په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند د شورا له خوا
د خواشينۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره مو دنه ستړی کيدونکی مبارز ، وطنپالونکی او مهرابان استاد پوهندوی بازمحمد صافی د افغانستان ملی ګوند د مرکزی شورا د غړی ، د بې وخته مړينې خبر تر لاسه کړ . انا للله و انا اليه راجعون .
استاد خپله چټه ځوانی لوړو انسانی آرمانونو ، په هيواد کې رښتينې سولې او دواقعی ټولنيز عدالت د تأمين سترو چارو ته وقف کړه . استاد د خپل هيواد او خلکو سره بې ساری مينه درلوده ، ده وطنپالونکی روزل او هڅول .
استاد باور درلود چې ملی او وطنی موخو ته د افغانستان ملی ګوند رښتينولی او ژمنتيا ، همدارنګه د تفکر او سياسی عمل په برخه کې ددې ګوند نرمښت ، د تېريدنې ، انعطاف مننې او د نورو سره ګډ کار ته د چمتووالی کړنلاره به د ملی دموکراتيکو او وطنپالونکو ځواکونو تر منځ موجودو بې مانا تربګنيو او تأو تريخوالی ته د پای ټکی کيږدی او د هيواد په سياسی ډګر کې به داسې ډاډمن او يو موټی سياسی ځواک را منځ ته شی چې د نننی بحران څخه به هيواد او خلکو ته نجات ورکړی ، د سولې ، بيارغونې او دموکراسۍ د ټينګښت او پراختيا کار به عملی او يقينی کړی .
استاد د خپلې تواضع او خاکساری ، لوړو اخلاقو او اوچتو انسانی فضايلو په وجه د خپلو همځولو ، ملګرو او دوستانو د زړونو پاچا ؤ . په داسې حال کې چې د استاد کورنی ، ملګری او دوستان ددې سترې ضايعی له امله د درانده غم شيبې تيروی ، په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند شورا د ارواښاد استاد بازمحمد صافی کورنۍ ، د افغانستان ملی ګوند ټولو غړو او په ځانګړی توګه د افغانستان ملی ګوند مشرتابه ډلې او د استاد ټولو دوستانو ته د زړه له کومې ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوی او د استاد لوی روح ته د دعا لاسونه لپه کوی .
تل دې وی د استاد نه هيريدونکی ياد.
په هالند کې د افغانستان ملی ګوند شورا