د ستراتیژیکو تړونونو دمخه باید دسوري منګي چاره وشی

 

د ستراتیژیکو تړونونو دمخه باید دسوري منګي چاره وشی
د ستراتیژکو تړونونو داړینو اړتیاوو،ګټو اوزیانونو په اړوند دولتي اوغیر دولتي رسنیو په کافي اندازه بیلا – بیل نظریات ،وړاندېزونه،سپارښتنې اونیوکې خپري کړي اولایې خپروي .که له تعصباتو تنګ – نظریو،بد بینیو،سمتي،محلي اوژبني افراط ګرانه لیوالتیا وو،پرته خپرونو ته په چانیزه بڼه ځيرشو،ترډېره بریده لیدل کېږي چې له نیکه مرغه په لوی شمېر کې افغانان ترپخوا زیات دروانو پېښو په وړاندې د نړۍ دنورو ملتونو په څېر دخپلو ملي ګټو اوملي ارزښتونو له مخې چلند کوي . ولي په خوا او شا کې له بده مرغه لاهم یوشمېر کسان ، ټولنې اوګوندونه شته چې دخپلو توبنه ایزو او په پردیو تکیه شوي  جوړښتونو له  زاویې دروانو پېښو په درشل کې دا هر څه ته د معقولو نسخو اودرملو پرځای، زهر وړاندې کوي.
دپېښوخبیصه ابعاد نورهم پلنوي.اوبه خړوي اودنورو ناولولاسونو ته زموږ د ملک په اوبو کې د ماهییانو د نیولو زمینه برابروي . که دا تړونونه دتېرو زړه بږنوونکو پېښو په شان د راروانو پېښو دمخنیوي په موخه لاسلیک کېږي ،نو هرڅه دمخه  اړینه داده ،چې دتېرو پېښو علمي اومنطقي جاج واخستل شي. د باضمیره، باوجدانه، په خپلو خلکو اوهیواد مینو او زړورو مګر خبیرو کسانو له خوا دپېښوعوامل او د هغو ملي، سیمه ایز اونړۍ وال ابعاد له ډار، معامله ګریو اوڅنګزنیو پرته ،تر څېړنو او ارزونو لاندې ونیول شي . د موندنو په رڼا کې د ښکېلو خواوو اړتیاوې، غوښتنې، سپارښتنې ، حقوق او وجایب دملي اونړۍ والومعیار ونو اوقوانینو له مخې داسې جوتې شي، چې دلاسلیک وروسته بیا هیڅکله هیچا ته هم د بې بنسټه تعبیراوتفسیر د اړتیا امکان په لاس ور نه شي. ځکه د تاریخ په اوږدو کې زمونږ د ولس سردردي  دورځنی ژوند په ټولو خواوو کې د همدغه خود غرضو، بې بنیاده ، له مبالغو او څنګزنیو ډکو تعبیرونو اوتفسیرونو له وجې وه. په غالب ګمان که همدا آش اوهمدا کاسه وي نو څو پېړۍ نوربه هم ولس خپل سرونه دشلغمو په تول کې وخوري… زموږ یو لړ سیاسي مفسرین وایي: ستونزه په دې کې ده چې نورو موږ ښه پېژندلي یو ، زموږ کمزوري ټکې او وراسته تنابونه هغو له پېړیوـ پېړیو دمخه په نښه کړي وو اولایې په نښه کوي. لیکن له بده مرغه موږ نه یوازې هغوی لا تر اوسه دساینس اوتیکنالوژۍ په دې عصرکې نه دي پېژندلي، بلکې په خپل چم اوګاونډ کې هم د خپلو ګاونډیانو له شناخت څخه عاجز یوو. که داسې ده راځئ ددې کمزورتیا ریښې په بشپړ جرآت اومتانت دپرتو اسنادو او شواهدو له مخې ولټوو. دلټون په پیل کې زه دخپل معصوم اومظلوم ولس پام دمیلینونو بیلګوپه دوام، یو نوي اوتازه بیګه ایزخبرته ، چې پرون دولتې اوغیر دولتي رسنیو خپور کړ، را اړوم. د فساد په وړاندي د مبارزي دعالي ادارې مشر ښاغلی لودین وویل : (( به اساس مکتوب څارنوالي ولایت هرات  شخصیت شهیر ونامدار جهاد ومقاومت وزیر برحال آب وبرق اقای امیرصاحب اسمعیل خان به قیمت بیش از هفتاد میلیون دالر زمین دولتي را غصب ، به نام خود وهمسرش قباله نموده.)) کله چې د نامدارشخصیت څخه د سپيناوي په موخه پوښتنه کېږی، ترې ګرد چاپېر مداحان اوغوړه مالان وایې:         (( امیر صاحب مریض است.)) یو مریض دفساد اوملي خیانت په څرګند تورـ تورن کس دهیواد په دې برخلیک ټاکوونکو شېبو کې ، په ځانګړې توګه کله چې نړۍ والې ټولنې سره دحیاتي تړونونو په درشل کې دهغوي پنځوس سلنه باید دهمدې جهادي شخصیت د مسولیت تر چتر لاندي وزارت یانې د اوبو او انرژۍ  وزارت ته ، چې دی ورباندي د کومې کاري او مسلکې وړتیا پرته تپل شوی، ور کړي … که دا او دې ته ورته له شمېره وتلي جنایات دبې شعوره ټوپکیانو له دایرې، بهر یو بل چا ترسره کړی وای، بې له شکه چې اوس به د نوم ورکي سرتیري د څلي  د پاسه ځوړند وای …
محترم کرزی صاحب! تاسو په لوی لاس ددې بې مسئولیته ټوپک سالارانو په شتون کې چې ګنې د سیاف صاحب په خبره ؛هرڅه ورته پاک خدای(ج) ورکړي ؛ هیڅوک باید ورسره جنګ اوستېزه ونه کړي، له خپل هیواده سوری منګی جوړکړی. که په دې سوري منګې کې میلیونونه ډالر هم واچول شي یو ډالر به هم د چا په ښه نه شي…
ددې سوري منګي، پړه ترډېره برېده دیو شمېر نړۍ والو مافیایي کړیو په اوږو هم ده ،چې داټوپک سالاران یې په لومو کې ښکېل دي او د ډیرو نورو لاسونه یې ورته ترشا تړلي دي .
تردې لا زیاته پړه د یو شمېر چک ـ چلي،مداحانو،غوړه مالانو،ړندو ،کڼو اوپه مرګوني خوب بیده یو شمیرهیواد والوپه غاړه هم ده …
په هرحال دناهیلیو په دې سردر ګم اوګیچ کوونکې چاپېریال کې دملت سترګې کرزي صاحب ته اوړي .محترم کرزي صاحب!څوموده نوربه دخپل ننګین واک دغځېدوپه موخه دخپل معصوم اومظلوم ولس په سترګو کې سره مرچ،پاشې؟؟؟ څومره نوربه ژوندی یې؟؟؟ چې جنایت کاره ،زورواکان داوښانو دپاسه نه ګورې ولې دمظلومو، بې ورلو اوناچارو تیروتنې په زره بین ګورې…
علامه الفت وایي:
دځان ساتنې پوهه عامه ده هرچاسره ده ـ هم له انسان هم له حیوان هم ځناورو د صحرا سره ده
د سرښندنې او دځان قربانولو پوهه ـ له اوللعزمو لویو خلکو د دنیا سره ده
دناهیلۍ ځای خوداده،چې دبشریت په تاریخ کې هیڅ ملت دومره اوږد جنګ نه دی تېر کړی اوپه دې پېمانه په ورته ډول نه دي،تېر وتلي چې دپای لوری یې هم لاتر اوسه مالوم نه دی.ځکه مالوم نه دی چې دخدای بښلي داود خان له وخته ترداننه پورې،افغان ولس دعیني اوژوندي لیدونکي په توګه دروان سیریال دهر لوبغاړي دمخ اوشا انځورکښلی اوقضاوت ورباندې کوي.ولس سره پوښتنه ده که دثوراتمه دفي سبیل
ـ الله جهاد دپای ورځ وه،ترهغه وروسته څه باندې شلو کالو جګړو ته کوم نوم ورکړو؟؟؟
ځواب روښانه ده: ترهغو چې دسیمې داستخباراتو ناولي هیلې زموږ په سپېحلي هیواد کې ترسره شوي نه وي،که محترم حکمتیار اوملا محمد عمرهم واک ترلاسه کړي،داجګړه به همداسې روان ساتل کېږی. دطالبانو بدیل ((چڼي اومرید)) لا دمخه بلې لوبې ته چمتو بډ وهلی ولاړ دي.
پس له ډېرې دلسردۍ نه تقاضا ده پېداشوې ـ سورولمبوته دلوېدیو دبتانو ماتولو
راځئ چې خلک جوړکړوخلک به جوړکاندي کارونه – په کارنه ده ناجوړوته کارونه ورکول
یوڅه خلکوله ورکړئ چې په خپله څه پېداکړي – ترڅوخواروغریب ته خیراتونه ورکول
اساس دترقۍ اوډېر مهم اصل یې وبولئ ـ اشخاصو له اصلي شخصیتونه ورکول
غرنی:( ویښ اوبیده احساس)
پیل یې له کومه ځایه وکړم
دزړه ټناکې ناسوري زخمونه
درته څرګند یوـ یو ترپایه کړمه
چې داحساس اومسئولیت نښې
ستا دابیده احساس راوجړقوي
که ته بیده شې
زه هم بیده شم
څوک به شي پورته
پاڅون به کله چرې څوک وکړي​​​
که ته هم ویښ شې
اوزه هم ویښ شم
ټول به را ویښ شي
                       کاږه واږه به ګرد سره سیخ شي
نو
تل پاتې غرونه به شو
څپاند سیندونه به شو
ګلذارې دښتې ډک له ګلونوبه شو
نوکله!
چې خپل وګورم
نوروله ځير شم
لمبه ـ لمبه شم
ایره ـ ایره شم
که  داتقدیر اویا نصیب وي
خو په سره اور دې لمبه – لمبه شي
که ته بیده شې
زه هم بیده شم
څوک به شي پورته
                 پاڅون به کله چرې څوک وکړي
زما په زړه کې دا خود جوشه لمبې
تاسره نغدې عجیبه ډول کیسې
زه دخندا په تمه
لا تېرومه نا تمامې شېبې
په ډېرو هڅو کړاونو
چې یوڅه شمه سباوون ته نژدې
ته راته خنډ شې
جوړوې راته څه نوې تیارې
ظالمه!
ولې دې په خپل لاس خپلې پښې غوڅوې
دبل له پاره له آرې خپلې ریښې غوڅوې
تاریخ ته ګوره !
نور ملي ګټو له پاره نوښتونه کوي
په ما اوتا باندې تل پاتې مانورونه کوي
زه بد نصیبه بد قسمته لا په سټ دروممه
ورسره لاس کې باروت دي
دا هم بل راکړي
څومره احمق یم هم پرې ځان اوهم پرې بل وژنمه
که ته بیده شې
زه هم بیده شم
څوک به شی پورته
پاڅون به کله چرې څوک وکړي
دځان ستایلو،ځان غوښتلوپرځای
دغولو، تېر ایستلوپرځای
د د ومخیو ،مفسیدیوپرځای
دتظاهر، غوړه مالیوپرځای
ملي هویت ،ملي عزت په موخه
راځې!
چې یو تربله ځان کړو قربان
دهر جاسوس او هرغلیم پر وړاندې
وکړو چلند ویو سپېڅلي افغان
=    ==
=    ==

Comments are closed.