د وطن د ترقئ ملی ګوندد اروپايی شورا
د خواخوږئ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره مو د هېواد د بې ساری سياسی او انقلابی شخصيت ، د ويښ ځلميانو د غورځنګ د سرغندوی ،د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند او د افغانستان د موکراتيک جمهوريت د مؤسس او رهبر ، وتلی ژورناليست او په هېواد کې د ادبی رياليسم د بنسټ ايښودونکی ارواښاد نورمحمد ( تره کی ) د کشر ورور جان محمد ( تره کی ) د مړينې خبر تر لاسه کړ . انالله و انا اليه راجعون .
د وطن د ترقئ ملی ګوند اروپايی شورا په دې وسيله د ارواښاد جان محمد ( تره کی ) درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو ته ددې ضايعې له امله خپل د زړه له کومې تسليت مراتب وړاندې کوي او د مرحوم روح ته دعا کوي .
د وطن د ترقئ ملی ګوند اروپايی شورا