د پوهندوی استاد بازمحمد ساپی د ناروغتيا او په ناڅاپی توګه د مړينې خبر لکه ټوپک په زړه سوری کړم:
محمد داؤد ميرخيل وردګ ، ماسکو
« شګوفته کړه لکه لمر تندی هرچاته – چی په تګ دسیاه پوش تمام جهان شی»
زما لاهغه وخت نږدی و چی زړه له پردی څخه ووزی چی کله زه او ملګری عبدالمجید دلوبلینو له بازار څخه د سواستوپل هوټل په لوری روان و ترڅو دیوه ملګری دحال پوښتنه وکړو. دعادت له مخی ښاغلی مجیدخان زما په لیدو سره یوه ټوکه کوی، خو داځل بی له دی چی ټوکه وکړی په موټر کی سره کښیناستو زما هم فکرنه ؤ. پس له څو دقیقو وروسته یی راته وویل چی داستاد بازمحمد پوښتنی ته ورغلی وم، ماورته وویل چی څنګه خدای مه کړه ناروغ خوبه نه وی؟ ده په اوښکو ډکو سترګو راته وویل چی بلی ناروغ دی هغه هم دسرطان ناروغی ده. ناببره زما له خولي څخه چیغه ووته چی نه،نه د خدای له پاره داسی به نه وی داڅنګه کیدای شی هغه(استاد) خو دوه ورځی مخکی له مونږ سره یوځای سفارت ته ولاړو جوړ او روغ ؤ؟
دی راته وایی چی خدای (ج) دی وکړی خو دمعایناتو لومړنیو پایلو سرطان ښودلی دی. دلته نور د موټر سالون زمونږ د دواړو چیغو ونیو نږدی ؤ چی موټر ورڅخه ټکر شی ملګری مجیدخان خو هسی هم په خپله ناروغ دی خو دګران استاد دغه خبر له خپل اصلی حالت څخه ویستلی ؤ. مایوڅه خپل ځان راټول کړاو ورته ومی ویل چی څه باید وکړو ؟ هغه راته وایی وخت ډیر کم دی باید ډیر ژر بلجیم ته ولاړ شی له یوی خوایی کورنۍ هلته ده، له بلی خوا په هغه هیواد کی د علاج کولو امکانات زیات دی چی څومره مصرف ورباندی کیږی زه په خوښۍ سره ورته حاضریم.
وروسته دټولو ملګرو او دوستانو لخوا همدا پریکړه وشوه چی باید هلته(بلجیم) ته ولاړ شی هغه ورځ چی استاد بازمحمد دبلجیم هیواد په لوری حرکت کاوه ملګری عبدالمجید ، داکترغلام سخی او عبدالهادی زما ممانعت وکړ اوزه یی پرینښودم چی مخه ښی ته ورسره ولاړ شم هغوی په دی خاطر ماته اجازه رانکړه چی زه ډیر ژر د داسی حالاتو په وړاندی خپل ځان له لاسه ورکووم داسی نشی چی داستاد په لیدو سره په نارو او چیغو پیل وکړم اود هغه مورال ورکم زوری کړم . یواځی دتلیفون له لاری می ورسره مخه ښه وکړه او هغه هم په ځان د ډیر زیات فشار په راوستو سره !
دګران استاد بازمحمد دناروغی له اوریدو وروسته می هسی هم دخپلو (۲) ملګرو چی ناروغ دی اود یوه بل ملګری کوچنی زوی یی د شکری په ناروغی اخته دی دشپی له خوا دتهجد نفلونه کول تر څو پاک الله هغوی ته صحت ورکړی نو می داستاد په خاطر هم نفلونه شروع کړل ترڅو خدای(ج) هغه ددغه ناوړه ناروغی څخه وژغوری .
ډیر وخت می په ځان کی توانمندی نه لیدله چی پخپله مخامخ داستاد پوښتنه وکړم هره ورځ به می دعبدالمجید او عبدالهادی څخه داستاد پوښتنه کوله . بلاخره می زړه وکړ ترڅو خپله ورسره خبری وکړم تقریبآ څلور – پنځه واری می ورسره خبری وکړی خو هرځل خبری کولو به زه له خپل اصلی حالت څخه ویستلم او خبری می ډیری لنډی ورسره کولی ترڅودخبرو په وخت کی زما له خولی ژړا او ناری ونه وزی .
دجون دمیاشتی یولسمه نیټه وه چی زمونږ ملګری کوهاټ بدرخیل راته دوه ځلی تلیفون وکړ چی ته چیری یی چی یوځل وګورو؟ لیکن په هغه ورځ بریالی نه شو چی ما ووینی اوده هم د ویلو جرآت ونکړای شو چی راته ووایی ګران استادبازمحمد په حق رسیدلی ځکه هغه هم ما پیژنی چی د داسی خبری اوریدو تحمل ماته ګران دی بل دخصلت له مخی ډیر ژر دانسانی عاطفی تاثیر را باندی غلبه کوی له دی امله خپل خواص له لاسه ورکوم. سبایی تقریبآ دسهار ( ۸ ) بجی شاوخوا وی دکار په ځای کی ناست وم چی دتلیفون زنګ راغی کله چی می تلیفون پورته کړ ګورم چی په تلیفون کی دچین نمره راښکاره شوه دبلی په ویلو سره می غوږ ته په ژړغونی او نیولی غږ سره د ډاکتر شیرحسن داسی خبره واوریده چی سلام څنګه یی ؟ ما ورته په ځواب کی وعلیکم او مننه ښه یم ما ورته وویل دا غږ دی ولی داسی دی ډاکترصاحب ؟
داکترصاحب شیرحسن چی نوره توانمندی په ځان کی نه لیدله نو یی په زوره چیغی کړی چی ته خبریی اوکه نه؟ استاد بازمحمد خو په حق رسیدلی دی هغه نور زمونږ څخه ولاړ، ولاړ له ابد له پاره !
ددی خبری په اوریدو سره می د تور ټوپک ډز په زړګی ولګیده او هرڅه می له لاسه ورکړل په سترګو کی می اوبه وچی شوی په ژبه ګونګی شوم یواځی یوه کلمه می له خولی راووته چی «قالو انا الله وانا الیه راجعون » داکتر صاحب زما څخه په تلیفون دچیغو په حالت کی پوښتنه کوی چی زه هغوی ته تلیفون نشم کولای دکوم چا نمره راکړه چی خبری ورسره وکړم . ما داستاد دکور دتلیفون شمیره ورکړه دنارو سورو په حالت کی راته وویل چی په خدای دی سپارم تلیفون بند شو. زه سمدلاسه د عبدالمجید دکار ځای ته ورغلم چی ګورم ملګری عبدالهادی او ملګری جلات خان په بدحالت کی ناست دی له ډیری ژړا څخه یی سترګی سری شویدی . د دوی په لیدو سره می نور له خولی څخه چیغی پورته شوی چی استاد خو په حق رسیدلی دی . دوی چی له ډیری ژړا څخه بی وسی شوی وه زه یی په غیږ کی ونیولم او راته وایی چی مونږ پرون خبر شوی یو خوتاته مونشوای کولای چی ووایو . چی دخدای(ج) له طرفه راته هرڅه مقرر وی هغه به په سترګو منو، بلی، بلی د خدای(ج) له امر څخه سرغړونه نشو کولای ، شکر ټول مسلمانان یو او مرګ حق دی دټولو همدا لار ده زه ورته وایم . خو ددی سره زړه ته تسکین نشم ورکولای په پښتو کی یوه لنډۍ ده چی وایی:
که زړه ته سل تسلی ورکړم سترګو ليدلی جانان کله هيروينه
استاد بازمحمد ډیر مهربانه ، زړه سوانده په خپل وطن مین انسان ؤ، هغه نه یواځی داچی خپل اولادونه په افغانی او اسلامی روحیی سره سمبال ټولنی ته وړاندی کړیدی بلکی د دوی په شان یی ډیر داسی زده کوونکی او محصلین د وطن د چوپړ له پاره روزلی دی .
پوهندوی بازمحمد دخپل لنډ ژوند په موده کی د ټولنیز عدالت ، سراسری سولۍ د ټینګیدو ، دمترقی قوتونو خصوصآ دهمفکرو په یو موټی کیدو او په هیواد کی د دموکراسی د راوستلو پخاطر ترخپل توان او وس پوری هلی ځلی کړیدی. دهغه په خبرو کی د وطن درد ؤ. هغه موږ ټول دی ته هڅولو ترڅو خپل کارونه وطن ته انتقال کړو او هرڅه چی کوو په خپل وطن کی ترسره کړو.
ګران استاد به تل زما سره په خبرو کی د امریکایانو او ناټو ځواکونو لخوا ړندو بمباریو ، دبی ځایه عملیاتو ، دخلکو دنیولو او ځورولو ، په دولتی چوکاټ کی د زیات فساد شتون ، دولتی چارواکو بد چلند او عملونو ډیر زیات ځوراوه او تل به یی دهغی څخه خپل سر ټکاوه. هغه لکه مونږ ټولو ملګرو او دوستانو په شان بی وسه ؤ یواځی او یواځی یی په ځینو سیاسی لیکنو او هغه مطلبونو په ژباړنی سره چی په بهرنیو رسنیو کی به لیکل شوی ؤه کولای شول دخپل زړه بړاس وباسی ترڅو خپل هیوادوال د اصلی حالت څخه باخبره کړی.
ده دهغی لیونۍ مینی له کبله چی له خپل هیواد او خلکو سره یی لرله په لیری هیوادونو کی ژوند نشو کولای ،سره له دی چی دبلجیم په هیواد کی قبول شوی هم ؤه ، دا هیواد یی دخپل وطن څخه لیری باله نو ځکه یی له یوی یا دوو میاشتو څخه زیات په دغه هیواد کی نشو پاته کیدلای.
همیشه به کابل ته روان ؤ دابه یی ویل چی وطن زما «لیلی» اوزه یی «مجنون» یم ددی خبری ښکاره ثبوت یی خپله دده وصیت دی چی ویلی دی په ما چی هر څه کیږی خپل وطن ته به می وړی او هلته به می خپله پلرنۍ هدیره کی خاورو ته سپاری . دګران استاد بازمحمد مړینه نه یواځی داچی دده کورنۍ ، ملګرو او دوستانو ته یوه لویه ضایعه ده بلکی د ټول هیواد لپاره یی ضایعه بولم.
دهغه یاد به تل لپاره زما په فکر او زړه کی وی اود هغه نشتوالی احساس به په همیشنی توګه راسره ملګری وی هغه ته دی خدای پاک فردوس جنت ورپه برخه او مونږ ته دی صبر او حوصله را کړی.
چی ژوندی یم ګران او مهربان استاد با زمحمد به زما له دوعا څخه بی برخی پاتی نشی.
یاد دی ژوندی او روح دی ښاد وی .