د پروان په ولايت کې د يوې ځوانې افغانې ميرمنې د بې رحمانه وژنې په هکله
د افغانستان ملی ګوند د اروپايي شورا
اعلاميه
نيټه : د جولای لسمه ۲۰۱۲ کال
بنسټ پالونکو جنايتکارانو د يوې بلې ځوانې افغانې مېرمنې په وينو لاسونه سره کړل . د پروان ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې د وحشيانه وژنې وروسته ، دا د افغان ښځو پر ضد دوهم بګنوونکی بريد دی چې افغاني ټولنه او نړيوال يې هېښ کړي د ي .
په داسې حال کې چې دافغانستان ملی ګوند اروپايي شورا د بنيادګرو وحشيانو دا بريد په سختو ټکو محکوموی ، باور لری چې په افغاني ټولنه کې د ښځو د نهضت د پياوړتيا او پراختيا مخنيوۍ ددې ډول انساني ضد بريدونو اصلی موخه ده . . د ښځو سره کينه او دښمني د بنسټ پالو افراطيونو ټاکوونکي ځانګړتيا تشکيلوي . زمونږ ټولنه بنسټ پالنې ، ترور او جګړې يرغمل کړی ده . امنيت او قانونی مصؤنيت د انسان د لومړنيو او بنسټيزو حقوقو په توګه د وسله والو بنيادګرو له خوا د پرلپسې ګواښ سره مخ دي . قانونی ارزښتونه ، انسانی او مدنی حقوق ، د افغاني ټولنې غوره او منل شوي دودونه د نننۍ واکمنۍ د ننه او د هغه څخه د باندې بنسټ پالو له خوا په پوره بې شرمۍ سره غوبل کيږي .
په داسې حال کې چې نړيوال د افغانستان د اوضاعو د رښتيني بدلون سره خپل ملاتړ او ننګه په اوسنۍ واکمنۍ کې د بدلونونو سره تړي او بدلونونه د رښتينو وطن پالونکو له فعالې ونډې پرته ممکن نه دی، د افغانستان ملی ګوند د خپلې ځنډ نه منونکی دندې په توګه ، زمونږ د هيواد لپاره په دې ټاکوونکو او تاريخي شيبو کې پر ټولو سياسي ګوندونو ، سازمانونو ، مدني ټولنو ، سياسی او ټولنيزو شخصيتونو د يوه سراسري ملي ډيالوګ د بې درنګه پيل کولو او نه
ماتيدونکي ملي يووالي لپاره غږ کوی . افغان وطن پالونکی دنده لری چې د لا نورو مناسبو موکو او فرصتونو د ضايع کيدو مخه ډب کړي . د افغانانو ملی يووالۍ او پيوستون د افغاني ټولنې د ودې او بقاء ضامن دی .
وياړ دې وي پر افغان مېرمنو !
د افغانستان ملي ګوند اروپايي شورا