تور لاسونه

تور لاسونه
څوک لاس په کاردي چی مونږ خپل منځ کی په ننګ واچوي
ورونه، د ، ورونو خلاف ولمسوي جنګ واچوي
،،،،،،
ډیر تور لاسونه زمونږ ژبه زمونږ دود لوټوي
په بی صبرۍ زمونږ ادب زمونږ سرود لوټوي
زمنږ جامې او کړه او ، وړه په بی ځای مود لوټوي
زمونږ په منځ د ناپوهۍ او غربت زنګ واچوي
،،،،،
دغه پردو زمونږه ملک زمونږ وطن ویشلی
زمونږ جومات او هدیره يي یو بدن ویشلی
زمونږ دپلار نیکه دیره او کور او تن ویشلی
ځینو بی فکرو ته زړی وسلی تر څنګ واچوي
،،،،،،
دا تور لاسونه زمونږ منځ کی بی غیرت پیداکړي
چی دین ایمان خپل خرڅوي هسی فطرت پیداکړي
جاهل بی رحمه نمونه دجنایت پیداکړي
څو دولس منځ کی نفاق په رنګارنګ واچوي
،،،،،

په دی کی مخکی له هر چا نه زمونږ خپل قصور دی
چی بی سنجشه موخپل لاس په خپلو وینو سوردی
خپل اولادونه ورونه وژنود پردی دستوردی
دوښمن دخیر په غونډۍ ناست وي مونږ ته بنګ واچوي
،،،،،،
وجه يي داده چی زمونږ منځ کی تعلیم کم دی
زمونږ اولاد ښوونځی نه لري معلم کم دی
بی سوادي په مونږ کی ډیره ده عالم کم دی
مونږ غولیږو راته زهرو کی لونګ واچوي
،،،،،،
ملت دی ویښ کړه خدمتګاره په ملي یووالي
د اتفاق ونیسه لاره په ملي یووالي
ولس دی خلاص کړه له دی عاره په ملي یووالي
پوهه یووالی به دی ټول ولس ته ننګ واچوي
ورونه دورونو خلاف ولمسوي جنګ واچوي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی 

Comments are closed.