د خواخوږی پيغام
استاد بازمحمد ساپي د ژوند له کاروان سره مخه ښه وکړه
لا د ښوونځي د لومړنيو ټولګيو زده کوونکی وم چې په کونړ کې د واليبال د نامتو لوبغاړي (شوټر بازمحمد څوکيوال) له نامه سره اشنا وم، هغه وخت د بازمحمد د واليبال شوټ داسې افسانه وه چې زموږ همزولو به د واليبال په لوبه کې د توپ زورور ګوزار د بازمحمد له نامه سره تاړه او په هره توده جزباتي څپه کې به يې دا ناره کوله چې « وله بازه !».
په دې ډول د باز (استاد بازمحمد) د ژوند افسانه دده له کور او کلي، څوکۍ ولسوالۍ او کونړ ولايت څخه راپيل شوه چې ورپسې بيا د افغانستان د اولمپيک د واليبال د ملي ټيم غړی شو، لوړې زده کړې يې هم په سپورت او بدني روزنه کې پوره کړې او په هوايې پوهنتون کې يې د سپورت او بدني روزنې د استادۍ خدمتونه وکړل.
استاد بازمحمد د ۱۹۹۲ کال راهيسې مهاجر او په مسکو کې هستوګن و. دي زموږ د مهاجر ماحول د ټولو ملي، ديني، ټولنيزو، فرهنګي او سياسي راټولېدنو فعال برخه وال و. د شلو کلونو په اوږدو کې په فزيکي ډول په روسيه کې اوسېده، خو افکار او معنويات يې د خپل هېواد او هېوالو د درد او غم سره تړلي وو.
استاد بازمحمد د زلميتوب له وخته د شریفو او سپېڅلو احساساتو خاوند و، خوځند ، فعال، زړه ور او ډير وخت سرزوری مبارز و او دهمدغې سر زورۍ له کبله زموږ ډيرو ملګرو هغه «شريف ياغي» باله . په هېواد کې د هرې غمجنې پېښې په وړاندي يې ژړلي او خپله ژړا يې هېواد او هېواد والو ته استولې ده. په ياد مې دي هغه وخت چې طالبانو په باميانو کې د بودا ستره تاريخي مجسمه په بمونو والوزوله ، موږ د يوې غونډي په ترڅ کې د طالبانو د تحريک دغه عمل وغانده او په پای کې مو غوښتل چې خپله غندنه د يوې اعلاميې په ترڅ کې خپره کړو. ما چې د اعلامې فکر او د متن عموميات غونډې ته واوراوه، زموږ د ځينو ملګرو په نظر اعلاميه ځکه ضرور نه وه چې ويل يې، موږ په روسيه کې اوسېږو، روسيه د «ټلوالې» ملګرې ده، له همدې کبله په نورو ځايو کې خلک داسې فکر کوي چې دا اعلاميه د روسيې په تحريک او لارښوونه صادره شوې ده او موږ به په روسيه پوري وتړي، له بلې خوا زموږ د ټولو کورنۍ، ملګري او خپلوان په هېواد کې دننه دي او دغه اعلاميه د هغوی ژوند ته پوره خطرناکه ده. د ګډونوالو له منځه استاد بازمحمد په خورا جدي او ځيږو الفاظو وويل « ګوره ، خبره واوره که روسيه زموږ د ملي او تاريخي افتخاراتو د ساتلو مرسته او لارښوونه راته وکړي موږ به مننه ترې وکړو خو متاسفانه چې روسيه دا کار نه کوي، له بلې خوا زما ټوله کورنۍ په کابل کې ده، که ټول راووژني هم اعلاميه خپروو، که تاسې يې نه کوئ زه يې يوازې خپروم!»
استاد بازمحمد د افغانستان دملي ګوند فعال او مخکښ غړی او د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ د افغاني منورينو د پراخ راټولښت په اوږده بهير کې نه ستړی کيدونکي هڅاند ملګری و. هغه د خپل غمځپلي هېواد په روښانه سباوون ډير باور درلود او د روښانه سبا د ليدو د کاروان اخلاصمند لاروی و. په پوره ايماندارۍ يې د هېواد په دننه ، روسيه او اروپا کې د ډيرو افغانانو ادرس ته د هېواد د ژغورنې د ملي همفکرۍ او پراخ يووالي غږ رسولی دی.
استاد بازمحمد د کتاب او قلم خاوند و، په علمی، ټولنيزو، فرهنګي او سياسي ساحو کې د ګڼ شمير ليکنو ليکوال او ژباړونکی و. ګڼ شمېر ليکنې او ژباړې يې په کاغذي خپرونو او وېب پاڼو کې خپرې شوې دي.
له څه مودې راهيسې د ورپېښې ناروغۍ له کبله په بلجيم کې تر درمنلې لاندې و، موږ يې د تليفون په لیکه پوښتنه کوله، يوه ګړۍ دمخه مې دهغه د پوښتني کولو نيت وکړ، خو د وخت د زيات تفاوت له امله تم شوم ، ماويل بيده به وي، کمپيوتر ته مې پام شو، حکيم روان ليکلي دي:
«درنو ملګرو، په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې نن د جون د میاشتې په دولسمه نیټه پوهندوي بازمحمد صافي په بلجیم کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ددې پاتیدونکي نړۍ څخه سترګې پټې کړي او تلپاتې نړۍ ته کډه شو.»
انا لله وانا اليه راجعون
په روسيه کې د ارواښاد استاد بازمحمد ګڼ شمېر ملګري او د هغه د شخصيت مينه وال د هغه مړينه د هېواد علمي، فرهنګي، ټولنيز او سياسي ماحول او د هېواد پالو منورينو ټول ته نه جبرانېدونکې تشه بولو د هغه له درنې او پتمنې کورنۍ سره په دغه درانه غم کې شريک يو،ارواښاد استاد ته له خدايه دبرين جنت غوښتنه کوو، دهغه درنې کورنۍ، خپلوانو،شخصي دوستانو او دافغانستان د ملي ګوند مشرتابه او ټولو منسوبينوته د جميل صبر هيله کوو.
روح يې ښاد او ياد يې تل پاتې غواړو
دنورو په استازيتوب
شېرحسن حسن