونه وسلو د ټولولو او د ټاکنو او برخلیک ټاکلو په بهیر کې د خلکو د آزادانه ګډون د شرایطو د تأمین له لارې د خلاصې سیاسی فضا منځته راوړل،

–                     د سیاسی پلورالیسم پربنسټ د یو دموکراتیک نظام ټینګښت، د کلیو له شورا څخه تر جمهوری ریاست پورې د عادلانه، رڼو، دموکراتیکو ټاکنو سرته رسول، د ټاکنو په بهیر کې د دولت، سیاسی ډلو او زورواکو د لاسوهنو مخنیوی،

–                     د لنډ مهاله ستراتیژۍ په چوکاټ کې له پورته ترکښته د دولتي ادارې، په ځانګړی ډول د قضایی سیسټم بیارغونه، په اداره کې د فساد د ورکاوی، د خلکو د ملاتړخپلولو او په هیواد کې د قانون د واکمنۍ په منظور د ټولو مفسدو او قانون ماتوونکو عناصرو څخه د ادارې تصفیه کول،

–                     خلکو ته د اغیزمنو ملکي خدمتونو د رسولو وس لرونکې، کارپوه، متخصصې او تجربه لرونکې ادارې د جوړولو په موخه د لیاقت، کارپوهې، تحصیل او ملی ګټو ته د ژمنتوب پربنسټ د کدري سیاست عملی کول،

–                     د فکر او بیان ، مطبوعاتو او رسنیو، سیاسی او اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی فعالیتونو د دموکراتیکو آزادیو پراختیا،

–                     په وینا او عمل کې د اعتدال د اصل پربنسټ دموکراتیکو او عادلانه موخو ته د رسیدو په منظورد افراط د ټولو ډولونو او د هغه د عمده مظاهرو لکه تعصب، فکری اختناق، تبعیض، زورزیاتی، دفکری اختلاف نه زغم او د تروریسم او سازمان شوو جنایتونو له بیلابیلو اشکالو سره مبارزه،

–                     د اتنیکی ډلو د نژدیوالی، د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی اړیکو د ودې او په یو واحد ملت د افغانستان د قومی او قبیلوی  ټولنې د تکامل له پاره د وړ سیاسی او اقتصادی، ټولنیزو، روانی او فرهنګی زمینو برابرول،

–                     د توتالیتاریسم، د قدرت د انحصار او د سیاسی واک د نیونې او ساتنې په منظور د هرډول زور زیاتي سره مبارزه،

–                               د جګړې د مجرمینو د عدلی او قضایی تعقیب او په هیواد کې دغیر قانونی او نا رونې سرمایې ټولونې د حسابونو تصفیه کولو لپاره هڅې.

ب: بهرنی سیاست:

–                     د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له ټولو هیوادو نو سره په سوله کې د ګډ ژوند، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی واکمنۍ او ملی ګټو ته د متقابل احترام او د یوؤبل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې د اصولو پر بنسټ د ښو او دوستانه اړیکو ټینګول،

–                     د ملګرو ملتونود سازمان د سوله ایزو هڅو، په نړۍ کې د سولې او امنیت د تأمین په منظور د سیمه ایزو او نړیوالو شخړو په حل کې د ملګرو ملتونو ، په ځانګړی ډول  د امنیت د شورا د رول له لوړتیا څخه ننګه کول،

–                     د کړکیچ کمولو، د تروریسم او ویرې اچونې، د تروریستي شبکو او نړیوالې مافیا د عمده مالي منبع په توګه د نشه ای توکو د تولید او قاچاق د مخنیوی په لاره کې د ملګرو ملتونو د سازمان د هڅو ملاتړ،

–                     د وروسته پاتو هیوادونو د پرمختیا، لوږې، فقراو بیکارۍ د ورکاوی ، د اپیدمیکو او پاندیمیکو ناروغیو د مخنیوي، د بیسوادۍ او په نړۍ کې د اقتصادی او ټولنیز وروسته پاتې والی د له منځه وړلو له پاره د نړیوالې ټولنې له هڅو څخه ننګه کول،

–                     د ملګرو ملتونو له منشور او د نورو بین المللی تړونونو او میثاقونو، د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې ، د ښځو په ضد د ټولو تبعیضونو د رفع له کنوانسیون او د کوچنیانو د حقونو له کنوانسیون او په دې اړوند د نورو کنوانسیونونو او میثاقونو څخه ملاتړ،

–                     د سولې، آزادۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت په خاطر د دموکراتیکو او ترقی غوښتونکو ځواکونو له مبارزې څخه او د ملتونو د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د خودارادیت له حق څخه ننګه کول،

ج: اقتصادی چارې:

–                     د مالکیت له مختلفو ډولونو یعنې دولتی، خصوصی، ګډ، کوپراتیفی او شخصی  ملکیتونوڅخه ملاتړ،

–                     د عامه او شخصي ملکیتونو او شتمنیو د غصب او چور مخنیوی او د زورواکو غاصبینو او چورکونکو څخه د هغو بیرته اخیستل، د غاصبینو قانونی، عدلی او قضایی تعقیب او د هیواد په اقتصاد کې د مافیایی ډلو د واک پای ته رسول،

–                     د هیواد د ملی اقتصاد د ودې او پراختیا د چټکتیا په موخه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له پاره ډاډمن قانوني او حقوقي بنسټ ایجادول او د هغوی د مصئونیت د تأمین لپاره د وړ امنیتي فضا برابرول،

–                     د هیواد لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په پاملرنې سره د ټولو اقتصادي سکتورونو ، په لومړي ګام کې د اوبو لګولو سیستمونو، د برښنا انرژۍ د تولید، لارو، مخابراتو، ښوونځیو، د لوړو زده کړو د مؤسسو، روغتیایی کلینیکونو ، صنعتي تأسیساتو او دولتي تصدیو د بیا رغاونې او ودې لپاره د مناسبو زمینو او فرصتونو برابرول،

–                     پر طبیعی زیرمو او عامه شتمنیو، د دولت د مالکیت، د هغو د ساتنې، د اجارې او خصوصي کولوترنامه لاندې د عامه شتمنیو د چور او چپاول د پای ته رسولو، او د خصوصي سکتور د ګټې اخیستنې لپاره د قانونی او حقوقي بنسټونو له جوړولو ننګه کول،

–                     د سالم مالي او پولي سیاست د تأمین، پر کورنیو عوایدو او منابعو د ولاړ معقول بودجوی نظام د جوړونې، د پیسو د پړسونې او مالي فساد د مخنیوي، د عادلانه مالیاتی سیستم د ایجادونې، د غیر مستقیمو مالیاتو ، په تیره بیا د خلکو د اړتیا وړ لومړنیو موادو پر سر د مالیاتو د کمښت ، د مستقیمو تصاعدي مالیاتو، په ځانګړي ډول د تجملی او غیر ضروري شیانو د مالیاتو د زیاتونې په لاره کې هڅې،

–                     د هیواد د اوبو له منابعو څخه د کرنې او برښنا د انرژۍ په تولید کې معقوله ګټه اخیستل؛ د اوبو او برښنا انرژۍ د عصري تأسیساتو جوړول ، د کرنې وړ  شاړو ځمکو آبادول،

–                     د کرنې میکانیزه کول او د کرنیزو ماشین آلاتو د تورید لپاره د پانګونې هڅول، د میکانیزه ستیشنونو ، عصری فارمونو، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې د تأسیساتو جوړول او د ملي اړتیاوو د تأمین په موخه د کرنیزو محصولاتو زیاتول،

–                     د نفتو او ګازو، مسو، اوسپنې او نورو صنعتی منرالونو څخه اغیزمنه ګټه اخیستل  او د پرمخ تللې اقتصادي زیربنا او خلکو ته د کار او اشتغال د زمینې د برابرولو په منظور په درندو صنایعو کې د کورنۍ او بهرنۍ سترې پانګې اچونې هڅول،

–                     د لویو لارو د سیستم پرمختیا، د نړیوالو سټنډ رډونو سره سم د نوو لارو  ، هوایي ډګرونو او د اوسپنې دلارو د سرتاسري شبکې جوړول او د نړۍ له ترانزیټی شبکو سره د هغوی نښلول،

–                     د طبي بوټو کښت رواجول او د ملي اړتیاوو د تأمین لپاره د دوا د تولید، د مالدارۍ او حرفوي اقتصاد پراختیا، د سپکو ، لاسي او مستظرفه صنایعو په برخه کې د پانګې اچونې هڅول، د صنعتي- کرنیز- مالداري او حرفوي اقتصاد  دملاتړ لپاره د بیمو د سیستمونو او بانکونو جوړول او د هغوي د تولیداتو د خرڅلاو له پاره د بازارونو موندل،

–                     د کورني او بهرني تجارت وده او د مالیاتو د کمښت، د ګمرکي آسانتیاوو او حمایوي تعرفو د وضع کولو ، په کورنیو تولیداتو د مصرفي وارداتي کالیو د تعویض او د کورنیو تولیداتو د مشابه تولیداتو د وارداتو د مخنیوي له لارې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د تجارت په ترانزیت کې د هیواد له موقعیت څخه معقوله ګټه اخیستل،

–                     د صادراتو د زیاتولو له بهیر ، د ایکو، سارک او نړیوال تجارت په سازمانونو کې د افغانستان له غړیتوب څخه ملاتړ او د وارداتو او صادراتو د بیلانس د تعادل په لاره کې هڅې،

–                     د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په منظور د توریزم له صنعت څخه ننګه او د سیلانیانو د مننې د فرهنګ د پراختیا لپاره د ګټورو تدبیرونو نیول،

–                     د یو سالم میکانیزم او د حساب ورکونې د شفاف سیستم د ایجاد له لارې د بین المللي مالي او تخنیکي مرستو څخه اغیزمنه ګټه اخیستل او له دې مرستو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پای ته رسول،

     د –  ټولنیزې چارې :

–                     د تبعیض د بیلابیلو  اشکالو او د ټولنیزو ظلمونو د ټولو ډولونو په تیره بیا د ښځو پر ژوند چې د بې عدالتۍ او ټولنیز سیستم تر ټولو دروند پیټی پر اوږو وړی، د نارینه ؤ د واکمنۍ د منځنیو پیړیو د مرئیتوب د مناسباتوپای ته رسول ،

–                     د وګړو ترمنځ د مساوات او ټولنیز عدالت تأمین او پرټولو د قانون یوشان تطبیقول،

–                     د بیلتون پالنې د ټولو ډولونو او شکلونو، قومی او قبیلوي، نژادی او مذهبی، سمتي، ژبنیو او جنسیتی لوړتیا غوښتنې په تمایلاتو د ملی او انسانی ضد پدیدو پای ته رسول،

–                     د ملی یووالي د ټینګښت او د سیاسی مشارکت لپاره د وګړو ترمنځ د هرډول تبعیض او امتیاز له منځه وړلو په خاطر هڅه کول،

–                     د هیواد د ټولو سیمو ترمنځ د متوازن اقتصادی، ټولنیز او فرهنګي انکشاف، د ټولنیزو خدمتونو د کیفیت د لوړتیا او د هیواد د ټولو وګړو لپاره ددې خدمتونو څخه د یوشان او مساوی ګټه اخیستنې د زمینو برابرول،

–                     د عامه هوساینې په منظور د اجتماعی بیمو تأسیس او د تقاعد، بیکارۍ، ناروغۍ، د زړښت د دوران د بې وسۍ، معلولیت او طبیعی پېښو او آفاتو پروخت د هیواد له وګړو څخه ملاتړ ،

–                     په ټولو ولسوالیو او ناحیو کې د درملنې او د مور او ماشوم  د ملاتړ مرکزونه جوړول، د وړیا روغتیایی خدمتونو پراختیا او تضمین، د چاپیریال ساتنې او چښلو د صحي اوبو تأمین، د عامې روغتیا د تأمین په موخه د ساري او پرازیتي ناروغیو په وړاندې د خلکو وقایه کول،

–                     د بحران او جګړو د یتیمانو، کونډو، معلولینو او معیوبینو څخه ملاتړ، د هغو د کره شمیر معلومول، له هغوی څخه دائمی او بې تبعیضه مواظبت، د هغوی له پاره د ژوند د ښو شرایطو، کار او ټولنیزو خدمتونو د امکاناتو برابرول او د کورنیو او بهرنیو مؤسسو د مرستو جلبول،

–                     د بحران د دوام د اساسي عامل او د سترې ټولنیزې ستونزې یعنی د بیکاری د حل دلارې، له ټولنې څخه د بې وزلۍ د ورکاوي د عمده عامل په توګه خلکو ته د کار او اشتغال تأمینول، د خلکو د ژوند ښه کول، په ټولو تولیدي مرکزونو کښې د کار د محفوظ او مصئون چاپیریال او د ساتندوی (ایمن) تخنیک تأمینول، د مساوی کار په مقابل کې د نارینه وو او ښځو د مساوي مزد له اصل څخه ملاتړ ،

–                     خپلو اصلي هستوګنځیو ته د مهاجرینو او بې ځایه شوو کډوالو لپاره د آبرومندانه بیرته راتګ د زمینې برابرول او له هغوی سره د امنیت، کار، بوختیا او سرپناه په برخه کې د لازمې مرستې کول،

–                     د ټولنیزو او مدني ټولنو د حق غوښتنې له مبارزو ننګه او د هیواد په سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي نظام کې د هغوی د رول د لوړتیا په لاره کې هڅه ،

–                     د رڼو ټاکنو سرته رسولو او د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي پراختیا د راتلونکو پلانونو د تنظیم په منظور له معاصرې تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستلو د تابعیت د تذکرو د ویش له لارې د هیواد د نفوسو کره شمېرې ثبتول،

–                     د بشري حقونو د سرغړونو او بشري ضد جنایتونو پای ته رسول او د مجرمینو په ځانګړي ډول د جنګي جنایت کوونکو عدلي تعقیب،

–                     د ژوند د چاپیریال ساتنې، د هغه د ککړتیا او تخریب (ورانۍ) او په تیره په ښارونو کې د ځمکو لاندې اوبو د زیرمو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي، د آمو او نورو سیندونو د غاړو د تحکیم، د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا او د هغو د چور او چپاول د مخنیوی لپاره د ګټورو تدبیرونو نیول،

–                     د خلکو د هوساینې له پاره  د هوساینځایونو، سناتوریمونو او تفریحی پارکونو جوړول،

–                     د ښارونو او کلیو د متوازن انکشاف تأمین او د هستوګنې په نوو محلونو کې د ارزان بیه کورونو د جوړولو له لارې د بې کورۍ د ستونزې اوارولو، د دولت له خوا د هستوګنځایونوبرابرولو او  مستحقو کسانو ته د عامه ملکیتونو د ویشلو او د ټولنیزو خدمتونو او آسانتیاوو برابرولو لپاره د ګټورو تدبیرونو نیول،

–                     د ټولنیزو او اخلاقی مفاسدو، په ځانګړي ډول په نشه ای توکو، الکُلی مشروباتو، دخانیاتو، غلا، قمار، اختطافونو او په ټولنه کې د فساد رواجوونکو نورو موادو پای ته رسول،

هـ- فرهنګي چارې:

–                     دیني ارزښتونو، غوره ملي دودونواو ارزښتونو او د نړیوالې ټولنې علمي – فرهنګي او حقوقي لاسته راوړنو ته په پاملرنې سره د مترقي، پرمخ تللي او دموکراتیک فرهنګ را منځته کول،

–                     د هیواد د ښوونځیو او لوړو زده کړو د مؤسسو په ټولو درسي پروګرامونو نوی نظر کول، له نړیوالو معیارونو سره سم د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د سیستم معیاری کول او له ګروپي او انحرافی افکارو څخه خالي د تعلیمي او تحصیلي نصاب جوړول، د اطلاعاتو، کمپیوټری او انټرنیټي عصری تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل،

–                     د پوهنتونونو د استادانو او د پوهنې د مسلکي کادرونو او ښوونکو روزنې، د دوی د مسلکي او تخصصي پوهې د کچې لوړتیا او د دوی د ژوند لپاره د ښو شرایطو برابرولوته پاملرنه،

–                     د حیاتي سواد د متممو مکاتبو د تأسیس له لارې د بې سوادۍ بشپړ محو کول او له حیاتي سواد څخه د محرومو وطنوالو لپاره د سواد د زده کړې په منظور د پراخ سرتاسري ملي کمپاین د پکاراچونې له لارې د ټولو قوتونو یو موټی کول،

–                     د هیواد د ځوانانو (هلکانو او نجونو)، په ځانګړې توګه د جګړې د قربانیانواولادونو ته په ټولو تعلیمي او تحصیلي برخو کې د وړیا زده کړو،اجباري منځنیو زده کړو، حرفوی مکاتبو د تعمیم، د حرفوی زده کړو د لنډمهاله کورسونو، تعلیم او تحصیل د شرایطو د ښه والي او د سالمو فکری او سپورتي بوختیاوو لپاره د زمینو برابرولو له لارې سالمه روزنه ،

–                     د جګړې او تاوتریخوالی سره مخالفت، د انسان دوستانه افکارو، زغم، نظم، او مشورې مننې رواجول، د امانت په توګه د ملي سرمایې (پانګې) پیژندل، پر شخصی او ګروپي ګټو باندې د ملی او ټولنیزو ګټو لوړ بلل،

–                     د افغان ځوانانو ترمنځ د انحرافاتو د ټولو ډولونو، د افغان روڼ آندو ترمنځ د خرافاتو او د ګمراه کوونکو ناروغیو لکه د قوم پالنې، ژبپالنې، سمت پالنې او د نورو زړو افکارو پرضد چې د افغانانو د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ټولنې د نوی کولو او پرمختیا په لاره کې د جدي خنډ په توګه ګڼل کیږي، مبارزه کول،

–                     د خلکو د ژبې او فرهنګ د ودې او د چاپي نشراتو، رادیو، تلویزیون څخه د ګټې اخیستنې او  په مورنۍ ژبه د زده کړو د زمینو برابرول،

–                     د فرهنګي ارزښتونو د ودې، د تاریخي او لرغونو آثارو د ساتنې او د هیواد د مدنیتونو او لرغوني تاریخ د ژورې پیژندنې په منظور د لرغون پیژندنې د څېړنو د پراختیا او د لرغونو آثارو پخپل سر کیندنې او بهر ته د دغو آثارو د قاچاق د مخنیوي په موخه د کلکو تدابیرو نیول،

–                     د یونسکو او نورو بین المللی مؤسساتو په مرسته له ملي موزیم څخه د غلا شوو تاریخي او لرغونو آثارو  بیرته راوړل او د هیواد د تاریخي آثارو او آبداتو ساتنه.

–                     د علمي او څیړنیزو (تحقیقاتی) مرکزونو، په ځانګړي ډول د علومو د اکادمۍ څخه د ملاتړ او د افغانانو د فطري او ایجادوونکو استعدادونو د تبارز، ودې او غوړیدنې لپاره د ښو او مناسبو شرایطو او امکاناتو برابرول.

–                     د پوهانو، څیړونکو، مکتشفینو، مخترعینو او دعلم او فرهنګ د ډګر له مخکښانو څخه  ننګه، هیواد ته د هغوی د آبرومندانه بیرته راتګ، د دوی د مسلکي او تخصصي پوهې سره سم پر دندو باندې د دوي د ګمارلو او د دوی د ژوند د ښو شرایطو د زمینې برابرول.

–                     د فکر او بیان، قلم او مطبوعاتو له آزادۍ څخه ملاتړ، د ډله ایزو رسنیو پراختیا او د ټولنې د پرمختګ د ضروري وسیلې په توګه  معلوماتي تکنالوژۍ ته د خلکو لاس رسی.

Comments are closed.