د خواشينۍ پيغام

د استاد بازمحمد ساپی د بېوخته مړینې له امله

د خواشینۍ پیغام!

په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چی دهیواد یو تکړه خواخوږې،پوه او فعال سیاستوال ، د مهربانه
زړه او لوړو انسانی اخلاقو او ځانګړنو څښتن او د افعانستان د ملی – دموکراتیک غورزنګ سر
سپارلی لاروی ، د ورپېښې ناروغۍ له امله د روان کال دجون په یوولسمه نېټه له دی نړۍ دتل لپاره سترګې پټي کړي او خپل ټول خپلوان ،دوستان او همسنګران یې تر شا ویرجن پریښود ل. استاد باز محمد ساپی دخپل وطن اوخلکو سره ژوره مینه لرله او ارمان یی لاره چی هیواد یی پرمختللې او خلک یی سوکا له ژوند ولری . استاد بازمحمد ساپی دژوند تر پایه ددغه ارمان دسرته رسولو لپاره مبارزه وکړه او د دغه ارمان سره ومړ .
زه په داسی حال کی چی د ارواښاد باز محمد ساپی بی وخته مړینه د هیواد دروښنفکری غورزنګ
له پاره یوه لویه ضایعه بولم،په دغه دروند غم کی دهغه له درنې کورنۍ سره ځان شریک ګڼم ، دخپل دغه تکړه ملګری او ډاډمن همسنګر روح ته د دوعا لاسونه پورته کوم . هغه ارواښاد ته د فردوس
جنت هیله کوم او دهغه پتمنې کورنۍ ، خپلوانو، دوستانو او همسنګرانو ته د لوی صبر غوښتنه کوم.
روح دی یې ښاد وی او یاد دی یې تل ژوندې وی .
نیاز محمد مومند
۲۰۱۲ – ۰۶-۱۲

ر

Comments are closed.