د جلال اباد ښاروال ته ډالۍ

 

د جلال اباد ښاروال ته ډالۍ

غبرګولی   ۱۳۹۱  کال

لیکونکی ـ محمد اقا کوچۍ!

ګرانو دوستانو زه د د ۱۳۹۱ کال دوري د مياشتې نه تر ۱۳۹۱ کال د غبرګولي تر نيمايي پوری په افغانستان کې يانی د ننګرهار ولايت  هميشه بهار  ښار  ( جلا ل اباد کې وم  . غواړم  څه چې مې په خپلو سترګو ليدلي او یاکتلي دي   د خپل ناتوانه قلم په ژبه تاسو ته په لنډ ډول ولیکم . جلال کوټ یا جلال اباد د افغانستان يو ډير تاريخي مهم سرحدي ښار دی  . په دی ښار کې  د افغان وطن غازيان ،  خپلواکۍ ګټونکې  ، د استعمار ضد مبارزین او د افغانانو د یو کولو د سپیڅلې ارمان  تلپایه  لاروي خاورو ته سپارل شوي دي . دا سيمه د ځواکمنو ليکوالانو، هنرمندانو، شاعرانو،اديبانو او پوهانو   زانګو ده  . هميشه يي د دښمن پر وړاندی اتلولي ښودلي ، دوطن  ختيځه  مورچه يي دد ښمن پر وړاندی  ټينګه ساتلی او د خپل  هېواد ، خاوری او ناموس څخه يي کلکه دفاع کړی ده .

د ویاړونو تر څنګ  د ټول افغانستان په څیر  دا سیمه هم د یو لړ داسي زورواکانو او او فساد خپرونکو څخه غذاب وینې  چې لاسونه یې د بې ګنا افغانانو په وینو سره  دي، د عادي خلکو او د دولت د شتمنیو په لوټولو یې ځانونه پړسولي دي . ددې پر ځاي چې دا ډول څيري بربنډي شي او د هغوي تور مخونه خلکو ته څرګند شي ، د فاسد نظام د کفایت نه لرونکو چارواکو له خوا ورته  ستاینلیکونه او ډالۍ ورکول کیږي .

که اصلي مطلب ته راوګرځم   په خواشینۍ باید ووایم  چې  په دې ورځو کې دافغانستان دمشرانو جرګې له خوا د جلا ل اباد ښاروال ته د ښه کار له امله  تقدير نامه  ورکړل شوه .   زما په ګډون ښایې د جلال اباد ښاریان هک پک شوي وی ، چي دمشرانو جرګه چې ځان د ولس  استازيځان بولي  د کوم قضاوت له مخې  د جلال اباد اوسني ښاروال ته  ، د کومو خدمتونو له کبله   تقدیرنامه  سپاري  ؟  زه د یو عینې شاهد په توګه  د هغه د کار څو نمونې خلکو ته وړاندی کوم  .

دښاروالې دنده  ده چې د ښار سرکونه  ، کوڅی او پارکونه پاک وساتي  ، د ښار او بازار د ګڼه ګوڼي ځایونه  منظم او ښاریانو ته اسانتیاوي برابري کړي .  اما داښار دومره چټل او ناپاک دی چې دبد بوی له امله څوک په ښار کې ګرځيدلی نه شي. هیڅ ډول ښاري انتظام نه تر سترګو کیږي . د پلي لارو او سرکونو تر منځ توپیر نه کیږي . د سرکونو پر سر د سوداکوونکو د ټیلو او ټمبو د لاسه اصلي هټیو ته لاسرسی  ډیر ګران دی .هيچا ښاروال او يا يي مامورين نه دی ليدلي چې په دی هکله کوم کار سرته ورسوي.

د ښار والي یوه  مهمه دنده دنرخونو کنټرول  دی ، دومره ګډوډی چې په نوموړي ښار کې شته بل ځای يي مثال نه تر سترګو کیږي .

د ځمکو مافيا پوره فعاله ده .  په نوموړي ښار کې د خپل سرو او بې پلانه مڅکو خرڅولو څخه نیولي بیا د نقشې نه پرته ابادیو کولو پوري چې هیڅکله ډادمنه راتلونکي نه لري د جلال اباد ښاروال او د هغه فاسدو انډیوالانو ته ښه چانس برابر کړی چې یوازي او یوازي  په ناروا ډول پیسې راټولي کړي او په خپلو جیبونوکې یې واچوي .

کله چې ښار وال دفتر ته راځي هيڅوک داتوان نشي پيدا کولی چې خپلی ستونزی ورته ووايي  په لوکسوڅوموټرو کې دده کاروان راځي د شلو ميلټو وروسته په يوه بهانه اوبله بهانه ددفتر څخه وځې . هغه په اصطلاح  انصافدار  د ځان له پاره شخصي ښارګوټی د سرخرود په دوسرکه کې اباد کړی ، د يو بل بيلډينګ کار يي د ښار په منځ ددرمسال شاته پیل کړی او په لسګونو نور کارونه هم کوي . داصنافو د ستونزو دحل لپاره يي يو ګام نه دی پورته کړی ، افسوس په دی قضاوت !!! زه نه پوهيږم  چې د مشرانو د جرګې کوم کس يا چارواکی به یې پر څه نازولی وي  درشوت او فساد خو هلته مور لنګه شوی ده . نوری داسی ورانی ويجاړی هم هلته شتون لري که څوک دده کارونه په رښتیني توګه وڅيړي ټول به له يوی مخی زندان ته واچوي .

ومن اله توفيق

د جلا لاباد دخلکو اواز  

 

Comments are closed.