دخلکو په سترګو کې دخاورو پاشل

دخلکو په سترګو کې دخاورو پاشل
ليکونکې محمداقا کوچې
مالمو سويډن  ۱۳۹۱د سلواغئ ۲۴ نیټه
دولس غږ خپرونه
دافغانستان ځوريدلي ولس ته د اوسنۍ اداری تيره ۱۱کلنه دوره او نيمګړي اجرات يوازی دخلکوسره د تشو وعدو اود هغوي په سترګو کې دخاورو د پاشلو په مانا وه. په دې هکله غواړم د پښتو یو متل ته ستاسو پاملرنه راواړوم:
وزی وزی مه مره      دلغمان وربشې رسيږي
کله چې د طلبانو او ملا نصیرا لله بابر او اي اس ای پروژه ناکامه شوه  پر افغانستان د بې ۵۲ په مرسته یو ځلي بیا غربي ډوله دموکراسي، تکنوکراتان، جنګسالاران اود کابل د خلکو قاتلين وتپل شول. د پخوانیو سره د نوي میلمنو توپیر همدومره شو چې د طالبانو اصلې مهره اي اس اي وه، اما دوي په خپلو کې د دري واکمنېو په بڼه چليدلې چې يوه یي شمالي ټلواله، دویمه د کرزي تش په نامه واکمنه ډلګۍ او دريمه نړيواله ټولنه او د هغې ځواکونه وه.
دابه ومنو چې په دی يولسو کلونو کې څو لوي جرګې راوبلل شوی، اساسي قانون جوړ، پارلمان او ولسمشرۍ مقام ته د یو لړ درغلیو سره ټاکنې وشوي. همدارنګه د یو لړ نورو مهمو ملي مسلو د حل په اړوند يو سلسله ګامونه واخستل شول.
د نړيوالي ټولني له خوا ۶۰ ميلیارده امريکايي ډالره مرسته وشوه. خو د ۶۲ سلنې څخه زیاتې دا مرستې تالا او ترغه شوي.
دنړيوالو له خوا په يو شمير کنفرانسونو کې دافغانستان د بيارغونۍ لپاره د مرستو د کولو لوزونه وشول. د بيلګې په توګه د ۲۰۰۲ زکال په جنوري کې د توکيو په کنفرانس کې د هېواد د بیا رغونې له پاره ۵،۴ ميليارده دالر ومنل شول.
د۲۰۰۴ زکال په مارچ کې د برلين په کنفرانس کي د نړيوالي ټولني له خوا د لویو لارو د بیا رغونې، د بریښنا د رسولو او د روغتیایي چارو د سمون په موخه د ۸ ميليارده ډالرو مرستې کول یادولی شو. اصلا د افغانستان حکومت د یادو شوو چارو د پلي کولو له پاره د ۱۲ ملیارده ډالرو غوښتنه کړي وه. لیکن د نړیوالي ټولني له خوا ورسره دا استدلال وشو ، څرنګه چې د توکیو د کنفرانس له خوا تجویز شوي مرستې نه دې جزب شوي له دې کبله ۸ ملیارده مرسته پر ځاي وبلل شوه او نړيوالو د افغانستان له دولت څخه په ټينګه غوښتنه وکړه  چې د فساد پر ضد مبارزه وکړي، قانونيت پلی کړي او د بشر حقوق خوندي وساتې. په مقابل کې افغاني خوا د یادو شوو مسألو تر څنګ وعدي وکړي چې خصوصي سکټور به پیاوړی کوي، بیا رغونه به چټکوي او د مخدره موادو د کښت او کارولو په وړاندي به هم عملي ګامونه اوچتوي، چې ټولي یي تشې وعدي وختلي.
د۲۰۰۶ز کال په فبروری کې د لندن کنفرانس وشو، په دې کنفرانس کې نژدی ۷۰ هېوادونو او سازمانونو ګډون درلود. په نوموړي کنفرانس کې ۱۰ ميليارده ډالره د نړیوالي ټولني له خوا افغانستان ته بیل شول. په دې کنفرانس کې يو سند هم لاسليک شوچې افغان دولت بايد په حساب ورکولو کې پوره مسوليت واخلي، د تروريزم ـ مخدره موادو او مافيايي کړيو په له منځه وړلو کې مسوليت ومني .
په ۲۰۰۷ز کال کې په دې اړوند په روم کې کنفرانس جوړ شو او د قانون د پلي کولو په خاطر د ۳۶۰ ميلونه ډالرو د ورکولو وعده وشوه.
د ۲۰۰۸ز کال په جون کې د پاريس کنفرانس داير شو او ۱۰ ميليارده ډالر مرسته په کې وشوه.
د ۲۰۱۰ز کال په جنوري کې د۷۰ هيوادونو په ګډون کنفرانس وشو او ۱۰ميليارده ډالر مرسته وشوه. د کنفرانس د پريکړه ليک په ۲۳ مه او ۲۴ مه مادو  کې  راغلي،  سره له دی چې په دولتي ادارو کې فساد په خپل حال پاتې دی ، له دې کبله د کرزي اداره یو لړ ګامونو پورته کولوته اړتیا لري: یانې د فساد د له منځه وړلو لپاره عملي لاری چاری ولټول شي او مرسته شوی پيسی باید د خلکو د ژوند د ښوالي لپاره ولګول شي. د جمهور ريس له خوا د يو فرمان  په ترځ کې يوه خاصه محکمه جوړه شي او د پوره واک لرونکی وي. تغير او تبديل بايد د لياقت او پوهی له مخی وشي ، ولسمشر باید خپل خپلوان د جمهوري ريس د مشاورینو، واليانو ، وزيرانو او د ګمروکونو د ريسانو په توګه و نه ټاکي . اما دا ټولي خبري په يخ نوشته او لمر ته کيښودل شوي، مرسته کونکو هيوادونو هم وعده وسپارله چې دافغان دولت سره به د فساد په له منځه وړلو کې مرسته کوي. همدارنګه دا شانته وعدي د ملګرو ملتود مسول له خوا هم وشوي ، چې پایلي یي بیا تر سترګو نه شوي.
ددویم بن غونډه چې د ۲۰۱۱ز کال په سپټمبر کې  د المان په هېواد کې وشوه ، نژدی د ۱۰۰ هيوادونو استازو په کې ګډون درلود. په غونډه کې وعده وسپارل شوه چي د کرزي له اداری سره د نړيوالو پوځونو له وتلو ۱۰ کاله وروسته به هم مرسته کیږي اود کرزي د اداری سره به د فساد په له منځه وړلو او نورو مهمو پراختيايي پروژو کې کمکونه جاري وساتل شي.
د شيکاګو کنفرانس چې د۲۰۱۲ ز کال په مۍ کې داير شو د ۱ عشاريه ۴ ميليارده ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د پورتنیو کنفرانسونو او په هغو کې د مرستو کولو د ظرفیت څخه دا پته لګیږي چې که دا مرستې د نړیوالی ټولني له خوا په منظمه توګه د افغانستان د حکومت او یو لړ زړه سوونکو دولتي غیر ادارو په چوکاټ کې شوي وئ ، همدارنګه افغان حکومت هم د دغو مرستو د جزبولو له پاره یو دقیق او سالم میکانیزم جوړ کړی وئ ، بیشکه چې اوس به افغانستان په خپلو امکاناتو متکې شوی وئ. افغان کډوال به په لوي مقدار کې هېواد ته راستانه شوي وئ او د هغو څخه به ګاونډیانو د خپلو شومو موخو د تعقیبولو له پاره د جګړی د اوږدولو او هغې ته د سونګ د موادو په توګه د اړو افغانانو پریمانه انسانې نیرو نه تیارولئ. د نړیوالي ټولني د جدي نیمګړتیاؤ تر څنګ د افغانستان حکومت هم خپله بي دریغه بي کفایتي ثابته کړله، یاني ښاغلي کرزي او یو لړحکومتې چارواکو د قوم، ژبي، سمت، سیاسي تړاو، خپلوۍ پالنې او معاملي د ناوړه څرګندونو له امله په تاریخ کې مړه طالبان د خپلو تورو کفنونو سره له قبرو راوایستل او افغانان یو ځلي بیا په دې توګه خداي زاړه کفن کش ته اړ کړل.
نړیوالی ټولني د طالبانو او القاعدی څخه د افغانستان د بچولو په ترځ کې د سړي جګړي د پاتې شونو په هغه افغاني لور تکیه وکړه چې هغوی له پخوا څخه د جګړي ډګر بایللی ؤ او یوازي دې ته اړ وه چې په یو ځواک پوري د کړیڅیو په ډول ځان ځوړند کړي او افغانستان ته ننوځې. اوس چې دا کړیڅۍ که شمالي ټلواله ده یا نور هېواد ته د نورو په زور را ننوتې ، د افغانانو په وړاندي هغه طبیعي اعتبار نه لري چې د هغو څخه د امنیتي ، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په وړاندي دفاع وکړي. له دې کبله دغو داړه مارانو د خلکو د تابع کولو له پاره د هغو څخه هر څه واخستل او هغوي یي د فساد ، خپلوۍ پالنې او معاملي په داسي پړو وتړل چې هر لور ته د خلاصون لاره نه وینې. اوس په هوسا توګه دا د هېواد دملي ګټو او طبیعي شتمنیوسوداګر د نړیوالو مرستو څخه پریمانه ناوړه ګټه پورته کوي او د خلکو په سترګو کې خاوري پاشې.
زما په نظر دا ډرامه به تر هغه وخته پوري ادامه ولري چې افغانان د سیاسي او ټولنیزو پیاوړو سازمانونو د جوړولو له لاري د خپل تشکل مسأله په اساسي توګه حل نه کړي. که افغانان د خپل تشکل مسأله نوره هم شا ته واچوي ، د کرزي په شان انفرادي خلک به په څو دورو کې په بیلا بیلو نومونو پر دوي حکومت وکړي او د مارشال په څیر ډیر بیسواده به د هغوي د سرنوشت په ټاکلو او په یو مخیزه توګه د هغوي د هېواد په لوټولو کې بنسټیز رول ولوبوي.
د وړاندیز په توګه هیله کوم چې د هېواد ټول روڼ اندي هغوي که د افغانستان دننه دي او یا د هغه څخه د باندي ، باید د هېوادني غورځنګ په فعالولو ، پیاوړي کولو او یو موټئ کولو کې برخه واخلي. ډموکراسي د سیاسي ګوندونو پرته نه راځې او بیله ګوندونو هغه وده نه شي کولئ. د افغانستان خلک هم باید په دې پوه شي تر څو چې هغوي فعالو ګوندونو ته رایه ورنه کړي او هغوي و نه پالي د اوسنیو سوداګرو او قصابانو څخه د خلاصون لاره نه لري. دغو سوداګرو او د هغوي ملاتړو ګاونډیانو په تیرو شلو کلونو کې د غورځنګ د بدنامولو په موخه په سیاسي ګوندونو پسي ډیري سپکې او سپوري وکړي او خلکو ته یي دا تصور ورکړ چې د افغانستان غمیزه ګوندونو رامنځته کړي ده او ګوندونه په افغانستان کې نوره راتلونکې نه لري. لیکن حوادثو ثابته کړه چې دا ګوندونه  نه ، بلکه همدا سوداګر وه چې هلته یي هم بحران وزیږاوه او اوس هم د بحران په غزولو کې اساسي رول لري. که هر څومره دا کړۍ او عناصر د خلکو سترګو ته خاوري واچوي ، په پاي کې د دې سوداګرو او قصابانو څیري هېوادوالو ته بربنډیوي.
د هېواد د غمیزي د پاي ته رسیدو په هيله

Comments are closed.