دافغانستان دخپلواکې93 کاليز ه ۲۸ دزمري ۱۳۹۱ش کال سره سمون لري
کله چې افغانستان په ۱۹۱۹ م کال د شاه غازی امان الله خان په لارښوونه خپل سیاسی استقلال له انګریزیښکيلاګر څخه وګاټه ، اما ني مشروطه رژیم د انګریزي استعمار له ناروا توطیؤ او دسیسو سره مخ شــو . انګریزي جاسوسانو د افغاني روحانیونو په جامو کښی په ناوړو تبلیغاتو لاس پوری کړه او د افغان ولس د سپیڅلو اسلامی معتقداتو او سیاسي بی سوادی څخه یی ګټه پورته کړه ، او افغان ولس يي د اماني مشروطه رژیم پر خلاف پخپلو درواغجنو تبلیغاتو پاڅون او انارشی ته وهڅاوه او پر سیاسی استقلال ویاړلي رژیم يي له دننه څخه ړنګ کړ . انګریزانو د یو پټ ارتباط او تفاهم په اساس لمړی حبیب الله مشهور د سقاو په ځوی حاکمیت ته ورساوه (د حاکمیت دوره ۱۹۱۹ د جنوری ۱۶ــ ۱۹۱۹ د اکتوبر ۱۵) چی د سیاسی استقلال ، اقتصادی او اجتماعی پرمختګ ، ملت او د شلمی پیړی د معاصر علمی – تخنیکی مدنیت له مفهوم سره بلکل نـا آشنا وو ، هغه ته یواځی د خپل ځان حاکم کیدل ارزښتمند ښکاریده . انګریزانو د حبیب الله په واسطه د شاه غازی امان الله خان ټول مترقی اصلاحات لغو کړل . او د افغان ولس د بچیانو پر مخ یی د معارف دروازی وتړلې د ده په دربار کښې یواځی د ده د نژدی انډیوالانو او پایلوچانو بازار ګرم وو . پدی توګه انګریزان و توانیدل چی په لنډه نهه میاشتنی موده کښې حبیب الله خپل افغان ولس ته د ترقی او استقلال دښمن ور معرفی کړي. انګریزانو د امیر حبیب الله له تجرید څخه وروسته د یوې بلې پټې معاهدی په ترڅ کښې خپل وفادار او با سواده سیاسی اجنټ نادر خان واک ته ورساوه چی ددی کورنی تر واکداری لاندی ئی افغانستان پوره نیمه پیړی د نیمه مستعمره هیواد په توګه یو ځل بیا تر خپلې ولکې لاندی راوستله . د حاکمیت پدی دوره کښې ، هم امیر حبیب الله ( مشهور د سقاو په ځوی ) او هم د امانی دوری وفادار استقلال طلبان او آزاد خیاله مشروطه خواهان د پټو او ښکاره توطئو له لاری له منځه یوړل شول .
د تأمل وړ ده چی د افغانستان د خپلواکې په جګړو کښې د زاړه استعمار پر ضد د مشروطه خواهانو تر څنګ افغان هیواد پالو ملی روحانیونو هم فعاله ونډه لرله او مستقلې جبهی ئی رهبري کولې ،خو د نوی استعمار په زمانه کښې یو کًلی بدلون تر سترګو کیږي هغه دا چی امپریالستي هیوادونه د خپل اقتصادي – نظامي طاقت او سیاسي چالاکیو د په کارولو سره یو تعداد افغان منورین او روحانیون د خپل هیواد د ټولنیز پرمختګ او ملي ګټو پر خلاف ودرول او د نوی استعمار په ګټه ئي داسی استعمال کړل چی په ځان پوه هم نشول ، چی د چا له ګټو څخه دفاع کوي.
د امانی دوری څخه نیمه پیړۍ وروسته کله چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې يو لړ سياسي نوښتونه او خوځښتونه رامينځ ته شولنړيوال امپرياليزم او نړيوالو مافيايي ډلو په اسلامي هېوادو کې د مذهب څخه د سياسي ګټو پورته کوونکو ډلګيو دد ی سياسي اوښتونونو پر وړاندی په توطيو او ديسيسو لاس ونه پوری کړل او نوموړی بدلونونه يي له مينځه يووړل،.
په دی ډول د افغانستان سیاسی استقلال ، ملی حاکمیت او ملی ګټی په ټوله مانا زیانمنی شوی . افغان ولس اوس په سیاسی او اقتصادی ذلت او بی وسۍ کښې ، د امریکا او ناتو د نظامی استخباراتو په اشغـــــــال کښی ژوند تیروی .
ټولو نړیوالو ته معلومه ده چی د امریکا جنګی سیاست په اروپایی هیوادونو ، فلسطین ، عراق ، افغانستان ، پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو کښی د ولسونو د غبرګونونو په وجه له رسوایی او ماتی سره مخامخ دی . امپریالستی ګڼ ملیتیز انحصارات لګیاه دی بشریت د نابودی خواته کش کوی . دوی ته دا ښه ښکاری چی انسانان دی وږی وی ، په غیر صحی ژوندانه کښی بی کوره او بی تعلیمه وی ، خو ددوی په ګټه ( سود ) کښی باید کسر را نشی . ګڼ ملیتیز انحصارات د نړی د ولسونو شتمنی لوټ (چور او تالا) کړی او لوټ کوی یی ، خو ددوی سترګی بیا هم نه مړیږی او د نورو ډیرو ګټو په لټه کښی دي . همدا اوس د نړی ۴۰٪ پانګه د ۲۰۰ پانګوالو په لاس کښی لویدلی ده ، بیا هم ددوی ظالمانه استعاری او استثماری سیاست دوام لری .
د امپریالیزم د ظالمانه چلند پر ضد د زیار ایستونکو خلکو اعتراضات په پراخه پیمانه او په ژوره توګه ورځ تر ورځی زیاتیږی . نړیوال فقر او نابرابری مخ په زیاتیدو ده ، چی همدا اوس په نړی کښی تر یو ملیارد ډیر انسانان د مضمن فقر او ولږی څخه ځوریږی چی دا حالت د نړی ولسونو ته د زغم وړ نه دی . د نړی مظلوم ولسونه مجبور دي چی د امپریالستی ګلوبالستی سیاست پر ضد چی عبارت له جګړی ، استثمار ، د چاپیریال ساتنی نابودی ، ظلم ، ستم ، فقر ، بیکاری ، بی تعلیمی ، نژاد پالنه او بی عدالتی ده په جدی مبارزاتو لاس پوری کړی ، او هغه ته به په ګړندی توګه پراختیا ورکړی
زموږ ګران هېواد افغانستان په تير څوزره کلن اوپه خاصه توګه په تيرو 93کلو کې دختيزلويديز سوهيل او جنوب لاس وهنۍ تيري نارواويي وليدلې افغان ولس بشري نيرو ، طبعي، شتمنې له لاسه ورکړی هرڅه پوپناه شول ، که انسان په حقيقي توګه ووايي چې افغان ولس کله خپله ازادي يا خپلواکي درلوده د څو محدودو دورو نه علاوه موږ ټول وخت خپلواکي نه درلوده د نورو د استعمار لاندی ژوند کړی تر څو ولسونه مجبرشوي او په تش لاسو يي ددی وطن خپلواکي تر لاسه کړی .
لاکين ولسونو بيا ددی خپلواکې منزه نه حس کړی چې له تور استعمار نه ازاد شوي بيا د تور استعمار سره جګړه پريوتلي همدا اوس ټولې نړی ته معلومه ده چې د ډيورند توره منحوسه کرښه اخوا تور پنجابي لښکرو خپلی راکټي حملی پيل کړي .
پارلمان په دی اړوند دوه موهم وزيران له دندو وشړل لاکين جمهور ريس دوی بيا په ډيرو عالي مدالو ووياړل که کون شخص دوطن نه د دفاع په چارو کې پاته راشي بايد سخت مجازات شي لاکين جمهور ريس دويری دوی مکافات کړل ، عجيبج اداره عجيب چارواکي په خوله وايي موږ به له دی وروسته مصلحت نه کوو موږ فساد ورک وو لاکين په اصل کې هر څه ته زمينه په خپله برابرول کيږي .
ولس به د ټولو ناوړه شخصيتونو سره انشا اله خپله حساب وکړي له چارواکو ځکه دا توقع نلري چې دوی خپله په دی کار کې اخته اوتر ستوني په فساد کې ډوب دي.
محمداق۲ا کوچې
مالمو سويډن 13910528