د امريکا کانګرس پريکړه ونه کړه

له هالنډی مطبوعاتو څخه :

ژباړه : حکيم روان

د امريکا کانګرس د سوريې په هکله پرېکړه ونکړه

د امريکا د کانګرس ډيری غړی نه پوهيږی چې په سوريه کې نظامی مداخلې ته هو ووايي او که نه ؟ دا خبره د امريکايي ورځپاڼو ( امريکا نن او واشنګټن پوست ) له څېړنو جوته شوی ده .

ددې ورځپاڼو ارقام که څه هم يو له بل سره يو څه توپير لري ، خو يو خط  بربنډ دی ، هغه دا چې : اوباما به د کانګرس د ډېرو نورو غړو د جلبولو او ور اړولو هڅه وکړی ، خو په دې به کار ونه شی .

د امريکا نن ورځپاڼې له قوله د امريکا له سلو سناتورانو څخه  ۲۲ او له ۴۳۵ نمايندګانو له جملې څخه هم ۲۲ نمايندګان د اوباما د بريد پلان ته رايه ورکوی.

ددې په وړاندې ۱۹ سناتوران او ۱۳۰ د پارلمان نمايندګان په بريد او مداخله کې هيڅ ګټه نه ويني .

 واشنګټن پوست دا ارقام داسې ښيي چې ۲۳ تنه سناتوران او ۲۵ تنه نمايندګان د بريد پلوی دی ، چې په مقابل کې يې ۱۷ سناتوران او ۱۱۱ تنه نمايندګان د بريد مخالفين دی .

ډېره په زړه پورې خو داده چې د بريد په مخالفينو کې ډېرۍ د اوباما د خپل ګوند کسان دی . په دې ډول ۲۸ دموکراتان د بريد پلوی او ۲۸ نور يې د بريد کلک مخالف دی . ډېرو جمهوريت غوښتونکو هم د اوباما د بريدګرو پلانونو مخالفت وکړ ، که څه هم د جمهوريت غوښتونکی ګوند د ننه د جان ماکين په شان بريدکونکی بازان هم شته ، چې په ټينګار سره پر سوريه د بريد غوښتنه کوی .

اوباما به د نن ورځې نهم د سپتمبر ۲۰۱۳ په پای کې د سوريې د کړکېچ په هکله شپږ مصاحبې وکړی ، په دې اميد چې متردد کسان خپل لور ته ورواړوی . د سه شنبې په ورځ به اوباما خلکو ته تلويزيونی وينا وکړی .

Comments are closed.