د وطن د ترقی ملی ګوندد اروپايی شورا د
خواخوږۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره مو د هېواد د وطنپالونکی شخصيت ، د حربی پوهنتون د پياوړي او نامتو استاد ، د اردو مجلې د تکړه ليکوال ډګروال حبيب الرحمان « سباؤن » د بې وخته مړينې خبر تر لاسه کړ . ارواښاد سباؤن د هېواد د بچيانو د يوه نسل په روزنه کې نه هېريدونکی هلې ځلې کړی او همدارنګه يې د اردو مجلې له لارې د هيواد د ملی اردو د افسرانو او سربازانو د علمی او تخنيکی پوهې او مهارتونو د سطحې د لوړتيا او په ملی روحيه د اردو دمنسوبينو د روزنې په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړيدي . استاد سباؤن ولاړ، خو تلپاتې ياد او لارښوونې به يې تر ډېره د زرګونو وطنپالونکو زړونو ته ، د وطن او افغان ولس سره د پاکې مينې تودوخه رسوي . د استاد سباؤن ياد نه هيريدونکی دی .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا په داسې حال کې چې د ارواښاد استاد سباؤن مړينه د هېواد د روښانفکری نهضت او په ځانګړی توګه د هېواد د ښوونې او روزنې د ډګر له پاره نه جبران کيدونکی ضايعه او ورکه بولی ، د ارواښاد درنې کورنۍ ، دوستانو او ملګرو ته ددې ويرجنې پيښې له امله ، خپل د خواخوږۍ صميمانه مراتب وړاندې کوي او د ارواښاد استاد روح ته دعا کوي .انا لله و انا اليه راجعون .