بسام د تلپاتې فرخندې په هکله

غم لړلې پنجشنبه
فرخنده دمظلومیت سپېڅلې نښانه

په سپینه ورځ دکابل په زړه کی د واکمنانود ګدۍ اوټاټوبي څخه شا او خوا په شپږسوه متره واټڼ کی دپولیسو دیو بې ننګه کړۍ اوبې غیرته ننداره چیانو په مخکې یوه سپیڅلې په اسلامي حجاب پوښلې نجلۍ د اسلام په لاره کی ددعو ت په ((ګناه)) دکوډګرانو په فتوا او پارونه، دلنډه غرو (چی کله یې هم د قران مجید مخ په سترګو نه وو لیدلئ) په کاڼو وژل کیږي اوسوځل کیږي ! پېښي په لسګونو پوښتنې راولاړي کړې: دپېښې دسیمې څخه ارګ، دکورنیو چارو وزارت او د پولیسو ښاري قومانداني کابو شپږ یا اوه سوه متره واټن لري، څرنګه دغه چارواکو د پېښي څخه چی دوه درې ساعتونه یی ونیول، خبرتر لاسه نکړای شوای؟ اوکه خبر وه نو ولي یې دپېښي دمخ نیوی اقدام ونکړای شوای؟ منتظره اوخاص قطعات د مخ نیوي لپاره چیري وه؟ او نوری پوښتنې…

د وحشت او قساوت دغه نوې بڼه د پولیسو د کومې کړې دښکیلتیا او همکارۍ پرته د تصورنه لیرې خبره ده .په ټولنیزو رسنیو کې خپاره سوی تصویرونه او ویډیو ګانې دقاتلینو اوپه صحنه کی د ځینو پولیسوترمنځ اړیکې په ډاګه ښیي. همداسی ویډیوګانو په ډاګه کړې چی فرخنده دپولیسو لخوا دقاتلینومونګولو ته سپارل کیږی.بله د پوښتنې وړخبره دا ده چې پولیسو دشهیدې فرخندې کورنۍ ډارولې او درواغ ویلوته اړ کړې تر څو شهیده فرخنده رواني ناروغه معرفي کړي. پولیسوغوښتل چی په دې وسیله د قران کریم سوځول دفرخندی په لاس توجیه او له مسؤلیته ځانونه وژغوري. په خواشینۍ سره چی ددوهمې حوزی بی ننګه مسؤلینو د امن په لاره کی دوطن پاله پولیسو څو کلنی فداکارۍ په اور اوبو کې لاهو کړي.

دپېښي ریښې او عاملونه

دملي وحدت په نامه دتحمیلي ادارې د واکمنانوترمنځ دڅو پوړیزو ډبرینو دیوالوترشا دمیاشتومیاشتو را په دېخوا د څوکیو دوېش اوسودا پر سر روان کړکیچ، دولتي ماشین فلج کړئ، مسؤلین یې بې تفاوته کړی، دولس دباور کچه يې راکښته کړی او دهر ډول کورني او بهرني توطئواو پروژو د پلي کولو لپاره یې مناسب بستر غوړولی دی.
له بلې خوا په وطن کې د یوه نیمې لسیزې را پدېخوا د وارداتي یا سوغاتي دموکراسۍ او آزاد بازار په برکت دفساد بېلابېلو قشرونو او بانډونو په بی سارې توګه وده موندلی. ټوپکوال، داړه ماران، د مځکوغاصبین، رنګارنګ لنډه غر، کوډګران او د دیني مقدساتو سوداګران چاغ او ځواکمن سوي، کوم چی هر بانډ دیوه اوبل جنګي تنظیم، مافیایی کړۍ اودولتی واکمن تر حمایتي چترلاندې د ارګ د دیوالونو پر بله غاړه دواک اصلي کړۍ جوړوي. دفساد په دې کړکیچن بازارکی په ډېره اسانۍ سره د پریمانه لنډه غرو او داړه مارانو په ا ستخدام نه یوازې شنه، نارنجي او تور حرکتونه په لاره اچول کیدای سي، بلکه ددغه بشري ابزار په ګټه نورې بېلا بېلی پروژې هم ترسره کېدای سي.
دسرې پنجشنبې غمیزې وښودله چې زموږ په هیواد کې د ډموکراسۍ اومدنیت دبهرني دونرانوملیاردیزه پانګونه داقتصادي سکټورونوپه شان په فساد ککړه راوخته اوکومه مثبته اغیزه يې ونه لرله. د ډموکراسۍ تر عنوان لاندې بې بند وباری، دآزاد بازارپه نامه دمافیایي اقتصادی کړنلارو پایله روانه پراخېدونکې بیکاري ده کوم چی دځوان نسل برخلیک په سخته ګواښوي. ورځ په ورځ سلګونه ځوانان دبیکارانو په ملیوني لښکر ورګډیږی، له بده مرغه دغه بی برخلیکه ځوان نسل هم د ټولنیزو ناورینونو مخکښه ځواک، هم د غمیزو پیلوځۍ اوهم دنه مهاریدونکو توپانونو بالقوه ځواک جوړیدای سي.
بی له شکه د وروستۍ غم لړلي پېښې ریښې د واکدارانود ناکاره کړنلارو اوسیاستونو څخه سر چینه اخیستې، کوم چی دواکمنانودفساد او بې واکۍ په غوړېدلې بستر کې تر سره سوه او واکمنانو د پېښې په مخنیوي کې د بې واکۍ ډېره شرمېدلې بېلګه نندارې ته وړاندي کړه

.

((د ښې مسلمانۍ جایزه))

به ډېره حیرانتیا او خواشینۍ دکابل د یوه جوماته، د قانون ګذارانو، فرهنګیانو او پولیسو له کورونو په ډېرتلوار د وحشت اوجنایت په دفاع او توجیه ږغونه را پورته سول. که څه هم دا وګړو په خپلو پښېمانیو اوندامت څه نا څه خطاوي جبران کړې خو هغوی غوښتل چي په دغه دریځ له کومو سرچینو څخه ((د ښې مسلمانۍ جا یزه)) تر لاسه کړی ! هغوی په دی ږغونواو دریځ سره دخپل ځان او مسلک سپکاوی وکړ. دورځو په تېرېدو سره دغم لړلې پنجشنبی دجنایتکارانو په دفاع او دجنایت په توجیه کې دځینوکړیو (د دینی مقدساتود لوبغاړو) له خولو څخه تازه ږغونه راوزي. کیدای سي چې دا ږغونه دجنایت د پروژې د پردې تر شا دملګرو ږغ وي او یا د نویو پروژو پیلامه . ددې ږغونو دخاوندانو پام چېری وو کله چې لعنتي لنډه غرو دپاک قران د دفاع په پلمه په اسلامي حجاب مستوره فرخنده دحیواني قساوت تر ضرباتو لاندې دسلګونو ننداره چیانو اوکمرو په وړاندې بی حجابه کړه . داسلام نه د دفاع په نامه دمجازات دغه بڼه اوبېلګه څرنګه توجیه کیدلای سي !؟

ښځینه مېړانه او غیرت

دوحشت او قساوت دصحنې بی غیرته نارینه ننداره چیانو اود صحنی بی ننګه پولیسو د کابل غیرتمنو ښځو ته دا حق ور په برخه کړ ترڅو د شهیدې تابوت په خپلو اوږو د هغې تر همېشنۍ ټاټوبي پورې ورسوي. مېړنیو ښځود فرخندې د مظلومیت په پارونه د خپلو اوږو په زور د ټولنې د پېړیو پېړیو کلک دود مات کړ، په دې ډول یې د شرم او نامردۍ ټیکه دبې غیرته نارینه او واکمنانو پرتندیو ولګول او د وطن تاریخ ته یی د فرخندې دجنازې مصوره پاڼه وسپارل.

د شهیدې هیلې او آرمان

شهیده فرخنده، داسلامي ارزښتنو سپېڅلې دعوتګره، خپل پاک آرمان ته درسېدو په تکل د خرافاتو سره په جګړه کی دحیوان صفته لنډه غرو د بی سارې وحشت او قساوت ښکار سوه، او په بی سارې مظلومیت یې دځوانۍ هیلې ترعقیدی اوآرمان قربانې کړې. خو د وطنوالو نه د شهیدې وروستۍ ګیله:

د کاڼو، سو ټیانو اولغتو تر ضربو لاندې د ژوند په وروستیو سلګیو کی، په وینو د ککړ مخ له منځه یوازې دوې تورې سترګې د انساني رحم او نجا ت په تمه غړېدلې، دا د مظلومیت وروستۍ کاته وه، دا د فرخندې وروستۍ هیله اوتوقع وه چی ګوندی یو ننداره چی ،د پولیسو یو واکمن یا د ارګ د ګدۍ یو خاوند به یی نجات ته ور ودانګی، خو داسې ونه سوه دا سپیڅلۍ جنس د موټر تر ټایرو لاندې اود اور په لمبو هم وسوځل سوه. فرخندې په یو ویشتمه پیړۍ کې د اسلامي جمهوریت د ملي وحدت د واکمنۍ تاریخ او د واکمنانو لمنې په خپل وینو او ایرو لکه داره کړلی، دا لکې او داغونه به د واکمنانو له لمنو د هغوی دواک د پای تر ټکي پورې پاکې نسي. فرخنده به وطنوال او واکمنان ونه بخښي تر څو چې پر قا تلینو یې عدالت پلی نسي.

مه پرېږدئ د مظلومې فرخندې د حق دپلي کولو لپاره آوازونه خاموش یا مړاوي شي!
پرېږدئ دحق پلویان، مدني ټولنې، انسان پال سازمانونه او شخصیتونه د فرخندې شهیدی د تلپاتي یاد څلۍ اوچت کړي!

***

قدرمنو دوستا نو! لطفا دشهیدې فرخندې په حق کی زما آواز له خپلو دوستانو سره شریک کړئ. مننه

ع. بسام

Comments are closed.