په روسیه او بیلاروسیه کی دافغا نستان ملی ګوند دسرتاسری شورا له خوا د خوا شینی
پــــــــــــــیــــــــــغــــام
په ډیره خواشینی سره مو دوطن پالونکی، زړه ورمبارز،فرهنګی اومهربان استاد پوهندوی بازمحمد ساپی د افغانستان ملی ګوند دمرکزی شورا غړی د ورپیښی ناروغی له امله د بی وخته مړینی خبر ترلاسه کړ. « انا الله وانا الــــــیه راجعون »
استاد بازمحمدساپی دخپل عمرزیاته برخه په ګران هیواد افغانستان کی دټولنیز عدالت دټینګښت، تلپاتی سولی اودهیواد ابادی له پاره وقف کړی وه. استاد په هیوادمین،فرهنګی اوسیاسی شخصیت ؤ اوپه دی یی باور درلود چی په افغانستان کی د ورستیو دری لسیزو جګړو او ناخوالو دحل لاره یواځی او یواځی د سولۍ او سیاسی تشی د ډکیدو دلاری ممکنه ده په همدی موخه یی په افغانستان کی د ملی، دموکراتیکو او وطن پالو ځواکونو دیووالی پخاطر یی دافغانستان ملی ګوند د پراخ سیاسی ډیالوګ له لاری په افغانستان کی د یوداسی سیاسی ځواک درامینځ ته کیدو چی وکولای شی د هیواد اوسنیو ناخوالو ته د پای ټکی کښیږدی په سیاسی مبارزه او هلو ځلو بوخت ؤ. په روسیه او بیلاروسیه کی دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا،دملی ګوند ټول غړی، دوستان اوپه روسیه کی میشت افغانان د استاد بازمحمدساپی بی وخته مړینه د افغانستان په دی حساسو شرایطو کی دملی ګوند، هیواد او په ځانګړی توګه داستاد کورنی ته ستره ضایعه بولی .
په روسیه او بیلاروسیه کی دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا د استاد درنی کورنۍ، خپلوانو،ملګرو اود افغانستان ملی ګوند مشرتابه ته د زړه له تله د ډاډګیرنی مراتب وړاندی کوی د جمیل صبر ورته غواړی اود استاد روح ته د دوعاګانو لاسونه پورته کوی اود لوی او بخښونکی خدای(ج) څخه ورته دجنت غوښتنه کوی . روح دی ښاد وی.
په روسیه او بیلاروسیه کی
دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا