د ترکی غږ راديو

دترکي ږغ رادیو یوه خپرونه په منځنی اسیا کی دامریکادسیاست
شننی ته ځانګړشوی لیکی .
امریکا له ۲۰۰۰ م راپه دی خوا دافغانستان له لاری په منځنی اسیا اودعراق له لاری
په منځنی ختیځ کی دخپل رول پراختیا پیل کړی ده .
په دی ډول امریکا کولای سی منځنی اسیا د سهیل،چین دسهیل لویدیځ،دغه ډول نژدی
ختیځ ترخپل واک لاندی راولی .
امریکا له ایران سره دخپلو اړیکو په نژدی کولو یا په ایران کی دخپل رول لوبولوله لاری کولای سی په لاندنی برخو کی ژئوستراتژیک بریاوی ترلاسه کړی.
اول.امریکا له اففا نستان اوعراق سره دنژدی نظامی،سیاسی اړیکو پر بنسټ کولای سی دمنځنی اسیا،خزر اونژدی ختیځ دسونګ توکی اوزیرمی په خپل لاس کی ټینګ کړی.

 دوهم . داچه امریکا و منځنی اسیا ،نژدی ختیځ ته دچین او هند لاره بند وي .
دریم .داچه امریکا ددی توان مومی چه وکړای سی دمنځنی اسیا دسونګ زیرمودوړلودپاره له تودو اوبو ځخه ګټه پورته کړی .امریکا به وکړای سی
پردغوهیوادو دروس دغښتلتوب د ستراتژي مخه ډب کړی . هغه څه چه په دی لړکی د لږاهمیت وړ نه ګڼل کیږی،داده چه امریکا په منځنی ختیځ ، ترکیه،عراق او ایران کی
دخپل رول په پیا وړتیا سره غواړی پر ګوښه کړی سوی سوریه اثر وکړی او ددی ډول ګامونو په اوچتیدوبه امریکا دمنځنی ختیځ ،دخزردسیمی دسونګ زیرمی ولکه کړی.

پردی برسیره امریکا دترکي،ایران له لاری کړای سی اروپا د روسي دسونګ زیرمو له اړتیا څخه خلاصه کړی . په بله ژبه امریکا کولای سی داسی رول غوره کړی چه
اروپائی پیوستون یاځواکمن اروپا ئی هیوادونه المان ،فرانسه په نژدی ختیځ ،منځنی اسيا کی وڅاري .

 اخځليک . دترکي ږغ رادیو ۱۵ -۳-۱۳۸ ریا نوستی

Comments are closed.