په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی حیات ګردیزی شاعر هنرمند اودافغانستان د هنر مندانو د ټولنی مشر د ورپیښی ناروغی له کبله وفات شوی او له فانی نړی څخه دتل لپاره سفر کړی دی.
انا لله وانا الیه راجعون
د افغانستان دخلکو دترقی ملی ګوند دارالانشاء په داسی حال کی چی دنوموړی مړینه د افغانستان د هنرمندانو ټولنی لپاره یوه نه جبرانیدونکی ضایعه بولی ، د خپلی ډاډګیرنی مراتب دنوموړی کورنی ، دوستانو اود افغانستان د هنرمندانو ټولنی ته وړاندی کوی، متوفی ته د بښوونکی خدای(ج) له درباره فردوس جنت ،کورنی ، خپلوانو اودهیواد دهنرمندانو ټولنی ته جمیل صبر غواړی.
په درنښت
دافغانستان دخلکو دترقی ملی ګوند دارالانشا