د افغانستان ملي ګوند د اروپايي شورا
اعلاميه
د جولای دوهمه ۲۰۱۲ کال
له څه مودې را په دې خوا د پاکستان نظاميګران زمونږ د لرغوني او وياړلي هيواد په مختلفو سيمو کې ملکي هدفونه د خپلو راکټي بريدونو له پاره په نښه کوي او زمونږ پر سپيڅلې خاورې او بيګناه خلکو د ګاونډيتوب ، اسلاميت او انسانيت د ټولو اصولو او نړيوالو منل شوو نورمونو پر خلاف په پرلپسې توګه تيری کوي . همدارنګه د پاکستان د نظامي استخباراتو دوزخي سازمان آی-اس-آی چې د خپلو تالي څټو په ناولو لاسونو د دريو لسيزو را په دېخوا ، د افغان ولس وينې تويوي ، د تل په څېر خپلې ګمارلی ډلې ټپلې زمونږ د هيواد پر ضد خونړيو بريدونو ته لمسوي .
اوس چې د ترور او وحشت ، بنسټ پالنې او شرارت د صدور د مرکز په توګه د پاکستان رښتينې خېره ټولې نړۍ ته څرګنده او پيژندل شوی ده او د پنجابی واکمنانو دوه مخي بربنډ شوې ده ، بيا هم په سپين سترګۍ سره په مختلفو پلمو زمونږ د سوله دوست هيواد پر ضد له پټو او ښکاره توطيو او تېريو لاس نه آخلي .
د افغانستان ملي ګوند اروپايي شورا په داسې حال کې چې د کنړ ولايت د دانګام او اسمارو پر ولسواليو ، د نورستان د کامديش پر ولسوالۍ او خوست باندې د پاکستانی يرغلګرو بې شرمه افغان ضد لمسوونکی بريدونه په کلکه سره غندي ، د ګران هيواد د سپيڅلې لمنې او خپل بيګناه ولس څخه د دفاع په موخه پر ټولو سياسي ګوندونو ، سازمانونو ، مدني ټولنو او افغان ولس باندې د نه ماتيدونکي ملي يووالي او پيوستون لپاره غږ کوي .
همدارنګه له افغان دولت او په افغانستان کې له ميشتو نړيوالو ځواکونو څخه په ټينګه سره غوښتنه کوي تر څو د پاکستاني تيري کوونکو په وړاندې زمونږ د بې دفاع او مظلومو هيوادوالو ننګه وکړي .
ژوندی دې وي افغانستان !
د افغانستان ملي ګوند اروپايي شورا