افغانستان و پاکستان روی ایجاد میکانیزم حل اختلافات توافق کردند

aaaaمحمدآقا شیرزاد

ددی کرغړنې کرښې د منلو لپاره د پاکستان په نوم هېواد چی د برتانېا د زبرځواک لخوا د هندوستان، افغانستان، او بنګال نه څو صوبی را جلا اود اسلام په نوی يې نوم ورباندی پاکستان کېښود.

د ډيورنډ کرښه د هندی برتانوي او دوخت افغان حکومت سره ديو موقت وخت لپاره وليکل شوه چي ځنی وايي دا موقته لوځنامه هيڅکله لاسليک شوی نه ده .

برتانيا په زور زياتي  يوه نامقدسه مامله کړی چی ددې کرغړنې کرښې  دواړه خواوو ته پرتو ولسونو او واکمنو ددی منلو ته تيار شوي نه وو او نه به شي، او ډيرو ولسونو او واکمنانو پری خپل سرونه هم قرباني شوي دي.

ځکه دا دولسونو واک دی يو شخص يا يو مشر نشي کولای دا ملي مسله حل کړي.

په کوم ميکانيزم چی۱۳۹۵کال دسرطان په مياشت د تاشکند په ليدنو کې چی د افغانستان خارجه وزير صلاحالدين رباني او پاکستان د خارجه وزيرسلاه کار سرتاج عزيز او حنيف اتمر تر مينځ هوکړه شوی د ستونزی د حل لپاره نه بلکی د ستونزو د زياتوال لامل کيداي شي .

دا ځکه چي پاکستان تل کوښښ کوي چي دا نامقدسه کرښه د يوه رسمي پولي په توګه پرافغان لوری ومني بله دا چې ميکانيزم تراوسه نه دی په ډاګه شوی چی دوی په څه شکل دا هوکړه کړی پکار ده چی د ميکانيزم محتوا ښکاره شي ، د کر غېړنې پولي دواړه خوا ميشت ولسونه به هيڅکله دا ډول جوړ جاړې ونه مني  دا ولسونه نه په زور نه په وسله اونه په اټومي ځواکمنې چوپه خوله پاته کيدای شي.

د ډيرو ږيري  به د اور په لمبو کې وسوځيږي د ولس زور د خدای زور دی د ملتونو د خیل سرنشت ټاکل ددوی کار دی اوس ولسونه بيدار او خپل روا حق غوښتلاي شي.

هيڅ زبرځواک نه شي کولاي د ولسونو روا حقونه تر پښو لاندی کړي نن دی که سبا د ملک دی د زرغونشاه پاکستان بايد د بنګال د خلکو د خپلواکی اخستل هير نه کړي همدا ډول نور محکوم ملتونه نن ده که سبا خپل سرنوشت ټاکي.

 

Comments are closed.